د سولي ملي مشورتي جرګه وروسته له هغه ګډه وډه سوه چي د ولسمشر کرزي د وينا پر مهال په کانټينټال هوټل کي توغندۍ وموښته، د سپکو وسلو ډزي واورېدل سوې او په ګډونوالو کي بېره خپره سوه.
ولسمشر کرزي پر ګډونوالو ږغ وکئ چي پر خپلو ځايونو کښينې او وار خطا نسي.
د سولي د مشورتي جرګې د تخنيکي چارو مسئول ډاکټر فاروق وردګ وويل چي درو ځانمرګو په چادريو کي د جرګې سيمي ته د ننوتلو هڅه کوله چي دوه يې د پوليسو له خوا وژل سوي او يو بل ژوندى نيول سوئ دئ.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دې حملې مسئوليت پر غاړه واخيست او وايي څلورو ځانمرګو د ملي پوځ په يونيفورم کي د جرګې د ګډوډۍ په خاطر عمليات شروع کړي دي.
دا چي د بريدونو په باب به د چادريو او که د ملي پوځ د يونيفورم خبر درست وي،وروسته به څرګنده سي.