کور / شعر / سوله

سوله

سوله
سري ئي شونډي جګه پزه هسکه غاړه
هغه دي ښه ئي وينم خلکودښاره لاړه
ښا يسته دي رنګ ښايسته دي نوم اومعنی
خلکوناري کړي پسي دسولي کډه لاړه
هريوزلمي قلم مات کړوټوپک ئي واخيست
معلمه په سروسترګوژاړي دمکتب نه لاړه
ويل ئي شاګردان مي چرسيان اوټوپکيان شوه
دمعارف ډيوه شوه مړه پتنګان لاړه
ګل په باغ کي تازه وچ شوونورنه خاندي
بلبل دنااوميدي کډه کړه بار دباغ نه لاړه
روشنفکراورواخيست پخپل کورکي وسو
کونډي ئي دروازه کړه بنده اوتري لاړه
دبازمښوکه ماته نوکان ئي نه شته
کارغان دباز ځاله کي ناست دې غاړه په غاړه
زمري نه شي راوتلي دشغال دډاره
ګيدړه غوريږي دزمري دکورپه بام ولاړه
څه داب خلک شوه بي اب چه سوله لاړه
دبي اب سړي ټوپک په اوږواوګردني په غاړه
راځي چه ټول ورته جرګه شوسوله بيرته راولو
دبشريار داارمان دي چه افغان ورکړي يوبل ته غاړه