کور / تازه خبرونه / کابل ته د سولي مشورتي جرګې دغړو راتګ پيل سو

کابل ته د سولي مشورتي جرګې دغړو راتګ پيل سو

نن د ۱۳۸۹ د غبرګولي پر دولسمه نیټه د لویې جرګې په تاریخي خیمه کې د سولې ملي مشورتي جرګه پرانیستل کېږي. د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د سولې د ملي مشورتي جرګې د غړیو د راتګ او نوم لیکنې بهیر له نن سهاره پیل شوی او په منظمه توګه دوام لري. تر اوسه پورې ۶۵۰ استازي د لویې جرګې تاریخي خیمې ته رارسېدلي، خپل نومونه یې لیکلي او د کابل پولیتخنیک پوهنتون په لیلیه کې ځای پر ځای شوي دي.
په دې شمېره کې شېبه په شېبه زیاتوالی راځي او سبا به هم د نوم لیکنې بهیر دوام ومومي څو د جرګې استازي په بشپړه توګه را ورسیږي. د سولې د ملي مشورتي جرګې د جوړیدو لپاره د تیاري کمېسیون له خوا د سولې د ملي مشورتي جرګې د غړو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.