کور / تازه خبرونه / کرزى: که خلګ وغواړي زه استعفاء کوم

کرزى: که خلګ وغواړي زه استعفاء کوم

د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزي يو ځل بيا په قاچاق او اداري فساد کي پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل.
هغه وويل که هرڅوک د ده د فساد او قاچاق په هکله شواهد يا اسناد لري رامخته دي يې کړي، کنې له دې څخه ښکاري چي پر ده لګول سوي اتهامات ټول بې بنياده دي.
نوموړي د ققنوس آژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کي ويلي چي دى په کندهار کي د خلګو استازي توب کوي، که خلګ غوښتنه ځني وکړي ډېر ژر به استعفاء وکړي. هغه وويل چي نه د ولايتي شورا له رياست سره علاقه لري او نه يې کوم دولتي مقام خوښېږي.
نوموړي وويل چي دى په کندهار کي د عملياتو سره مخالف نه دئ، هر وخت يې د دغسي عملياتو ملاتړ په دې شرط کړئ دئ، چي عامو خلګو ته به يې تاوان نه رسېږي او سيمي ته به د بيارغوني او پرمختګ پروژې له ځان سره راوړي.
بلي خوا ته په افغانستان کي د ناټو عمومي قومندان جنرال مک کرسټال هم ويلي چي په کندهار کي دوى د احمدولي کرزي پر ضد د عملياتو کوم پلان نه لري، هغه د کندهار د خلګو استازى دئ او پر خلاف فيصله يې د هغوى کار دئ.