کور / تازه خبرونه / ننګرهار: ماين خنثى او وسلې کشف شوې

ننګرهار: ماين خنثى او وسلې کشف شوې

دننګرهار دامنيې قومندانۍ دمطبوعاتو امر سمونوال عبدالغفور وويل دخوږياڼو ولسوالۍ امنيتي موظفينو ددغې ولسوالۍ دحکيم اباد په سيمه کې دولس حلقې دپرسونل ضدماينونه چې دچاودنې په موخه دپلچک لاندې ځاى پرځاى شوي وه دخلکو په مرسته کشف او خنثى کړل.
دنوموړي په وينا دبهسودو ولسوالۍ امنيتي موظفينو بياديادې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې يوفيرديوسلو دوه ويشت ملي متري ډي سي توپ او يو فير دپنځه اتيا ملي متري توپ ګولۍ کشف او ترلاسه کړي دي.
سمونوال عبدالغفور وويل ديادو دواړو پيښو په اړه يې تردې وخته څوک نه دي نيولي خو دنيولو په موخه يې خپلې هڅې پيل کړي دي.
بل پلو دسره رود ولسوالۍ دډرونټې دتلاشۍ پوستې امنيتي موظفينو په يوهينو موټر کې باراوسپنه نيولې ده چې په غيرقانوني توګه انتقاليدله.
دامنيې قومندانۍ دمطبوعاتو امر وويل چې ديادې اوسپنې په تور دموټر ددريوترڅنګ چې دپاکستان دپښتونخوا صوبې دجم اوسيدونکى دى دقاچاقي اوسپنې خاوند دى هم نيولى دى.
هغه زياته کړه چې دوهم نيول شوى تن دهزارناو اوسيدونکى دى چې اوسمهال له دواړو څخه په امنيې قومندانۍ کې پلټنې روانې دي .