لکه ټپه د ليوني په يو خاموش بيابان کې
د زړه له تل نه مې سندره او نغمه راوزي
يا لکه اوښکه د بېوزلې او نهيلې کونډې
د دواړو سترګو نه مې هسې په پلمه راوزي
پوهېږم نه چې دا مستي ده که نېستي ده زما
خو بې له واکه مې سينې نه هنګامه راوزي
لکه د سور تنور لوګی چې و هوا ته درومي
له اسوېلو سره مې سترګې او لېمه راوزي
ويلای نشم چې داڅه دی او له کومه کېږي
يم زورور که مې له عقل نه جامه راوزي
د خيال جونګړه مې د جهل په تورتم تياره شوه
که د جنون په اوږد نوم لړ کې مې نامه راوزي
ف – ث د خيال په بڼ کې داسې شان ګلونه ګوري
چې خوشبويي ترې د نسيم لکه وږمه راوزي
31 اکتوبر 2007