کور / تازه خبرونه / پکتيا: درې ماين خښوونکي خپل ماين ووژل

پکتيا: درې ماين خښوونکي خپل ماين ووژل

په پکتيا ولايت کې درې ماين خښونکي موخې ته تر رسيدووړاندې دخپل ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
ايساف ځواکونو د پکتيا ولايت په “زرمت” ولسوالۍ کې ديکشنبې په ورځ د دولت درې مخالف وسله وال د سړک غاړې د ماين خښولو پرمهال د هوايي بريد په ترڅ کې وژلي دي.
په ختپځ کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر رسنيوته وويل: دغه کسان په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره ؤ او غوښتل يې چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د لارې په اوږدو کې ماينونه ځای پرځای کړي چې موخې ته تررسيدو و ړاندې پرې بريد وشو.
سرچينه زياتوي: په دغه بريد کې بل چاته زيان نه دی رسيدلی.