دختيځ زون لپاره په دوهمې پياده ليواکې دنورستان ولايت دبرګې مټال ولسوالۍ دبيرته نيولو په موخه غونډه ترسره شوه.
دختيځ زون ددوهمې پياده ليوا دوياند جګړن شرين اقا په وينا په دغه غونډه کې چې دنورستان دوالي جمالدين بدر په ګډون ترسره شوه، پکې ددوهمې پياده ليوا قومندان بريدجنرال محمدافضل، دسرحدي ځواکونو قومندان بريدجنرال محمدزمان مموزي او دنورستان امنې قومندان بريدجنرال محمدقسيم پيمان ګډون کړى چې موخه يې دامنيتي ځواکونو همغږي او دنورستان ولايت دبرګ مټال ولسوالۍ دبيرته نيولو په لاروچارو خبرې اترې وې.
جګړن شرين اقا زياته کړه په دغې ناسته کې هريو په ټاکلې موضوع خبرې وکړې او خپل نظرونه يې څرګندکړل.