موږنن دتمدنونودټکر په زمانه کی ژوند کوو نن داسلامی اونورو تمدونو ترمنځ ټکر روان ده دا برید داسلام مخالفو ځواکونو له لوری پیل شوی دی او اسلام د دفاع په حالت کی دی ز موږ ادعا دمیډیا تشه اوپوچه خبر یاتبلیغات ندی بلکی دایو حقیقت دی ځکه ددی تیوری سرخیل سمویل پی واټنګټون Semoil p watingtonپه خپل کتاب دتهذیبونو ټکرclash of civilizationsکی داخبره په ډاګه کړی ده دی دخپل کتاب په څلرمه برخه کی کاږی : لویدیځ له خپلو لوړو دعوو سره له نورو تهذیبونو سره د ټکر په حالت کی دی په دی لړ کی دلویدیځ ډیر ویروونکی ټکر له اسلام او چین سره را منځته کیدونکی دی دی وایی اسلام او چین ستر تهذیبی عنعنات لری چی له لویدیځ نه لوړ دی او ددوی په فکر له لویدیځ نه په هرصورت لوړ دی دلویدیځ په وړاندی د دواړو ځواک زیاتیږی او ددوی او لویدیځ په منځ کی دملی ګټو په سر شخړی په زیاتیدو دی
په دی لړ کی که دهغه له کتاب څخه نور اقتباسات را اخلوخبره اوږدیږی نو په دی یوه اقتباس بسنه کووداټکر که څه هم ډیر اړخیز دی خو خطرناک اړخ یی دمیډیا او مطبوعاتو دی او دمطبوعاتو اساسی توکی او وسلی توری او اصطلاحات دی دتمدنونو ددی ټکر په لړ کی ډیر ویروونکی اړخ دتوریو او اصطلاحاتو کمزوری ده کوم لوری چی په دی برخه کی ځواکمن شی هغه بریالی او کمزوری لوری ناکام دی او زموږ شرعی توریو او اصطلاحاتو ته دښمن ځیر دی او له د ننه څخه دهغو دتغیر اوبدلون له پاره هڅی کوی او دا هڅی موږ په دوو ډولونو ویشو :
لومړۍ : له شرعی اصطلاحاتو اوقرانی توریو سره جګړه او دهغو له منځه وړل
دویم: دداسی اصطلاحاتو رامنځته کول چی په ګیډه کی یی حق اوباطل دواړه پراته وی
په دی کی دشک ځای نشته چی لویدیځوالو دفصیحی عربی پر ځای دعامی عربی دترویج له پاره کاراوهڅی کړی دی او ددی کار له پاره یی په مصر او عربی نړۍ کی خپل اجیر لیکوالان او پوهان ګومارلی وو خو کله چی په دی کار کی بریالی نشول کوښښ یی پیل کړ چی هغه تعبیرات تغیر کړی چی اسلامی حیثیت او ارزښت لری په دی موضوع وروسته په تفصیل سره ګړیږو لومړۍ راځو دی خبری ته چی دشرعی توریو او اصطلاحاتو ساتنه څومره ضروری ده
په شریعت کـی ددیـــــــــــــنی اصطلاحاتو دساتنی اهمیت
دشرعی توریو او اصطلاحاتو غیاب اوتغییردنبوت داثارواو نښو دله منځه تللو په معنی ده امام ابن تیمیه وایی په ځینی وختونو او زمانو کی کله دنبوت اثار او نښی پټی او تغیر شی نو هغه څه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم پری مبعوث شوی و خلک یی نه پیژنی ځکه چی توری پټ شی نو معناوی هم ورسره ورکی شی اوپه دی صورت کی خلک دجاهلیت په تیاروکی پاتی شی ځکه دنبوت نور پټ شی اوپه دی وخت کی شرک زیات شی خلک په ډلو وویشل شی او دا فتنی له هغو فتنو نه کمی نه دی چی دجګړو په سبب را منځته شوی وی او عملی اوقولی دواړه فتنی جاهلیت دی لکه مالک بن انس رضی الله عنه چی ویلی