کور / تازه خبرونه / بمي چاودنې پنځلسوتنو ته مرګ ژوبله واړوله!

بمي چاودنې پنځلسوتنو ته مرګ ژوبله واړوله!


پرون دچهارشنبې په ورځ دپكتيا ولايت دڅمكنيوپه ولسوالۍ كې يوه بمي چاودنه وشوه چې له امله يې يوتن مړاوڅوارلس ټپيان شول ددې پېښې پړه تراوسه پورې چا پرغاړه نه ده اخيستې . ديادې ولسوالۍ ولسوال سعادت خان دا پېښه مني او وايي: چې يوتن عام وګړى وژل شوى اوڅوارلس تنه ټپيان ټول ملكي وګړي دي.


له بلې خوا دڅمكنيو ولسوالۍ دروغتون چارواكى چې نه يې غوښتل نوم يې واخېستل شي رسنيوته وويل چې: تراوسه موږته ديارلس تنه ملكي وګړي دتداوۍ له پاره راوړل شوي دي،چې په هغوكې يوتن مړهم شامل دى اوپاتې دوه تنه شديد.ټپيان يې دتداوۍ له پاره بګرام ته وړي دي.  په سيمه كې عيني شاهد محمد ادريس رسنيوته وويل چې: چاودنه دومره زوره وره وه چې دګڼ شمېر دوكانوښېښې يې ماتې كړې دي، وژل شوى كس اوټپيان ټول ملكي وګړي دي . داپېښه په داسې وخت كې رامنځته كيږي چې نن په همدې ولسوالۍ  كې د۷ولسواليوقومي مشران دمخاليفينوسره د جوړجاړي په اړوند مشورتي غونډه كوي. 


 پاتې دې نه وي، چې دا لومړۍ ځل نه دى چې په ياده  ولسوالۍ كې داډول پېښه رامنځ ته كيږي بلكې دې ته ورته نورې پېښې هم شوې دي چې ګڼ شمېرعامو وګړو اودولتي چارواكوته يې مرګ ژوپله اړولې ده.