کور / تازه خبرونه / اسرائيلو د فلسطينيانو د مرستې پر بېړۍ حمله وکړه

اسرائيلو د فلسطينيانو د مرستې پر بېړۍ حمله وکړه

اسرايئلي ځواکونو په هغه بار وړونکو بيړيو بريد ترسره کړي کوم چې دلسو زرو پونډو په شاوخوا بشري مرستې پکې بار وي اودغزې پرلورې روانې وي بلخوا په سلګونو فلسطيني وګړي دغو بيړيوته داوبوڅنډې ته راټول شوې او دغې بيړيوته سترګې په لار دي .
تردې دمه اسرايلي ځواکونو ددغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي خو رپوټونو وايي اسراييلي ځواکونو په هغه بيړيو بريدکړى کوم چې غزې ته يې بشرې مرستې استولې .
ددغه اخو ډب په درشل کې داسراييلوسرتيرو لخوا ديرش تنه ديادې شوې بيړيوکارکوونکې ټپيان شودي دي .
دغه پيښې په نړيوالو اوبوکې دغزې ښارپه يوسلوپنځوس کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې او اسرائيلو سرتيرو ددغوبيړيو واک په خپل لاس کې نيولى دى .
رسنيوداسې انځورونه خپاره کړي چې په کې ليدل کېږي اسرائيلي سرتير دبيړۍ له کارکوونکوسره داخ و ډب په حال کې دي اوهڅه کوي ترڅو ددغه بيړيو واک په خپل لاس کې ونيسي . ځينې راپورونه وايي په دغه اخ وډب کې دوه تنه وژل شوي هم دي.
دغه بيړيوچې شاوخوا زرټنه بشري مرستې يې غزې ته ليږدولې هڅۀ يې کوله ترڅو داسرئيلولخوا په غزه باندې لګول شوې بنديزنوته دپاى ټکى کيږدي .
په غزه باندې اسرايئلو اومصر هغه مهال خپلې پولې وتړلى کله چې حماس دنوموړې سيمې واک په دوه زره اوم زيږديزکال کې په خپل لاس کې واخيست .