کور / تازه خبرونه / ننګرهار: مشورتي جرګې پر لېږل شويو استازو نيوکې وشوې

ننګرهار: مشورتي جرګې پر لېږل شويو استازو نيوکې وشوې

دننګرهار ديوشمير ولسواليو قومي مشرانو له ننګرهاره په کابل کې دسولې او مشورتي جرګې ته په استول شويو استازو تورپورکړه چې ددغه ولايت دولسونو استازولي نشي کولى.
دغه خبرې قومي مشرانو په هغه غونډه کې وکړې چې دجلال اباد ښار په سپين جامع جومات کې يې په همدې موخه جوړه کړې وه.
قومي مشرانو ډاکټر صديق مومند ، ملک حسن ، معلم اياز ، ملک زلمي ، ملک ګل عزيز او حاجي عجب يادې جرګې ته په استول شويو استازو نيوکه وکړه چې دوى نشي کولاى په جرګه کې دننګرهار ولايت استازولي وکړي.
دروداتو ولسوالۍ قومي مشرجاجي عجب وويل پدې نه پوهيږي چې داخلک دچالخوا اتنخاب شوي.
نوموړي زياته کړه کچيرې ددې جرګې بهير په همدې ډول روان وي نو پايله بې يې دولسونو په ګټه تمامې نشي.
قومي مشرانو وويل په دغه جرګه کې دننګرهار ولايت داسې ولسوالۍ هم شته چې يواستازى هم پکې ګډون نلري .
دننګرهار دولايت وياند احمدضياعبدالزى بيا وويل چې دغه جرګې ته دننګرهار دوالي په لارښوونه دولايت دمرستيال په هلوځلو دقومي مشرانو يوليست برابر او مرکز ته داستولو په موخه يې دننګرهار ولايتي شورا ته وسپاره چې دولايتي شورا لخوا مرکز ته واستول شي.
نوموړي زياته کړه چې له مرکزه په راستول شوي ليست کې بيا ديوشمير قومي مشرانو نومونه ايستل شوي وه .