لیکوال : نثار احمد صمد
بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان چی شورویانو نیولی و ، د هغوی ګوډاګي رژیم څو غیر ملی او ساختګی لویی جرګې جوړي کړې خو ټولی ځکه په اوبو لاهو سوې چی د اشغالګرو په دستور به رابلل سوي وې .
نن چی امریکا زموږ هېواد نیولی دی ، هم کت مټ دستوری او قلابی جرګې په رژیم باندی رابولي خو دا هم ځکه ځای نه نیسی چی بهرنیانو خصوصأ اشغالګرانو یې انتظام نیولی او په رژیم یې عملی کوی او په دې ډول هغه نور هم ګوډاګی ثابتوی .
دا هر څه د زرګونو سړیو ، بلیونونو روپیو او سلګونو اوونیو د ضایع کولو څخه پرته بل حاصل نه لری . لکه پخوانیً « کمونیسټی » رژیم چی هغه ساختګی جرګو له نړېدو را و نه ګرځاوه ، نو اوسنۍ ساختګی جرګې به څنګه « دیموکراسی » رژیم بچ کړای سی ؟
وایی کوم وخت د یو ځنګله د حیواناتو مشرانو د یوې غونډی په ترڅ کی داسی فیصله وکړه : نور باید په خپلو کی دښمنۍ پریږدو ، نفاق او جنګ ته په کرکه وګورو ، په دښمنیو کی هیڅ ګټه نسته بلکی هغه د ټولو په مطلق زیان تمامیږی . بس دی ډیري دښمنۍ مو سره وکړې ، نور به د سولی او ورورۍ ژوند کوو او د ګډ دښمن په وړاندی به یو موټی کیږو .
د دې لپاره چی د دغو مشرانو د فیصلې څخه د ځنګله ټول حیوانات خبر سی نو یوه ورځ یې وټاکله چی په هغه ورځ باید د ځنګل هر اوسېدونکیً د جرګې په میدان کی حاضر وی . خو هغه نېټه د ځینو دسیسو له وجی وځنډول سوه ځکه زمری ډیر مصروف و ، او هدایت یې نه و صادر کړی !
بالاخره ورځ مقرره سوه او په ټاکل سوې ورځ د ځنګله ټول ځناور د مشورتی جرګې میدان ته حاضر سول او غونډه په خاصو مراسمو سره پرانیسل سوه . په دغه لویه غونډه کی چی د ځنګله په تاریخ کی یې سارﺉ نه درلود ، د « اتحاد ! » او « اتفاق ! » تاوده تقریرونه وسول او مهمو ځناورو هر یو په خپل نوبت دښمني وغندله او د ورورګلوۍ ، سولی او امنیت ژوند ته یې په درنه سترګه وکتل .
د تقریونو او ویناوو په پای کی خنځیر ( چی اصلأ د زمري پټ استاځی و ) داسی وړاندیز وکړ : اوس چی موږ او تاسو پخوانۍ دښمنۍ هیري کړې او د ورورۍ ژوند پیلوو ، نو لازمه ده چی ټول یو بل د محبت په ګرمه غیږ کی سره ونیسو . د غونډی برخه والو د خنځیر دا پیشنهاد په یوه خوله ومانه او لږ ګړﺉ وروسته د یو او بل په غیږ کی نیولو پروګرام پیل سو . په دې ترڅ کی چی به هر حیوان خنځیر ته غیږه ورکوله ، نو څنګه چی خنځیر په سینه کی پر ټولو حیواناتو قوي دﺉ هغه حیوان به یې دومره سره کښېکیښ چی پُښتۍ به یې ورماتي کړې او په دغه ترتیب د « پُخلاینی !» او « ورورۍ !» په فضا کی خنځیر د ځنګله د ټولو هغو حیواناتو پښتۍ ماتي کړې چی په دې غونډه کی حاضر وو .
د دغو حیواناتو لویه بدبختي دا وه چی یو حیوان به بل ته د خپلو ماتو پښتیو په هکله هیڅ هم نه ویل او د هر ځناور پښتۍ چی به خنځیر ورماتي کړې نو هلته به په یو کونج کی غلی کښېناست او سوړ اسوېلیً به یې کښیً .
د سولی او پخلاینی د غیږو د پروګرام په پای کی بیا خنځیر په لوړ ږغ داسی وویل : زړه ته رانږدې وروڼو ، اوس چی موږ او تاسو رښتیاني وروڼه سوو ، نو یو بل وړاندیز هم لرم او هغه دا چی که ستاسو خوښه وی موږ او تاسو باید یو صدراعظم هم ولرو تر څو آینده کارونه او چاري مو ښه تنظیم سی . زما هیله دا ده چی تاسو په همدغه عالی شانه او تاریخی غونډه کی ډیر ښه اجرأت وکړل خو لطفأ له خپل منځه یو صدراعظم هم وټاکیً .
حیواناتو چی یو بل ته سره وکتل نو په رموزونو او اشارو سره پوه سول چی په یوه کی هم د صدارت کولو توان نور نسته . نو د خنځیر د سوال په ځواب کی ټولو ځناورو خړ خړ خنځیر ته کتل او ورته ویې ویل چی صاحبه ، اوس خو بس همدا ته یې ! ډیر ښه دې پخلا کړو او ډیره ښه د سولی مشورتی جرګه دې رهبري کړه ، ستا سابقه خو هم ټولو ته د لمر غوندی روښانه ده ، خدای دې هر څه تا ته مبارک کړی !
هو ، د افغانانو پښتۍ او ککرۍ د درو لسیزو راهیسی دغو او هغو ماتي کړي دي او فعلأ هماغه بهیر په ښو غوړو او غولونکو نومونو سره دا ځل د « لوی ابلیس » لخوا د ماتېدو په حال کی دي . الله دې د انسانانو په څیره کی دغه خنځیرانو او شیطانانو ته جزا ورکړی . والسلام ، ( ن . صمد )
Nsamad57@hotmail.com