کور / شعر / غزل

غزل

کور که مې خپل نه بولي ميلمه راځه
لږ خو زما هم منه او ځه راځه

لږ لا نن زموږ کره نور پاته شه
لږ لا نن زما هم ومنه راځه

اوس چې مې بابا درته درکړې يم
نور مو و کوڅو ته ښه ډاډه راځه

لږ دې د بيمار پوښتنه ډيره کړه
حال ته مسيحا هره جمعه راځه

ستا د پښو پلونه چې پر تللي وي
هغه خاورې زه به کړم خورده راځه

مينه او انتظار مو پرتله کړه ته
زما پر ځای نن هيره کړه هغه راځه