دی : کله چی علم کم شی جهل ښکاره شی او چی کله دنبوت اثار کم شی نو نفسی غوښتنی ښکاره شی دشرعی محرماتو له پاره چی کوم نومونه ایښودل شوی دی دهغو په تغیر سره خلک په هغو محرماتو باندی ور زړورکیږی اودهغو اهمیت کمیږی دبیلګی په توګه شراب (خمر) دیوه سخت حرام مشروب نوم دی او په دی نامه سره دمسلمان ذهن ته دهغو سخت حرمت ورلویږی خو که دانوم تغیر کړل شی او روحی مشروب وبلل شی بیا یی هغه اساسی موخه او اهمیت ختمیږی او دحرمت ویره یی دمسلمان په زړه کی کمیږی او دارازرشوت یو ه لویه ناروا ده چی په دی نامه سره داکار مسلمان دبی غیرتی او سپک عمل بولی خو که دانوم تغیر کړل شی او په ډالۍ یاشیرنی سره ونومول شی نو هغه دحرمت ویره یی کمه شی او نن موږ ددی ستونزی په خپله شاهدان یو هر ځای داناولی ناروغی دخپل اصلی نوم په تغیر سره زیاته شوی ده یاد بیلګی په توګه داسلام دپیغمبر په اړه سپکی خبری کول (نعوذبالله)یاد نورو شرعی مقدساتو دسپیڅلتیا خیال نه ساتل او دا دلویدیځ دنوی اصطلاح ترسیوری لاندی چی هغه دبیان ازادی بولی په دی اصطلاح سره نن خلک دی ناوړه کار ته تیارشوی دی او په اسلامی هیوادونو کی ځینی لویدیځ ځپلی خلک داسی خبری کوی نو په دی کی شک نشته چی دشرعی توریو او مصطلحاتو ساتنه ضروری ده او په دی توګه سره کیدلی شی چی اوسنی اسلامی امت له پخوانی امت سره په اړیکه کی پاته شی او مخکی چی کوم التزام او دشرعی اصطلاحاتو احترام شتون لاره هغه به خوندی پاتی شوی وی اوکه اسلام دښمنه ځواکونه ددی اصطلاحاتو دبدلون هڅی کوی هغه به خلک پیژنی چی دا زموږ اساسیات راڅخه غلا کوی او له خپل دین نه مو لیری کوی
شرعی اصطلاحات او توری لکه لمونځ ، زکات، کفر،ایمان ، جهاد او نور داسی محترم دی لکه دهغو معناوی چی څومره داحترام وړ دی ددی اصطلاحاتو ساتنه لازمی او دهغو تغیر لو ی جر م دی دا چی په څه ډول په قرانکریم او نبوی سنت کی راغلی اوکارول شوی دی باید هغه ډول وکارول شی ددغو په تغیر سره ددوی احترام له منځه ځی بلکی دینی واجبات رواجی اوتقلیدی عملونه ګرځی او هغه روحانی ارزښت یی له منځه ځی کوم چی شریعت ورکړی دی په دی توګه به دینی واجبات دپلرونو او نیکونو راپاتی عملونه بلل کیږی نه داسی چی هغه له الهی وحی نه صادر شوی
یوه شرعی اصطلاح دیوه داسی عمل اوشی نوم وی چی هغه پوره تفصیل لری دهغو مخصوص مفهوم وی او له هغه سره اسلام نور احکام او تعلقات تړلی وی نو ددوی تغیر اصلا دهغه مفهوم دتغیر په معنی ده او له هغه سره چی کوم لوازم وی دهغو دبدلون په معنی ده دبیلګی په توګه نن لویدیځوال او هغوی ته مایله مسلمان پوهان ډیر کوښښ کوی چی د(کافر)توری تغیرکړی او په نامسلمان یا بل کوم نوم سره یاد کړل شی په دی اړه ما دډیرو سترو مسلمانو لیکوالانو او علماو لیکنی لیدلی دی چی کافر نامسلمان یا غیر مسلم لیکی او یادوی دا کار که په هرڅومره ښه نیت کیږی ناروا ده ځکه