د عراق د سرحدي پوليسو يو مشر تورن کامران جلال وويل، چې د ايران پوځيانو د توپخانې په ډزو کې يوه څوارلس کلنه نجلۍ ووژله او درې نور کليوال خلک يې ژوبل کړي دي.
جلال وايي د هېواد په شمال کې د کردانو په سيمه کې د ايران ځواکونو غوښتل سيمه ييز خلک له کورونو څخه تېښتې ته اړ کړي.
د دې نجلۍ نوم بسروز جبار ښوول شوى. دغه بريد چې ملکيان پکې په نښه شول تېره شپه په بلاکياکي سرحدي کلي کې شوى.
د ايران او عراق په سرحدي غرنۍ سيمه کې اکثره وخت د ايراني ځواکونو او د کردانو د خپلواکۍ غوښتونکو ډلو ترمنځ نښتې کېږي.د دې وروستۍ پېښې په اړه ايراني ځواکونو څه نه دي ويلي.