رویټر راپور ورکوی چی د ناټو عمومی منشی ( راسموس ) نن د لومړي ځل لپاره رسمأ اعتراف وکړ چی طالبان لکه موږ چی یې امید کاوه تر هغه ډیر غښتلي دي . ده وویل چی « موږ باید په صداقت سره ووایو چی هغوی د ۲۰۰۱ څخه را وروسته لکه موږ چی یې ګومان کاوه ، د هغه برعکس تر بل هر مهال ډیر پیاوړي سوي دي . » ده زیاته کړه چی د طالبانو لخوا د بګرام او کندهار پر هوایی اډو توندو او ناڅاپی حملو دا ثابته کړه چی هغوی پر موږ د دغسی تاکتیکی او ناڅاپی حملو بشپړ توان لری .
دا لومړی ځل دی چی د ناټو دغه عمومی منشی هم د طالبانو د زیاتېدونکې پیاوړتیا په هکله رسمأ اعتراف کوی . طالبانو د مې په میاشت کی د ناټو ۵۰ پوځیان وژلي دي .