کور / تازه خبرونه / چين: د کورياګانو ترمنځ د جګړې مخنيوى دې وشي

چين: د کورياګانو ترمنځ د جګړې مخنيوى دې وشي

چين هېواد ويلي چې ددواړوكورياګانو ترمنځ د شخړې مخنيوى دې وشي.
د چين صدراعظم وين جيابو وايي، د جنوبي کوريا د جنګي بيړۍ د ډوبېدو د پېښې پرسر د دواړو کورياګانو ترمنځ د شخړې د مخنيوۍ لپاره بايدبيړني اقدامات ترسره شي.
نوموړي دا څرګندونې د جاپان او جنوبي کور ا له مشرانو سره د دو ورځنۍ غونډې په پای کې وکړې.
ټاکل شوې وه، چې په جنوبي کوريا کې د دغه سرمشريزې خبرې پر سوداګريزو مسلو متمرکزې وي، خوپه مارچ مياشت کې د جنوبي کوريا د جنګي بيړۍ
دډ وبېدو پېښې دغه غونډه ترخپل سيوري لاندې راوسته.
نړېوالو څيړونكو ويلي، چې بېړۍ د شمالي کوريا د يوه اوبتل د ميزايل لګېدو له امله ډوبه شوې، چې په کې شپږڅلويښت سرتېري ووژل شوه، خو شمالي کوريا بيا دا ادعا ردوي.