کور / تازه خبرونه / کولمبيا: ښايي انتخابات دوهم پړاو ته وځنډول شي

کولمبيا: ښايي انتخابات دوهم پړاو ته وځنډول شي

په کولمبياکې دجمهوري رياست دانتخاباتي پايلو په درشل کې دنوموړې هيواد پخوانى د دفاع وزير خوان مانونل سانتوس له خپل سيالونوڅخه مخکې ښکاري .
نوموړى په دې توانيدلى ترڅو په ټاکنوکې دبرياليتوب ټاکلى هدف پوره کړي تمه کيږي ددغه هيواد دولسمشرۍ انتخاباتو دوهم پړوا دجون په شلمه ترسره شي .
په کولمبياکې چارواکو ويلي دترسره شوې انتخاباتوپه لړکې درايو له شميرنې داسې جوته شوه چې جمهوري رياست دانتخاباتو په درشل کې هيڅ کوم نوماند پوره رايې نه دي ګټلي اوداسې اټکل کيږي چې دوهم پړاو ته به دغه انتخابات وغزول شي .
په ميلونونوکسان تيره ورځ دصندوقونو رايوته لړل ترڅو دخپلې خوښې نوماند ته درايې اچونه وکړي.
دنوموړې هيواد پخواني جمهور ريئس الوارو يوريبي چې دلاتيني امريکاپه ټاپو وزمه کې دامريکادمتحده ايالاتونو ځانګړى ملاتړى وه وروسته له اتو کلونو واکمنۍ له دندې ګوښه شوه .
رپوټونه وايي په دغه انتخاباتوکې سانتوس اوه څلويښت سلنه رايې خپلې کړي اونوموړى سيال يواځې يو ويشت سلنه رايې ګټلي دي .
تمه کيږي دانتخاباتو دوهم پړاو دجون په شمله نيټه ترسره شي اودغه دوه نوماند چې له ټولوسيالنويې ډيري رايي ترلاسه کړي په کې ونومول شي .