دننګرهار ددره نور ولسوالۍ يوشمېر قومي مشرانو دولايتي شورا دغړي ظابط اميرمحمد په مشرۍ دخپلو يوشمېر ستونزو دحل په موخه له ننګرهار والي سره وکتل .
دجلال اباد په شاهي ماڼۍ کې دغه کتنه په داسې حال کې ترسره شوه چې دننګرهار دملي امنيت رئيس ، ننګرهار امنيې قوماندان او ددره نور ولسوال هم برخه لرله .
دقومي مشرانو په استازۍ دولايتي شورا غړي ظابط اميرمحمد وويل دره نور ولسوالۍ چې اوسېدونکو يې تل له دولت سره پوره همکاري کړې او دهمدغو همکاريو په لړ کې ياده ولسوالي دسولې په نوم نومول شوې .
ده دنورو ستونزو سربېره په ځانګړې توګه ديادې ولسوالۍ ددورګ دسيمې دخلکو ستونزې بيان کړې او په حل کې يې دننګرهار له والي دمرستې هيله وکړه .
سلاکار وزيراو دننګرهار والي ګل اغاشېرزي ډاډ ورکړ چې دستونزې په حل کې به يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او ددره نور ولسوال ته يې دنده وسپارله چې ددوى ستونزې له نږدې وګوري او دحل په موخه يې له ولايت مقام سره شريکې کړي.