د عطاالله محمدي رالېږنه
زمانه سوله اخيره
عجيبه خبري اورم
د وطن مور ته يو چا داسي ويل
اې د وطن موري!
پر ما ګراني په زړه پوري
ځه قربان دي له مېرو سه
د سپېرو شړو دښتو سه
خو لعنت دي په بچو سه
اې د وطن موري!
پر ما ګراني نن اختر دئ بختور دئ
دا قميس دئ پرون تور ؤ نن هم تور دئ
خړ پرتوګ دي څيري څيري نوئ نه سو
خو اختر دي مبارک سه ګراني موري!
اې د وطن موري! ښه دئ ښه دئ چي پرتوګ دي خړ بخُن دئ
څيري څيري د هيچا نه پکاريږي
نه خرڅيږي
ځکه ستا بچي ډېر زخته نارينه دي
خرڅوي د مور پرتوګ هم
اې د وطن موري!
ستا بچي څنګه بچي دي
انسان نه دي
دوي پخپله هم هيڅکله ځان ته نه وايي انسان يم
کله وايي زه مرغه يم
بيا پېښې کړي د مرغانو
کله وايي ځناور يم په څلورو سي روان بيا
اې د وطن موري!
ستا بچي خو انسان نه دي
را ته ووايه خپل راز اوس
تا راوړي دي د کمه د کم اصله د کم ذاته د کم نسله
اې د وطن موري!
راته ووايه خپل راز اوس
ته چي پېغله ښائسته وې
څه فساد در باندي وسو د انګر تر شا بېديا کښي
ستا کم غل د لاري مل سو
يا د شپې په تروږمۍ کښي څه بلا وه پر پالنګ در وختله
ستا بچي وايي ځناور يم خو پاچا د ځناورو
زه يم زمرى پر دې نړۍ تر ما اتل نسته
بل په کابل نسته بل په زابل نسته
دا په رښتيا چي ځناور دي
خو پاچا د ځناورو
بې کسانو بې وزلانو ته شين پړانګ وي
غوښي خوري د کونډو رنډو يتيمانو
ماتوي ورور او تربور خپل
چي زور زيات ور باندي بر سي
نو ګيډر سي چلوټي کړي
ځغلوي د کور چرګان هم
دا عجيبه ځناور دي
دا عجيبه ځناور دي
ځکه هيڅ ځناور داسي کانې نه کا
ځکه هيڅ ځناور داسي کانې نه کا
چي قوي وي خپل خپلوان خوري
خپل هم نوعه ناتوان خوري
بيا چي زور ور باندي بر سي ځوړ غوږونه لکه خر سي
ملا يې ماته ظلم او زور ته تسليميږي
استبداد ته غاړه ژر ژدي
هم د ده د برکته استبداد را پيدا کېږي
ساتل کېږي هم بيداره وفاداره د قدرت درګاه ساتينه
د زړو جامو خاوند ته غاپي
اې د وطن موري!
راته ووايه خپل راز اوس
انسانان خو داسي نه وي
کله وايي زه مرغه يم جګ پرواز وي لوړ همت وي ډر نيکه
زما اوقاف د اريانا
اې د وطن موري!
خداى ته وګوره قيصه دي را ته وکړه
چي مرغه ته څنګه واده سوې
څه در وسو
انسانان خو داسي نه کړي
هګۍ نه سي اچولئ
خو دا څرنګه اوقاف دئ بې غرته
چي شاهين پرې راښکاره سي له اوچته
دا سرکوزئ د وښو لاندي پټيږي
سر په خاورو کښي دننه لکۍ پورته
دى اوقاف نه دئ ټپوس دئ لټوي په ډېرانونو کښي مرداري
اې د وطن موري! پر ما ګراني په زړه پوري
دا بچي که ستا بچي دي
توف لعنت دي په دا هسي زېږېدو سه
لارويه زما زويه ځوانيمرګ سې
لارويه زما زويه ځوانيمرګ سې
ګډي وډي نوري بس کړه
تپوسونه را نه مه کړه
پېغله مسته بې خبره د دنيا وم
پېغله مسته بې خبره د دنيا وم
په هوا به ګرځېدم
تر څو نا څاپي
اې زما نا اهله زويه!
