د کليواو پراخيتا وزارت خبر ورکړ چې په دې ورستيو کې يې په کندز او جوزجان ولايت کې د څه باندې اته ميليونه افغانيو په لګښت يو ويشت ټول ګټي پروژي بشپړي او ګټي اخيستو ته سپارلې دي.
د کليو او پراختيا وزارت ديوې خبرپاڼې په خپراوي سره ويلي چې پردغو پروژو کې د پُل ګوټو جوړول ، د سړکونو ترميم ، د څاګانو کېندل او ورته څونورې پروژې شاملې دي.
سرچينه زياتوي: ددغه پروژو په پلي کيدو سره سيميزو خلکو ته د ژوندانه آسانتياوي برابرې شوې.