ژباړه : مومن مهاجر
داعتبارله لفظه داحنافوله خوادقیاس ثابتولوهڅه :
ووجوب الاعتبارای القیاس حکم مع انه لیس من افعال الجوارح (التوضیح والتلویح ص : ۳۲)
ژباړه : داعتبار(قیاس) وجوب دالله جل جلاله امردی خوسره له دې هغه دبدن دغړوفعل نه دی .
داحنافودعوه داده چي الله جل جلاله ویلي دي چي فاعتبروایااولی الابصاریاني قیاس وکړئ نوله دې آیته مالومه شوه چي قیاس فرض دی (اصول البزدوي ص : ۲۵۰،نورالانوارص : ۲۲۴) اوس راشئ وګوروچي داحنافو دادعوه ترکومه ځایه رښتنې ده؟ په سورة المؤمنون کي الله جل جلاله وايي : وان لکم فی الانعام لعبرة .
(مومنون ۲۱)
یاني ستاسولپاره په څارویوکي عبرت دی . که داحنافوله قانون سره سم دلته دعبرت ماناپه قیاس وشي نو مطلب داشوچي ستاسولپاره په څارویوکي قیاس دی . مانایې داشوه چي څاروي څه کوي تاسوهم هغه کوئ نه په خوراک اوڅښاک کي څه بندیزشته څه چي موزړه غواړي هغه کوئ اونه په واده ونکاح کي . څرنګه چي موزړه غواړي نکاوې کوئ په څه ډول چي له حیواناتوسره څه حساب وکتاب نه کېږي همدارنګه له تاسوسره هم نه کېږي زماپه اندهیڅ حنفي په دې قیاس عمل نه کوي . په همدې سورة نورکي الله جل جلاله وايي :
يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لأُوْلِي الأَبْصَارِ (النور : ۴۴ ) ژباړه : الله جل جلاله شپه اورورځ اړوي رااړوي بې شکه په دې کي دعقل دخاوندانولپاره عبرت دی . احناف به دلته قیاس پرچاکوي؟ یقیناپرشي یې هم نه شي کولای که یې کوي نوهم به پرالله جل جلاله دروغ وايي . اعادناالله من الافتراء علیه .
په سورة یوسف کي الهي ویناده :
لَقَدْکَانَ فِیْ قَصَصِهِمْ عِبْرَةً لّاُوْلِی الْاَلْبَابِ . (یوسف : ۱۱۱) یاني ددوئ په کیسوکي دعقل دخاوندانولپاره عبرت دی .که دلته هم دعبرت له لفظه دقیاس ماناواخیستل شي نومطلب داشوچي لکه څرنګه چي دیوسف علیه السلام وروڼوخپل کشرورورڅاته وغورزاوی تاسي هم له خپلوکشرانووروڼوسره همداچلندکوئ اولکه څرنګه چي هغوئ خپل ورورخرڅ کړتاسي هم خپل ورورخرڅ کړئ خواحناف په دې قیاس هم عمل نه کوي .
علامه ابن حزم الاندلسي رحمة الله علیه لیکي :
فلم یستح هولاء القوم ان یسمواالقیاس اعتبارا.(الاحکام فی اصول الاحکام ج ۲ص : ۳۸۷)
یاني داخلک په دې شرمېږي هم نه چي پرقیاس داعتبارنوم ږدي . اِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قُوْلُهُمْ . حیرانوونکې خبره خولاداده چي وايي :
لوعمل بالحدیث لانسدباب الرأئ . (نورالانوار۱۷۹)
یاني که (دغیرفقیه صحابي ) په حدیث عمل وشي نودرأیې دروازه به بنده شي .
علامه ابن حزم الاندلسي رحمه الله لیکي :
ولاعلم احدقط فی اللغة التي بهانزل القرآن ان الاعتبارهوالقیاس . (الاحکام فی اصول الاحکام ج۲ ص ۳۸۷)
یاني په کومه ژبه چي قرآ ن کریم نازل شوی هیچاداعتبارله لفظه دقیاس مانانه ده اخیتسې .
الله جل جلاله موږته ددې لویواسمانانواوځمکوپه جوړولوکي پرخپل سترځواک اوده چي له خپلودښمنانو سره څه معامله کړې پرهغودفکراوتدبرامرکړی دی . څوموږپوه شوچي الله جل جلاله پرهرڅه قادردی اوټولې چارې په یوازي ډول پرمخ وړي . څوک چي لږعقل اوشعورولري هغه په دې پوهېږي چي دعبرت دلفظ ماناقیاس نه ده،ځکه په دې سره قرآن کریم ته ددروغونسبت کېږي له دې کبله چي یوځای هم دعبرت لفظ دقیاس په مانانه دی استعمال شوی .