دانوم قرانکریم او نبوی سنت کارولی دی او موږ یی باید هغه شان وکاروو او بل ددی نامه په مفهوم پوری په اسلام کی دموالات بحث تړلی دی له هغو سره داړیکو له پاره اسلام خپل اصول او اخلاق لری ددی نامه په تغیر سره اخر په هغه باب کی تغیراتو ته لاره پیدا کیږی او دا ډو ل تغیرات قرانکریم منعه کړی دی وتل ما اوحی الیک من کتاب ربک لا مبدل لکلماته ژباړه : تاته چی دخپل رب له لوری دکوم کتاب وحی شوی ده هغه تلاوت کړ ه دهغه توری څوک نشی بدلولای . لا مبدل لکلماته واضحه او صفا جمله ده او دایت په پیل کی هم دتلاوت امرشوی دی علماوایی دلته له تلاوت نه اتباع مراد ده یعنی دالهی وحی پیروی وکړه او دهغه کتاب له عدل او نیا و نه ډک ده په هغه کی ټوله اصلاح پرته ده دهغه کلمات پوره دی بدلون نلری قرانکریم بل ځای وایی وتمت کلمة ربک صدقا وعدلا یعنی ستاد رب خبره او کلمة درښتیا او عدل له پلوه پوره شوی ده امام ابن تیمیه وایی : دهغه څه پیژندل چی موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم راوړی دی او دهغه شیپیژندل چی دقران او حدیثو په الفاظو سره هغه مراد کړی وی دهغو اساسی علم ده او دایمان ،نیک مرغی او خلاصون لاره ده
دارازپه حدیثو کی هم دشرعی الفاظو دساتنی ټینګارشوی دی لکه په یوه حدیث کی راځی : لاتغلبنکم الاعراب علی تسمیة العشاء العتمة اعرابو به عشاء (ماخستن) عتمه بلله نورسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دوی دی په دی نامه کی پرتاسو غالب نشی یعنی خپل نوم کاروئ دلته که څه هم په ځینی اثارو کی دعتمه توری دکارونی جوازراغلی دی خو په هرصورت دحدیث مطلب واضح ده او هغه دشرعی نومونو دساتنی اهتمام ده دمشکوة شریف په یوه حدیث کی دویده کیدلو پرمهال یوه دعاراغلی ده رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه صحابی ته دادعا ورښووله خو هغه یی په یوه توری کی تغیر وکړ رسول الله او رسول الله له هغه تغیر نه منعه کړ دعا داسی ده : اللهم انی اسلمت وجهی الیک وفوضت أمری الیک والجئت ظهری الیک رغبة ورهبة الیک لاملجأ ولا منجأ منک الا الیک اللهم امنت بکتابک الذی انزلت وبنبیک الذی ارسلت . هغه صحابی ددی وروستی جملی پرځای وویل وبرسولک الذی ارسلت یعنی دنبی توری یی په رسول سره تغیر کړاو له دی تغیر نه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه منعه کړ دلته که څه هم په دی تغیر کی دمعنی دبدلون خبره نشته او له وروسته )ارسلت)توری سره رسول توری ښه هم لګیږی خو رسول الله چی کوم توری ورښوولی و
دهغه له تغیر نه یی منعه کړ
نوی اصطلاحات اوپه اسلامی امت دهغــــــو ناوړه اغــــــــــــــــیز
