ناټو خبر ورکوی چی طالبانو نن یکشنبه د افغانستان په جنوب کی د مخامخ جنګ په نتیجه کی د دوی یو پوځی وویشت او ځای پر ځای یې ووژﺉ ، خو د پیښی ځای او د مقتول هویت یې واضح نه کړ . مګر د تجربو پر اساس ښایی هغه امریکایی وی .
دغی پیښی د ناټو تلفات ۱۷۸۹ ته ورسول .