کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولې افغانان بيا ښاغلي ولسمشر حامد کرزي ته رايې ورکوي؟

ولې افغانان بيا ښاغلي ولسمشر حامد کرزي ته رايې ورکوي؟


په لر او بر افغان وطن که د جگړې او تاوتريخوالي روانه لړۍ  د تېرو درېشو کلونو په غميزه کې نشو کتلاى بلکه دا هم هغه جگړه ده چې رنجيت سنګ لا پخوا د افغان/پښتون وطن د نيولو لپاره پيل کړې وه، خونومونه يې بېل بېل دي .ګران او ازاد افغانستان يی د سره اور په لمبو کې و سوځاوه ،په ګران وطن کښي يې د ټبرونو او قامونو تر مينځ  د کرکې او بدۍ بوټي و کرل، ګوند يې په ګوند و وهلي،مّجاهد يې په مّجاهد،د شيعه او سني فساد يې هم له پنجابه زموږ  خاوري ته راوړي. افغانان يې خپلمنځي جنګوونو کې د اور ژورې کندې ته ورپورې وهل.ددې جگړه لپاره يې نو د جهاد کارولى خو له دواړو خواوو به مّسلمان افغان وږل کيدي او په نتيجه کښي  افغان مېندې او پلار ونه بې ځامنو ،افغان خوندي کونډي او ماشومان يتيمان شو.کله چې يې افغان ولس د جهاد په نامه خپلو کې سره ووژلى او ستړى کړ.نو يې ډيرپه بيشرمى سره پاکستاني پوځ د طاليبانو په نوم پر ګران وطن ورتپلى او نوم يې بيا د جهاد ورکړي،کېداى شي ډير سپيڅلي او په رښتيا په دين مېن طاليبان په کښي وو خو دوى د پنجابي اسخباراتي ادارې اس اېس اى په دسيسو او چلونو نه وو خبر لکه هغه درحمت شاه سايل شعر دى


 ”پردى ټوپک دى پردى سنگر دى دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم”


چې دا جهاد نه بلکې د پنجابي او افغان په جنګ کې د ځان خلاف يې جگړه پېل کړى يانې پر خپله خوا يې ډزې کولې.اوس دا ثابيته شوې چې ،اي ايس اي او جنرال نصيرالله بابر مني چې طاليبان دوي جوړ کړل .د پاکستان څه مّرام وي او بيا څه وشول په دي ټول لر او بر پښتون/افغان تر پرون ورځ نن ښه خبر دي.په ګران او ازاد افغانستان کښي ټوله ولس نور د پاکستان په هرا دسيسه ډير ښه پوهيږي او په ډيره مينه او لېولتيا خپله سېځل شوې او ړنګه شوې جونګړه يا د اسيا زړه بيا جوړوي.


د ګران افغانستان ملي اداري بيرته د اسمان په لوري جګيږي  چي د هر هيواد په  پرمختګ کي د ملاد تير حيثيت لري.په هر لوري گهيځ مهال ماشومانو په خندا خوښۍ سره  دښونځيو په لوري روان وي او اوس يې شميره نژدې شپږ ميليونو ته رسېږي..خو له بده مرغه په هغه سيمو کښي چي پښتانه اوسيږي د بيا رغوني کارونه لږ ورو دى او علت يې د وطن دښمنانو د پنجابي اي ايس اي په لاس بيت او قسم خوړلى دي چي دوي به په وطن کښي هيڅ قسمه پرمختګ نه پريږدي چي له دوي څخه دا اي ايس اي جنرال خوشاله وي او د وطن په بربادي او د وطنوالو د وينو په بدل کښي د دوي وږي خيټي مړي او جيبونه تاوده وي.


له داسي خلګو دا هيله کول چي دوي به وطن ته خير راوړي او داسي خلګو ته غوږ نيول ګناه کبيره ده او بايد ټوله افغانان له داسي وطن پلورنکو چي لکي يئ په راولپنډي کښي دا اي ايس اي دا يوه تورمخي او پښتون/افغان دښمنه پنجابي جنرال تر بوټانو لاندي وي مخ و ګرځوي او له نورو افغانانو وروڼو سره لاس په لاس او اوږه په اوږه د خپل ګران وطن په بيا رغونه او دا ټولو افغانانو د خوشالي په رښتيني جهاد کښي خپله برخه واخلي ،که موږ ننى افغانستان د ١٩٩١ مې له کلونو سره پرتله کړو چې هغه مهال پاکستاني مليشې پکې واکمني وې نن موږ په ګران او ازاد افغانستان کې ډير بدلونونه ليدلي دي.


افغانستان يو اسلامي جمهوري اساسي قانون لري ،تر يوه چتر لاندي ټوله ژبې ،مذهبونه  او قامونه ناست دي او لکه وروڼه دا وطن په ستونزو او د هغو دهواريدو په لارو خبري کوي،ټوله ګوندونه په پارليمان کي غړي لري .هغه ګوندونه چي په خوا د يوه بل دښمنان وو اوس په ملي پارلمان او نورو ملي ادارو کې د خپل هېواد د بيارغونې او جوړونې لپاره يې مټې بډ وهلې دي افغان .مّلي پوځ او ملي پوليس لرو ،د ژوند رڼا بيرته  ګران افغانستان ته مخ را اړولى دى ږد پنجابي او پاکستان هره دسيسه ناکامه شوېده او ټوله نړي په دي فکر رسيدلي ده چي د ترهګري،بنيادپرستي او فرقه پرستي سرجينه پاکستان او اى ايس اى ده.


که دا ټولو بدلونونه ته پام وکړو او ويې څېړو نو په له ورايه جوتېږى چې اوسنى ولسمشر ښاغلى حامد کرزى په ډيرو سختو شرايطو کښي يې د وطن  جوړيدو او له وطن څخه د دښمن د اډو د ختمولو لپاره يې ملا تړلېده.موږ بايد يوې خبرې ته ډير پام وکړو او هغه دا چي کله ښاغلي حامد کرزى ولسمشر شو هغه وخت افغانستان وران وو او يوې اورږدې خونړۍ جگړې وهلي وو که موږ دا هيله وکړو چي افغانستان  په څو کلونو کې لندن،پيرس او يا دوبۍ جوړه شي نو دا به هغه متل وي چې يوه مور ځوي و ځيږوي او  په دويمه ورځ  په کلي کې واده ورله غواړي .


ګرانو افغانانو زموږ ته لوي مزل پاتي دى او دافغانستان د ښه سباون لپاره دا ډيره اړينه د چي د اوسنۍ پروسه دوام و لري او په دي خاطر بايد ښاغلي حامد کرزى بيا ولسمشر شي چي خپل د ملي پخلاينې او ملي بيارغونې بهير ترخپله منزله ورسوي.