توری ،اصطلاحات او جملی دتمدنی جګړو وسلی دی دباطل تمدن او غیرانسانی اوټیټ تمدن یا بدعتی اوله اسلامه کوږ حالت د نابودولو او له هغوسره دمقابلی له پاره داصطلاحاتو سمون او دتورو سمه کارونه مهمه ده ځکه خو داسلام په پیل کی رسول الله صلی الله علیه وسلم کوښښ کړی دی چی دجاهلیت نومونه تغیر کړی او هغه اصطلاحات له منځه یوسی په حذیثوکی په دی اړه پوره تفصیل پروت ده لکه دعاصیی نوم په جمیله بدل شوی دارازدځینی صحابه و نومونه لکه عبدشمس اوداسی نور نومونه یی بدل کړی دی داراز له دی جملی نه یی منعه کړی ده چی ویل کیدل به :مطرنا بنوء کذاوکذا یعنی فلانی ستوری پرموږ باران وکړ یالکه له خدایه پرته په بل شی دسوګند کولو چی په حدیث کی منعه راغلی ده
توری او اصطلاحات ډیر مؤثر وی او پر اوریدونکی باندی اغیز کوی لکه موږ وویل دتمدنی جګړی وسله همدا توری او اصطلاحات دی دحق اوباطل په منځ کی دګډوډی له پاره همدا توری کارول کیږی په یوه حدیث شریف کی دوروستی زمانی په باره کی یوه وړاندوینه شوی ده دحدیث یوه برخه داسی ده :……….. ستقذف العرب قتلاهم الی البحر وستکون اللسان فیه احد من السیف یعنی عرب به خپل مړی بحرته وغورځوی اوپه دی جګړوکی به ژبه له توری نه ډیره تیره وی (پټه دی نه وی چی ددی حدیث مخرج ندی راته معلوم) داد ژبی دتیره والی دحالت نن موږ شاهدان یو نن چی کومه جګړه په میډیاوار سره یادیږی هغه له نظامی بریدونو او تیریو نه ډیره سخته ده میډیا ووار نورڅه دی همدا دتیری ژبی چلول دی په قرانکریم کی په یوه ایت کی مسلمانانو ته دیهودو ، نصاراو اونورو مشرکینو له خوا دستونزو دایجادولو په لړکی وایی : لتبلون فی اموالکم وانفسکم ولتسمعن من الذین اوتوا الکتاب من قبلکم ومن الذین اشرکوا اذی کثیرا دلته که دلتسمعن نوری ته ځیر شو هم خبره روښانه ده اوریدل کیږی خو خبری او اصطلاحات او په دی کی شک نشته چی دداسی باطلو خبر او ناروا اصطلاحاتو په اوریدلو سره دمسلمان زړه ټوټه کیږی نو ددی راز په پیژندلوسره لویدیځوال هڅی کوی چی داسی اصطلاحات را منځته کړی چی هغه په یوه وخت دحق او باطل دواړو معناوی ولری
دا اصطلاحات اوس په لویديځه میډیا کی بیخی ډیری کارول کیږی او له مختلفو لارو یی دتعمیم او خپراوی هڅی کیږی دبیلګی له پاره دلته څو را اخلو او لنډی خبری پری کوو لکه ددین نوی تعبیراوتجدید چی دوی یی په ماډریټ اسلام سره نوموی ،دفقهی تجدید اوتطویر،اسلامی مساوات ، دینی افراط ، درأیی ازادی اوداسی نور داداسی اصطلاحات دی چی حق او باطل دواړه پکی نغښتی دی ددی اصطلاحاتو ځینی داسی دی چی دینی احکام له منځه وړی یا ددینی معتقداتو تنقیص پکی راځی اویا خو بیخی دین تغیروی او لویدیځوال تهذیب ترویجوی
داد باطل او حق ګډوالی هغه ستر جرم ده چی قرانکریم په دی الفاظو رد کړی دی : ولا تلبسوا الحق بالباطل وتکتموا الحق وانتم تعلمون یعنی حق له باطل سره مه ګډوئ او مه یی پټوئ په داسی حال کی چی تاسو پوهیږئ ددین نوی تعبیر او تجدید یوه داسی اصطلاح ده چی حق او باطل دواړه پکی نغښتی دی موږ دتجدید دین اصطلاح له ډیر پخواراهیسی پیژنو چی هغه دهغوشرعی احکام دښکارونی په معنا ده چی په