کور / تازه خبرونه / غزني: ٥٠٠ مېرمني د خياطۍ پر دنده ګومارل شوي دي

غزني: ٥٠٠ مېرمني د خياطۍ پر دنده ګومارل شوي دي

دغزني ولايت دښځوچارو رياست څه دپاسه پنځه سوه ميرمنې دخياطۍ په دنده ګمارلي
دغه رياست وايي دامريکا دمتحده ايالاتونودپراختيايې ادارې په مالي مرسته يې بې وزله ميرمنې دښوونځيو دزدکوونکولپاره دجامودګنډلو په خاطرپه کار ګمارلي دي .
دغزني ولايت دښځوچارو رياست دخياطۍ کسب دميرمنو لپاره يو ښه کاربولي اودغوايدو دترلاسه کولو يوښه وسيله بولي او وايي ميرمنې دخياطۍ په برخه کې دفني ښوونو سربيره هره ورځ دشپږوڅخه تر څوارلسوډالرو پيسې هم تر لاسه کوي .
له بلې خو که څه هم يوشمير ميرمنې دورته پروګرامونو څخه خوښې دي خوداقتصادي ځان بـساينې لپاره داوږدمهاله پروګرامونو دپيل کيدو غوښتونکې دي .
دغزنې ولايت دښځو چارو رياست وايي تردې وړاندې هم ددغه ولايت څه دپاسه دوه سوه ميرمنوته درنګ مالۍ زدکړې ورکول شوي دي اوهغوى په کارګمارل شوي .
خودغزنې ولايت ميرمنې تل دکار دنشتوالې شکايت کوي اوپه دغه ولايت کې دميرمنولپاره دځانګړې يوبازار دپرانستلو غوښتنه کوي .