د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لويي جرګې په پرانيستونکې وينا کي وويل چي طالبان دي بې قيد او شرطه خبرو ته ورسره حاضر سي.
نوموړي وويل طالبان وايي چي امريکايان دي ووزي دوى خبرو ته حاضرېږي، خو امريکايان وايي چي طالبان ختم کړي دوى له افغانستان څخه وزي.
ولسمشر کرزي وويل له دې څخه داسي ښکاري چي طالبان او امريکايان سره جوړ دي، خو هسي موږ وژني.
بلي خوا ته د ولسمشر کرزي منتقدين وايي چي که طالبان او امريکايان سره جوړ هم وي، نو دى هم د دې قضيې او د جنګ د دوام يو علت دئ.
منتقدين پر ولسمشر کرزي نيوکه کوي چي که يې سوله، عدالت او يووالى غوښتلاى، د ملي مشورتي جرګې رياست ته به يې پخوانى جنګسالار برهان الدين رباني نه انتصابولاى، ځکه رباني هغه کس دئ چي هم يې له طالبانو او هم اسلامي حزب سره په کلونو کلونو جګړې کړي او په زرونو کسان يې سره وژلي دي.