کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دډیورنډتړون دحقوقواوسیاست په تله کی

دډیورنډتړون دحقوقواوسیاست په تله کی

نیټه : ۹/ ۶/ ۲۰۱۰

زیری

ګرانولوستونکو! دکتابولوستلومینه والوته یوپه زړه پوری زیری لرم. په دی ورستیو په ویبپاڼه کی یوډیرپه زړه پوری کتاب چیnahimi.dk/pashto وختونوکی می دهیوادپیاوړی لیکوال اوسیاست پوه ښاغلی ډاکټررحمت ربی زیرکیار په کوښښ په ډیرمستندډول د(دډیورنډتړون دحقوقواوسیاست په تله کی) ترنامه لاندی په یادشوی ویبپاڼه کی پر لیکه شوی دی، په خوراژوره توګه اوپوره دقت می څوځله ولوستی. ترهرڅه دمخه زیرکیار صاحب ته ددی په زړه پوری اثردخپرولومبارکی وایم. ښاغلی زیرکیارصاحب ته دی نوربریالیتوبونه هم خدای ورپه برخه کړی چی په همدی ډول دهیوادوالوپه چوپړ کی په زړه پوری لیکنی وکړی. دښه صحت او سلامتیادوعاورته کومه.
غواړم په لنډډول دلیکنی پرځینوټکومکث وکړمه:
داچی انګریزی ښکیلاک ګروپه ډیره سپين سترګی په (۱۸۹۳ز) کال کی زموږدیو موټی هیواددزړه په منځ کی خنجرتیرکړی پیړی به تیری شی، دهیوادډیرزلمیان به دهیواددیوموټی کیدولپاره خپل سرونه قربان کړی. ولی یوڅه چی زه باورورباندی لرمه، هغه داچی ددووړنوکورګوټی په داسی لیکو(پولو)نه سره بیلیږی. (اوبه په ډانګ نه بیلیږی) . زموږدټولوهیوادوالودوروستنی څه دپاسه دیرشوکالوکړاونه چه همدااوس په خپل ټول زورباندی دوام لری، یاددی اوهره ورځ یی څارو. ډیری هڅی وشوی چی هیوادپه جنوب اوشمال وویشی ولی بری یی په نصیب نه شو. داځکه چی دادڅوواکغوښتونکوناشومی هیلی وی. چی ولس یی پرمخ ناړی ورتوپ کړی.دهیوادقومونه یی سره وجنګوله. ولی پایله یی داده چی داهیواداوولس که هزاره، پښتون، ازبک، تاجک اویابل هرویاړلی قوم دی، په پوره ورورولی او یووالی به ژوندسره کوی، لکه په پیړیوباندی چی په ګډه دویاړلی ژوندویاړګټلی دی.

دزیرکیارصاحب کتاب لاخپورشوی نه وه چی یوارمان یی پوره شوهغه داچی دډیرو کلونوترتلاښ وروسته پاکستان ومنله چی داسیمه دی پښتونخواوبلل شی. دابری دی هم مبارک وی.

ددی لیکنی په یوه برخه کی دامیرعبدالرحمن خان دخولی ډیرپه زړه پوری مطلب می ولوستی. دا مطلب ښاغلی محمدسروررڼا دبهرنیوچارودوزارت په ارشیف کی لوستی چی په دی ډول بیان کوی: « بخلف من، تااخرین روزیکه زنده باشم در موردتعین حدودسرحدات افغانستان باهندبرتانوی یک قدم پیش نمیروم وهمچنین میګذارم ونامه های انهاراجواب میګویم که جبری وتحمیلی بودن این قراردادثابت باشد، امیددارم فرزندانم که دراینده روی کارمی ایند بتوانندانقدرقدرت تهیه کنند که ازحق خوددفاع وبه قراردادشایسته حدودافغانستان را تعین نماید.» دران علاوتاً چنین نوشته:«..من فکرمیکنم دراینده قریب مردم هندومسلمان بیدارشده ازحق ازادی خوددفاع کنندوبه احتمال قوی دوهندوستان به وجودخواهدامد. هندوستان هند و هندوستان مسلمانان. هند مسلمانان باکشورماهم سرحدوشایدباعث دردسر فرزندانم شود.»
محمدسروررڼاچی دغه یادونه ولیدله«معجزه امیرعبدالرحمان خان» یی ونوموله. دهغه مهال دبهرنیوچارووزیرته یی چی وښودله، هغه هم له دری ځلی لوستنی نه وروسته « معجزه امیرعبدالرحمان خان» وګڼله.

کله چی ماداکرښی ولوستی نولږه بی باوری می هم په ټینګ باوربدلون وموندچی دا هیوادداټک څخه تراموپوری یوموټی هیواددی. اوس خوپاکستان ته ښه بهانه په لاس ورغلی چی خپل روزلی ترهګریی داسی لمسولی دی چی په دی سیمه کی ځای ونیسی . دقومونومشران ووژنی اوهم دوی(پاکستان) اونړیوالوته موقع په لاس ورکړی چی دابی واکه خلک دپردیوترهګروپه ګناه ووژنی. باورلرم چی دشرقی اوغربی المان په څیربه یوواحدملت جوړیږی اوهیڅوک دافغانستان یویوموټی ملت سره بیلوالی نشی. غواړم خپله لیکنه دکتاب په یوه ښکلی شعرچی ښاغلی عبدالروف رفیقی لیکلی دی پای ته ورسومه:

دهرقبرسرته جګی تیږی توری
دلته مړدقبرلاس راباسی جنګ کړی
میرویس خان اواحمدشاه یی پس له مرګه
لالګیا دی دافغان په نامه ننګ کړی


ګرانواومعززولوستونکو! نورموتلوسه نه ډیرومه. تاسوددی تارخی کتاب لوستلوته رابولم. په درنښت ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