چي د همدې اقدام په خاطر يې د داسي سخترينو ستونزو او عذابونو سره مخ کړ چي نور څوک نه دي ور سره مخ سوي او نه به ورسره مخ سي اميه بن خلف چي يو ډېر طالم او مستبد سړى ؤ او د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه بادار ؤ او هغه يې مريى ؤ حضرت بلال رضي الله تعالى عنه به يې د (حره) نومي ميدان ته چي يو ډېر ګرم ميدان ؤ بوتلئ او د مکې غوندي په ګرم ځاى کښي به يې په سره غرمه کښي چي سايې ته به لا ژوند کول ستونزمن ؤ په لڅ بدن پر توده مځکه او سرو شګو پرې ايستئ او پر سينه به يې يوه غټه ډبره ور کښېښوده چي پر بل اړخ وا نه وړي او ورته ويل به يې چي د اسلام د دين څخه واوړه او که نه اوړې نو په همدې حالت کښي به مړ سې خو د ده ځواب يوازي او يوازي لکه په مخکنيو برخو کښي يې چي يادونه وسوه د (اَحَد، اَحَد) ؤ او چي کله به د ده د خولې څخه اميه بن خلف ځناور دا ځواب اورېده دونه به په قهر سو چي تک سور به واوښت او خپل خدمتګارانو ته به يې ويل چي په غاړه کښي يې يو تناو ور واچوئ او د ملکې په کوڅو يې و ګرځوي چي ټول خلک يې وويني تر څو د دې خپل اقدام څخه چي د يوې حقي لاري پيروي وه واوړي او د باطلي لاري پيروي ته بېرته مخه کړي خو دا د هغه ټينګ عزم او قصد چي د اسلام په هکله يې تر ډيرو پلټنو وروسته کړئ ؤ او هغه ور ته يو حقيقي ، رښتينئ، د بدو او ناروا کړنو پر خلاف يو جهاد کوونکئ تګ لاره د وګړو نيکو کارونو ، صله رحمي ، پاک لمنۍ او نورو ښو کارونو ته چي هم پکښي د دنيا او هم پکښي د آخرت ګټي وي رابلونکئ ثابت سوئ ؤ کله خامه ولاى سواى او يا يې پر هغه اغېزه کوله.
کله چي نبي پاک عليه السلام د اسلام د ستر لار ښود په حيث د حرا په غار کښي په داسي حال کښي چي په عبادت بوخت ؤ د اسمانونو او ځمکو د رښتيني مالک له لوري وټاکل سو او ور سره سم يې د همدې سپېڅلي دين د خپراوي چي يو الهي امر ؤ پيل وکړ او خلک به يې د اسلام سپېڅلي دين ته رابلل.
خو په لومړي سر کښي دا رابلنه د اسلام و سپېڅلي دين ته په پټه کېده ځکه چي کفار چي په هغه وخت کښي قدرت د هغو په لاس کښي ؤ هغه کسان به يې چي د اسلام دين ته يې غاړه اېښي او يا يې زړه ښه کړئ د سخترينو تکليفونه سره مخامخ کول او داسي څه به يې ور سره کول چي هيڅ د يوه بشر سره وړ او مناسب نه وه چي په همدې لاره کښي ډېر مسلمانان که نارېنه وه او که ښځينه وه د کفارو د شومو او ناروا هدافو داسي قرباني سوه چي ځينو لکه حضرت سميه رضي الله تعالى عنها خپل ژوند هم د لاسه ور کړ. او ځيني نور لکه عمار بن ياسر حضرت بلال رضي الله تعالى عنه لکه څنګه چي په مخکنيو برخو کښي يې د ژوند داستان ښه روښانه سو د همدې لاري قربانى سوه خو د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه سره بيا هم بخت ياري وکړه او حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه د اميه بن خلف څخه تر رانيولو وروسته ازاد کړ او د همدې بي سارو تکليفونو څخه يې خلاص کړ . او تر رانيولو تر مخه يې هغه ته وويل چي دغه مظلوم نور مه کړوه د حق تعالى جل جل له څخه و بېرېږه څونه ظلمونه پر کوې آخر يوه ورځ خو به لا د الله پاک جل جلاله و حضور ته درېږې او د يوې يوې زرې زرې حساب او کتاب به ور کوې او په پاى کښي يې ور ته وويل چي که دي زړه وي پر ما يې خرڅ کړ.
هغه ؤ چي په هغه طريقه يې ځيني رانيوئ چي په مخکنيو برخو کښي تېره سوه او کله چي د دوى دا سودا پاى ته ور سېده نو اميه بن خلف حضرت ابوبکر صديق (رض) ته وويل چي اې ابوبکره ! ته په دې سودا کښي ډېر سهوه سوې که ستا پر ځاى زه واى په يوه اوقيه مي هم نه رانيوه حضرت ابوبکر صديق رضي الله ور ته وويل چي ته د ده په قدر څه پوهېږې که زما څخه د ده د قدر په هکله پوښتنه وکړې نو زما ځواب به دا وي چي زه يې د يمن پر باچا هم نه ور کوم
“د زرو قدر د زرګر سره وي” چي تر دې مي د پښتو هغه متل را پياد سو چي واى
حضرت بلال رضي الله تعالى عنه ته د اسلام تر راوړولو تر مخه خلکو د يوه مريي په سترګه کتل او د مريي قدر خو هر چاته معلوم دئ چي څونه قدر يې ؤ مريى به خلکو په انسانانو کښي نه شمېره خو چي کله د اسلام په سپېڅلي دين مشرف سو د حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه سره به په يوه کتار کښي ولاړ ؤ او حضرت عمر رضي الله تعالى عنه به ويل چي حضرت ابوبکر صديق رضي الله تعالى عنه زموږ هغه سردار دئ چي زموږ سردار حضرت بلال رضي الله تعالى عنه يې د کفارو د مرييتوب څخه ازاد کړ. او د شهرت په هکله يې په ټول افغان سايټ کښي يادونه سوېده چي د نړۍ د زر ميلونو مسلمانانو څخه يې لږ تر لږ ٧٠٠ ميلونه مسلمانان پېژني او چي د هر مسلمان څخه که کوچنى وي که غټ وي پوښته وکړې چي د نبي پاک عليه السلام مؤذن څوک ؤ ځواب به يې د حضرت بلال رضي الله تعالى عنه د لوړ شخصيت يادول وي . پای