خلکو کی کمزوری شوی وی او دمنکراتو او بدعتونو دله منځه مړلو کار ته د دین تجدید ویل کیدل دأمت په تاریخ ددی ستر کار له پاره راپورته شوی خلک په مجددینو سره نومول شوی دی او دا اصطلاح له هغه نبوی حدیث نه اخیستل شوی چی وایی :ان الله یبعث لهذه الأمة علی رأس مأیة سنةمن یجدد لها دینهایعنی الله جل جلاله سل کاله وروسته دی أمت ته داسی څوک رالیږی چی دوی ته ددوی دین نوی کړی خو نن چی کومه نوی اصطلاح کارول کیږی داپه ظاهره له دی سپيڅلی اصطلاح سره یوشان مالومیږی او سطحی نظره خلک فکر کوی چی داخو سم او پرځای کار دی خو اصلا داسی نده اوس خو ددین له نوی تعبیراو تجدید نه ددین تحریف مراد ده اوس خو له مسلمانانو غوښټل کیږی چی لویدیځوال ثقافت او تمدن سره له ټولو ښو اوبدو ومنل شی او که په اسلام کی ددی تمدن په خلاف کوم شی وی هغه باید تغیر او تبدیل کړل ددین دنوی تعبیر یا ماډریټ اسلام دشعار پورته کوونکی مطلب داد ه چی دلویدیځ تمدن ته دی غاړه کیښودل شی او دنوی زمانی چی کومی غوښتنی دی هغه باید ومنل شی او دقران تفسیر او دحدیثو تشریح باید له نویو میتودونو سره سمه ترسره شی اونعوذبالله داد دین تحریف او بدلولو په معنا ده ددی مطلب داده چی سلفو او صحابه کراموله اسلام نه کوم ډول تعبیر لاره هغه باید شا ته وغورځول شی او نوی تعبیر باید پیدا کړل شی نو دا اصطلاح له طاهری سادګی سره په منځ کی دومره خبث او فسادلری چی ددی اصطلاح رامنځته کوونکی غواړی اسلام دعیسائیت اویهودیت په څیر تحریف کړی او دادین درواج او کلتور یوه برخه وګرځوی او کوم ژوندی والی او مسقل تمدن چی په دی دین کی پروت ده هغه خنثی کړل شی یریدون لیطفؤا نور الله بافواههم ویأبی الله الا أن یتم نوره
داراز دفقهی دتطویر او تجدید هم په ظاهره مطلب داده چی باید فقه له معاصرو میتودونو سره سمه تدوین کړل شی خوحقیقت بل شی دی په مسلمانانو کی دترویج له پاره په ظاهره داسی ښودل کیږی اساس موخه داده چی ځینی فقهی احکام تغیر کړل شی لکه جهاد او اسلامی ولاء او براء او داسی نور ډیر ځایه لیدل شوی او اوریدل شوی دی چی ویل کیږی باید په قرانکریم کی دجهاد په ایتونو کی ترمیم وکړل شی او داغږ په اسلامی هیوادونو کی ځینی دکږو فکرونو خاوندانو پورته کړی دی بلکی په ځینی عربی هیوادونو کی داسی غوښتنی شوی دی چی دنصاب په دینی کتابونوکی چی دجهاد په اړه کوم ایتونه راغلی دی او یا د یهودو په مذمت کی کوم ایتونه راغلی هغه باید تغیر او یاحذف کړل شی نعوذبالله یوله دی واردوشویو اصطلاحاتو نه دا ده چی وایی اسلام دمساوات دین دی داخبره سمه نده او دا هغه اصطلاح ده چی حق اوباطل دواړه پکی پراته دی په دی ځای کی سمه او مناسب داده چی وویل شی اسلام دعدل دین دی او هر مستحق ته یی خپل حق ورکړی دی داسلامی مساوات په اصطلاح سره خو ذاسی ویل کیدلی شی چی نر او ښځه برابر دی مسلمان او کافر برابر دی او داسی نورپه