خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې پر اساسي قانون د څار د كمسيون د جوړولو لپاره كه څه هم د حكومت وروستې اقدام نيك بللې، خو ليكلي، چې دا كمسيون هله خپل واك تمثيلولې شي، چې د دولت، نړيوالې او مدني ټولنو ملاتړ ورسره وي.
ورځپاڼې د كمسيون په غړو هم غږ كړې، چې له قانون څخه د ناوړه ګټه اخستنې مخنيوي د ولس په وړاندې ددوى اساسي مسؤليت دې او پرې نږدي، چې چارواكي او ځواكمن خلك له قانون نه د ځان په ګټه ناوړه كار واخلي.
ورځپاڼې يو ځلې بيا د كوچيانو او هزارګانو ترمنځ د وروستۍ شخړې د هواري لپاره په شويو اقداماتو بحث كړې او هغه يې يو اړخيز بللې دي.
ورځپاڼې ليكلي، چې كرزې صاحبپ، چې د ښاغلي خليلي د زړه د ساتلو لپاره يى د كوچيانو په حقوقو سترګې پټي كړي، بايد پدې پوه شي، چې دا اساسي چاره نده او حقوق العبد دداسې دفع الوقت فرمانونو په وسيله چاته نشي بښل كيدلاى.
ورځپاڼه ليكي، چې د ښاغلي كرزي دا مصلحت انديشي او د كريم خليلي قوم پرستي نشي كولې، چې د تل لپاره د كوچيانو حقه او شرعي حق ترې واخلي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې سبانۍ ورځ، چې په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګه پرانستل كيږي د افغانانو د ملي ژوند يوه مهمه ورځ بللې او ليكلي، چې د ملت شپاړس سووه استازي به د سولې د راوستلو په اړه خپل بحثونه پيل كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې افغانانو دې جرګې ته زياتې هيلې پاللي او د جرګې غړو ته پكار ده، چې خپلې لوړې ملي ګټې په پام كې وساتي او په جرګه كې له فعال ګډون سره د سولې د راوستلو او وسلوالو مخالفينو سره د خبرو يو پراخ ميكانيزم جوړ كړي.
ورځپاڼې دا هيله څرګنده كړې، چې دا جرګه به په افغانستان كې تل پاتې سولې ته د رسيدو لپاره يوه پيلامه شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ولسي جرګې راروانو انتخاباتو ته د كانديدانو په اړه پورته شويو ځينو پوښتنو ته په پام سره غوښتي دي، چې ددوى په اړه كيدونكي شكايتونه دې په سمه توګه وڅيړلې شي.
سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په كونږ كې د امريكايي ځواكونو وروستۍ بمبارۍ، د افغانانو په وړاندې ددوى يو بل جنايت بللې، ځكه د ورځپاڼې په وينا پدې بمبارۍ كې امريكايي ځواكونو د كلسټر بمونه غورزولي.
ورځپاڼې ددې بمونو په چاودنه كې د څو ماشومانو د ګوتو پرې كيدلو ته په اشارې ليكلي، چې دا بمونه يوازې عامه خلكو ته مرګ ژوبله اړوي.
د ورځپاڼې په وينا د دا ډول بمونو كارول توليد او زيرمه كول د سره صليب د نړيوالې كميټې او د بشر د حقوقو د نړيوالو ادارو لخوا جنګي او بشري جنايت بلل شوې.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په وروستۍ شخړه كې د كريم خليلي په رول تبصره كړې او د هغه د كړنو په اړه پورته شويو شكايتونو ته په پام سره ليكلي، چې ښاغلي خليلي پدې مسئله كې نه يوازې قوم پالنه كړې، بلكه له دې مسئلې نه يى د ځان په ګټه سياسي ګټه پورته كړې.
باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره د استازو په ټاكلو كې د ځينو كړيو ثليقوي چلند ته په اشارې ليكلي، چې له سولې سره بايد كاسب چلند ونشي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې د يوې ځانګړې كړۍ په هڅه يو شمير تجربه لرونكي كسان، چې په جرګو كې د ګډون ښه سابقې لري پدې جرګه كې له حضور نه محرومه شوي دي.
ورځپاڼې ليكلي، كه ددې ستونزو سره سره دا جرګه وكولاى شي، چې په افغانستان كې د سولې د راوستلو لپاره څرګندې طرحې وړاندې كړي او د روانې ستونزې د سوله ايز حل لپاره حكومت قانع كړي نو بيا به يى هم خپل هدف ترلاسه كړې وي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ولسي جرګې ته د پر اساسي قانون د څار د كمسيون د غړو په ورپيژندنې بحث كړې او د حكومت او شورا ترمنځ شتو ستونزو ته په اشارې دا پوښتنه كړې، چې ايا ددې كمسيون غړي به له شورا نه د باور راى ترلاسه كړي.