د سولي ملي مشورتي جرګه چي د جمهور رئيس حامد كرزي په وينا د سره پرانستل شوه. د ښاغلي كرزي د وينا پر مهال پدي جرګه باندي د توغنديو بريدونه شوي دي ويل كيږي چي جرګي ته وسله وال مخالفين د ځانمرګو بريدونو له واسكټونو او نورو سپكو وسلو سره ننوتلي دي.
ددي جرګي جريان چي د ملي ټلويزيون لخوا په ژوندۍ بڼه خپريدو د همدي امنيتي ستونزي له امله بند شو.
خو تر اوسه پوري افغان امنيتي ځواكونو پدي اړه څه ندي ويلي خو ددي جرګي د امنيت د ټينګښت لپار د ملي اردو ، ملي امنيت او د ايساف ځواكونو سربيره دولس زره پوليس په دنده ګمارل شوي وو.
پدي اړه نور جزيات به وروسته په ليكه شي.