اسلام کی ښځه او نر نه دی سره برابر بلکی اسلام داسی کړی دی چی ښځی ته یی خپل حقه حقوق ورکړی دی اونرته یی خپل حقوق ورکړی دی ځکه خو په قرانکریم کی داسی ایت نشی پیداکیدلی چی دتسویی امر پکی شوی وی لکه دعدل په باره کی چی ایتونه راغلی دی :ان الله یأمر بالعدل والاحسان ……او داراز : واذاحکمتم بین الناس أن تحکموا بالعدل او لکه قرانکریم چی امر کوی : اعدلوا هو اقرب للتقوی او داسی نور
دمشتبه توروکارونه نارواده
په قرانکریم کی مسلمانانو ته امر شوی دی چی تاسو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته داسی مه وایئ چی (راعنا)یا ایها الذین امنوا لاتقولو راعنا وقولوا انظرنا ددی ایت دنزول شالید داسی دی چی په مدینه منوره کی چی کوم یهود اوسیدل هغوی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره سخته دښمنی لرله صحابه کراموبه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دخبرو په مهال داخبره هم کوله چی راعنا یعنی زموږ رعایت وکړه او دارعنا توری په یهودو کی دښکنځل په معناو نوهغوی چی کله داتوری له صحابه و نه واورید په خپلوکی یی وویل چی موږ په پټه رسول الله ته ښکنځل کوو راځئ اوس یی په ډاګه ورته کوو نو هغوی به راغلل او له مسلمانانو سره به درسول الله خواته کیناستل او ورته ویل به یی راعناپه دی خبره سره به دوی خوشالیدل او په خپلوکی به یی سره خندل ددوی داحالت سعد بن معاذ رضی الله ولید اوهغه ددوی په ژبه پوهیدی نوورته ویی ویل په تاسو دی دخدای لعنت وی ای یهودو زما دیپرخدای قسم وی که ستاسو له کوم یوه نه می بیا داخبره واوریدله زه به دهغه سر ووهم اوپه دی موضوع کی دالوړ ایت شریف نازل شو
مسلمانان هم ددی توری له کارولو نه منعه شول که څه هم هغوی داتوری دیوی عادی جملی په توګه کاراوه او هیڅ بده موخه یی نلرله خو مسلمانان له دی نه ځکه منعه کړل شول څو دیهودو دښکنځلو مخه ونیول شی امام القرطبی ددی ایت په تفسیر کی وایی : په دی ایت کی ددی خبری دلیل پروت دی چی بایدله مشتبه تورو نه ځان وژغورل شی او هغه ونه کارول شی هغه توری چی په هغوکی تعریض اوغوږوهنه یادکوم شرعی امر تنقیص شتون ولری دهغوکارونه نارواده
قاضی القضاةامام ابوالسعود محمد بن محمد العمادی (۹۵۱هــ)په خپل تفسیر(ارشادالعقل السلیم الی مزایا القران الکریم) کی لیکی :په دی ایت شریف کی دیهودو بل جنایت ته اشاره شوی ده او مسلمانانو ته خطاب شوی دی څو دهغوی داجنایت وپیژنی دی لیکی چی کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم ته خبری کولی اودالهی معرفت بیان به یی ورته کاوه نودوی به ورته ویل چی یارسول الله راعنایعنی زموږ رعایت وکړه موږ ته صبر وکړه چی ستاخبری یاد او زده کړووروسته امام ابوسعود هغه کیسه راخیستی چی دیهودو دجنایت تفصیل پکی بیان شوی دی او موږ مخکی بیان کړه دی وایی : څرنګه چی دراعنا په جمله کی دیهودو دجنایت تلبیس شوی وی او هغه پکی پروت و نو مسلمانان له هغی جملی نه منعه کړل شول او الله جل جلاله امر ورته وکړ چی تاسو داسی جمله وکاروئ چی په همدی معناوی خودا تلبیس ونلری اوهغه دانظرنا جمله ده : وقولوا انظرنه
