ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې دا ځلې د برګ مټال ولسوالۍ د سقوط عوامل څيړلي او ليكلي، چې د وسلوالو مخالفينو لاس ته ددې ولسوالۍ د پرې وتلو اصلي علت د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ نه همغږي وه.
ورځپاڼې ليكلي، كه چيرې دا همغږي موجوده واى نو پداسې يو مهم وخت كې، چې په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګه جوړيږي دا ولسوالۍ د وسلوالو مخالفينو لاس ته نه پرې وتله.
ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه كړې، چې اوس دې ته اړتيا ده، چې په شرافتنمندانه ډول پر غلطيو او كمزوريو د اعتراف ترڅنګ د هغو د هوارولو لپاره كار وشي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د سولې په ملي مشورتي جرګې بحث كړې او ليكلي، چې له دې جرګې نه دومره هيله كيداى شي، چې د وسلوالو مخالفينو له ليكو نه يو شمير خلك جلا او د سولې له بهير سره يى يو ځاى كړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا په هغې امنيتي غونډې بحث كړې، چې د ولسمشر كرزي په مشرۍ د سولې د ملي مشورتي جرګې د امنيت لپاره جوړه شوې وه.
ورځپاڼې ليكلي، چې ښاغلي كرزي ددې جرګې په مهال د كومې احتمالي امنيتي پيښې د شنډولو لپاره امنيتي ځواكونو ته د ټولو امكاناتو د كارولو سپارښتنه وكړه.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د امن او ثبات په ټينګښت كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په رول بحث كړې او ليكلي، چې د ملت استازي به پدې جرګه كې د سولې برخه ليك وټاكي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د جرګو تاريخ ته په پام سره هيله څرګنده كړې، چې دا جرګه به هم پخپل هدف كې بريالۍ شي.
افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا كه څه هم د سولې ملي مشورتي جرګه په هيواد كې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره يو مثبت ګام بللې، خو ليكلي، چې ددې جرګې په درشل كې وسلوال مخالفين د خپلو حملو په زياتولو سره غواړي، چې د جرګې د ګډونوالو ذهنيت زيانمن كړي.
ورځپاڼې په دوام كې د وسلوالو مخالفينو لخوا د برګ مټال ولسوالۍ نيولو ته اشاره كړې او ليكلي، چې وسلوالو پدې كار سره د سولې ملي مشورتي جرګې ته خپل د جنګ پيغام وركړې دې.
ورځپاڼې دا هم ليكلي، كه چيرې د غبرګولې د مياشتې تر دولسمې نيټې پورې، چې په كابل كې د سولې ملي مشورتي جرګه جوړيږي دا ولسوالۍ بيرته و نه نيولې شي نو د جرګې په فضا به د هغې اغيزې خامخا محسوس شي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې افغانستان ته د نورو ځواكونو د استولو لپاره د امريكا په اقداماتو بحث كړې، خو په هيواد كې شتو ستونزو ته په پام سره ليكلي، چې دا د ستونزې د حل لاره نده.
سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د ولسي جرګې د كانديدانو په لسټ كې د ناقانونه وسلوالو ډلو د كسانو په موجوديت انديښنه څرګنده كړې او د انتخاباتي شكايتونو له كمسيون نه يى غوښتي، چې ددوى پر ضد سخت چلند خپل كړي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د وسلوالو مخالفينو ترمنځ د افغانستان په ځينو سيمو كې ناقانونه وسلوالې ډلې هم د ولسي جرګې د راروانو انتخاباتو په وړاندې ستر امنيتي خنډونه جوړوي.
د ورځپاڼې په وينا كه د وسلوالو مخالفينو پرضد كوم جدي ګام نشي پورته كيدلې، نو لږ تر لږه له لسټ څخه ددې ناقانونه ډلو د كانديدانو په ويستلو سره ددوى اهداف خو له منځه تلاى شي.
دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د سولې په ملي مشورتي جرګې بحث كړې او هغه يى د يرغلګرو او مخالفينو د ګواښ او د بې وسه ولس د هيلو ترمنځ هيساره بللې ده.