وسلوالوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ديونامالوم ځاي څخه لراوبرته وويلې چې تيره ورځ شاوخوا دوه بجې وروسته دماسپښين نه دکندوز بغلان په لويه لاره دعلې اباد په سيمه کې ديوکمين په ترڅ کې دپوليسوسره ستخته نښته رامنځ ته شوي چې دنوموړې په وينا په ياده نښته کې 12 تنه پوليس وژل شوې اوهمدارنګه هغه ديوطالب جنګيالې دوژل کيدوخبر هم تاييد وکړه.
دعلي اباد يوتن ځايي اوسيدونکې دنوم دنه ښوولوپه شرط وويل ويب پاڼې ته ته وويل چې په لويه لاره سخته جګړه رامنځ ته شوي ولې نوموړې يي دمرګ زوبلې په اړه دشمير مالومات نلرئ ، دواړوخواووته اوښتې دي. هغه دا هم وويل المانې ځواکونه چې په کندوز کې ميشت دي دګزمې لپاره بغلان ته روان ووچې دوسلوالو دکمين سره مخ شول اودهغوې پرځاي دپوليسوسره نښته رامنځ ته شوه. همدارنګه ديادي ولسوالې ولسوال هم پيښه تاييدکړه خوځانته يي هرډول مرګ زوبله يي په کلکه ردکړه .
دعلې اباد نښته په داسې حال کې رامنځ ته کيږي چې دوه ورځې وړاندي هم په ياده ولسوالې کې دلالا ميدان په سيمه کې وسلوالوطالبانو اوناټوځواکونو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوي وه چې ديولس کلن ماشوم دټپې کيدوترڅنګ دسړک دواړه غاړوته دغنموولاړفصلونوهم اوراخيستې ووچې له امله يې ولسې خلکوته تاوان اوښتې وو.