له داډول اصطلاحاتوسره دسلفوچلــــــــــنـد
کله چی دهارون الرشید دزوی مأمون الرشید دخلافت په زمانه کی یونانی فلسفه اوحکمت عربی ته وژباړل شو نو طبعا له هغه سره یونانی اصطلاحات هم راداخل شول اوهغه داسی اصطلاحات و چی حق اوباطل دواړه پکی پراته و نو سلفو علماو هغه رد کړل او ان دهغو له تلفظ نه یی هم ډه ډه کوله امام ابن تیمیه په دی اړه لیکی :لویو امامانوبه خلک دمبتدعینود توریو او الفاظو له کارونی او استعمال نه منعه کول او له هغه مشتبه جملو نه چی حق او باطل دواړه پکی نغښتی وی ځکه په دی سره پهخلکو کی شکوک ،اختلافات او فتنی پیداکیږی دا اصطلاحات لکه دالله له پاره دجسم وصف یادجوهر او عرض اصطلاحات چی یونانی فلسفی رامنځته کړی وی آن تردی پوری چی ویل کیږی امام احمد بن حنبل رحمه الله تعالی له ابوعیسی محمدبن عیسی برغوت سره په مناظره کی دنفی په صورت کی هم ددی اوصافو یادونه نه کوله بلکی ویل به یی : هو احد صمد لم یلد ولم یولدولم یکن له کفوا احدداراز دقدریه و دفتنی په وخت کی امام الاوزاعی رحمه الله خلک دجبر له توری نه په مطلقه توګه منعه کول اوویل به یی چی داتوری په قران او حدیثوکی نشته بلکی یواځی داسی وایئ :ان الله یهدی من یشاء ویضل من یشاء
لنډه داچی داسی مشتبه توری او اصطلاحات چی په هغو کی دحق اوباطل خلط او ګډوالی راغلی وی هغه شریعت منعه کړی دی او زموږ سلفو علماو دهغو له کارونی څخه ډه ډه کړی ده ځینی خلک به هغه ملایی مشهوره مقوله رامخته کړی چی وایی : لامشاحة فی الاصطلاح یعنی په اصطلاحاتو کی باید جنجال جوړنکړل شی موږ وایو دا مقوله نبوی حدیث نده چی داستدلال وړ وګرځی اوبل دا چی دا هغه اصطلاحات دمشاحة او جنجال وړندی چی هغه واضحه اوروشانه معنی ولری او په داخل کی یی پسات او فتنه نه وی نغښتی او زموږ تربحث لاندی اصطلاحات خو دپسات او انحراف په موخه رامنځته شوی دی له داسی خطرناکو اصطلاحاتو نه ځان خبرول او دهغو پیژندل دهر مسلمان وجیبه اومسؤلیت ده لکه مخکی چی مو وویل ما ځینی دین پلوه لیکوالان او علماء لیدلی دی چی هغوی له دی اصطلاحاتو نه ځینی یی کاروی او فکر کوی چی په دی توګه نرمه ژبه کارول ددعوت له پاره موثره او اغیزمنه ده په دی کی شک نشته چی ددعوت له پاره نرمه ژبه ډیره مهمه او موثره ده او باید کوښښ وکړل شی چی له پوره نرم اسلوب نه کارواخیستل شی خو داسی نه چی ددی نرمی له پاره له اصولو تیرشوله اصولوتیریدل او معتقداتو ته ضرر رسیدل دمنلو نه دی په کوم شی کی چی شریعت څه ډول امر کړی وی مسلمان باید هغه ته غاړه کیږدی او له ځانه دمصلحت په لټه کی نشی
والله اعلم وصلی الله علی سیدنا ونبینامحمد واله وصحبه وسلم