ملګروملتونو ويلي دهغه مرګونې پيښې په اړه به پلټنې وکړي کوم چې اسرايئلي چارواکو په هغه سمندرې کاروان باندې بريد ترسره کړ کوم چې دغزې پرلورې روان وه .
بلخوا دنړۍ په بيلابيلوهيوادونوکې داسرايئلوددغه ګام په وړاندې لاريونونه ترسره کړل .
رپوټونه وايي په هغه پريکړه ليک کې چې دملګرو ملتونو دامنت شورا لخوا خپور شوى داسرايئلولخوا بريديې غندلى اوددغه مسئلې په اړه يې دڅېړنوغوښتنه کړي .
ددغه بريدپه ترڅ کې دلسو تنوپه شاوخواکې کسان ووژل شوه اوپه لسګونو نورټپيان شول .
دملګرو ملتونودامنيت شورا ډيرى غړيولکه چين،روسې فرانسې په ځانګړې توګه دغه کړنه غندلي اوداسرايئلولخوا په غزه باندې دلګول شويوبنديزونو دپاى ته رسيدو غوښتونکې شوي دي
په ورته وخت کې په ترکې،برازيل او وينزويلا کې په زرګونوکسانو داسرائيلوپه وړاندې لاريونونه وکړه اوددغه عمل غندنه يې وکړه.
دترکې په مرکز اونورو ښارونوکې په لسګونوکسانوچې دترکې اوفلسطين بيراغونه يې له ځان سره ليږدول هم ددغه بريد غندنه وکړه .