څه تپوس کړې دا زړې خبري ولي يادوې ته
پر پرهار باندي مي مالګي دوړه وې ته
تېر وختونه خو تېر سوي اوس ماښام دئ
شپه نژدې ده
تيري سوي زماني څه پکاريږي
دا نن شپه را ته بلا ده
په ما هر فساد چي کېږي د شپې کېږي
په ما هر فساد چي کېږي د شپې کېږي
وهل کېږم تړل کېږم په تور تم کي
چي سبا سي بيا خبر سم
چي بچو خپلو بچو يمه تړلې
يوه بل نوي مېړه ته يې واده کړې
يو تربور يې دئ شړلئ بل تربور ته يې ورکړې
په دې شاني خرڅوي ما په ظالمو مستبدو زورو
په بار بار وده وي ما
عمر تېر سو ناويتوب نه ختميږي
دا چي ته ورته تاريخ وايې
څه بيا کړي
داسي وايي چي يو ناوې وه چي سل کرت واده سوه
هغه زه يم
اوس نو وايه چي په زور ظلم واده سي څو څو واره
په جبري نکاح پالنګ ته راښکل کېږي
په رڼا ورځ سره ډولۍ کښي را وړل کېږي
بيا چي شپه سي توره شپه سي
په زور کټ کښي تړل کېږي وهل کېږي
چي تا ولي بکارت نه دئ ساتلئ
اوس نو وايه د دې عظيم مور اولاد به څه اولاد وي
زما لږ غوندي اميد ؤ
دا بچي به خداى را لوى کړي
سړيتوب به له چا زده کړي
دروند نظر به راته وکړي
ظالمان به را نه وشړي هر خوا ته
پخپل منځ کښي به سره کښيني
انصاف او عدالت تړئ به کښېږدي
خو لا اوس هم دوى بچي دي سړي نه سول
خو لا اوس هم دوى بچي دي سړي نه سول
نور يې وه بېل بېل پلانونه
يو د بل سره دښمني کړي ترب ګني کړي
دوى پخپله را ولاړ سي
يو مېړه را ته پيدا کړي زورو
واک اختيار په لاس کي ورکړي
بيا ژړا کړي واويلا کړي
ما ته ناست وي
راته وايي چي دا پلار مو پلندر دئ
پر موږ ظلم او ناروا کړي
لارويه زما زويه!
ښه پياد مي هغه شپه ده
زه بيده وم
ناڅاپي پر ما خورې سولې منګولي
څو له ځانه خبرېدمه
څو له ځانه خبرېدمه
لاس او پښې مي وې تړلي
خوله مي بنده
د قرنونو تجربه تکرارېدله
د قرنونو تجربه تکرارېدله
سومه غلې
ما ويل وکړئ بچو وکړئ
هر څه وکړئ
لږ لږ
ورو ورو
چي سبا سهار وڼا سوه
که کتل مي يوه مېړه په کور کښي ناست ؤ زورور
بت هيبته بد اشنا د تېر کلونو
بد هيبته بد اشنا د تېر کلونو
دا خو هغه لېونى زما سردا ؤ
چي د خدايه مرور ؤ تل بندګانو ته په قهر ؤ
يوه شېبه يې ما ته شا کړه مرور سو ولاړئ کښېنت چېرته غلئ
د کلو کلو نه وروسته ؤ بيا يو ځل راغلئ
زړه مي وويل څه خبر يې دا زوړ اشنا چي بيا پټ پټ راغلئ
کم افت کم مصيب يې دئ لکۍ پوري تړلئ
خو بچو بد زاتو وويل
دا سړى نوئ سړى دئ
هغه نه دئ
زمانه ده نوې سوې
پخوانۍ زمانې ولاړې
بيا به هڅکله را نه سي تېر وختونه
نوئ باب نوئ کتاب دئ
نوئ ژوند دئ انقلاب دئ
د سبا دنيا رڼا ده تروږمۍ به نوره نه وي
بچو را ته دا وويل
خو چي شپه سوله توره تم سو
بيا هماغه ټکول وه راښکول وه
د قرنونو تجربه تکرارېدله
د قرنونو تجربه تکرارېدله
سومه غلې
څه موده لا تېره نه وه
چي زما بچي بد ذاتي را ته راغله
په ژړا په واويلا سول
چي دا نوئ پلار تر نورو هم ظالم دئ
هم وهل هم ټکول او هم وژل کړي
اې زما کم بخته زويه!
لارويه!
دا زړې خبري ولي يادوې ته
په پر هار باندي مي مالګي دوړه وې ته
ستا يادول څه په کاريږي
دا نن شپه را ته بلا ده
د سبا ورځي ډارېږم
چي به کله ما تړي څوک
او د چا لاس ته به ورسم