د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ استاد پوهندوی نصرالله ستانکزي کتاب چي د کورني حقوق نومیږي تازه له چاپه راوتلی او په کابل، کندهار، ننګرهار ، پکتیا او نورو ولایتونو کي تر لاسه کېدای سي.
پوهندوی ستانکزی د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځۍ د نامتو استادانو څخه دﺉ او دی لومړی افغان دﺉ چي د ۲۰۰۹ م کال د نړۍ د مشهورو او ځیرکو خلکو په کتاب کي یې نوم راغي.
استاد ستانکزي د حقوقو په برخکه کي په دري او پښتو کي خورا زیات کتابونه لیکلي دي چي دا وروستی کتاب یې د (کورني حقوق) پدې وروستیو کي په کابل کي د مستقبل خپرندوی ټولني له خوا د زرو ټوکو په تیراژ خپور سوی دﺉ.
کورني حقوق په پښتو کي په دې عنوان لومړنی مستقل اثر دﺉ چي د پوهندوی ستانکزي له خوا کښل سوی دﺉ. په دو برخو، پنځو څپرکو او تقریبا سلو سرلیکونو سره دا کتاب د کورنۍ د ټولو حقوقي اړخونو څخه بحث کوي چي د حقوقو د محصلینو او نورو لوستونکو لپاره خورا ګټور مواد لري او د پښتو په لمنه کي یوه خورا درنه اضافه ده چي د استاد ستانکزی ددې زیار د کښلو څخه یوه نړۍ مننه کو او پدې لاره کي د نورو بریاوو او اوږده عمر دعا ورته کوو.
هیله ده چي درانه لوستونکي له دې کتاب څخه پوره او ښه ګټه پورته کړي.
په درنښت
غلام ولي نوري
کابل، افغانستان
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه