د سولي مشورتي جرګه نن د جون پر دوهمه نېټه د شاوخوا ١٦٠٠ تنو قومي مشرانو، د ولايتي شوراګانو او د پارلمان د وکيلانو په ګډون د کابل د پولتخنيک انستيتوت د لويي جرګې په خېمه کي جوړېدونکې ده.
١ – د جرګې د شروع او ختم وخت د سهار له نهو بجو د ماځيګر تر پنځو بجو ټاکل سوئ دئ.
٢ – جرګه به درې او يا د اړتيا په صورت کي څلور ورځي دوام وکړي.
٣ – جرګه به د دولت د وسله والو مخالفينو سره د مذاکراتو پر لارو چارو باندي بحث وکړي.
٤ – جرګه به په لومړۍ ورځ د افغانستان د جمهور رئيس حامد کرزي په وينا باندي پرانيستل وسي.
٥ – وروسته به ګډونوالو د ويناوو لړۍ تر يوې بجې پوري دوام وکړي.
٦- له يوې څخه تر دوو بجو د لمانځه او ډوډۍ تفريح.
٧ – د جرګې شاوخوا ١٦٠٠ غړي به پر ٣٠ کمېټو باندي ووېشل سي، چي په هره کمېټه کي به ٥٠ کسه غړي وي او دوى به د دولت له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو پر لارو چارو باندي بحثونه وکړي او د جرګې په وروستۍ ورځ به د دوى ټول بحثونه پر مادو باندي تقسيم او اعلان سي.
د لراوبر ويبپاڼي همکاران کوښښ کوي چي په دې باب تازه معلومات تاسو ته وړاندي کړي.