کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / استاد د ښوونې نوى مېتود دود كړ

استاد د ښوونې نوى مېتود دود كړ

ښوونه او روزنه بېلابېل ميتودونه لري، چې استادان د زده كوونكو په پوهاوي كې ترې كار اخلي، چې له هغې څخه يو هم د يوه عملي كار په ترسره كولو سره زده كوونكو ته د يوه څه ورښودل دي. دا مېتود رسول اكرم صلى الله عليه وسلم هم خپلو امتيانو ته ښودلى دى، چې وايي (صلو كما رايتموني اصلي) تاسو په داسې ډول لمونځ وكړئ لكه څرنګه چې ما وينئ چې څه ډول لمونځ كوم، خو خبره داده چې له دې طريقې څخه د مثبتو، ښو او ګټورو مفاهيمو په ترسره كولو كې كار اخيستل كېږي، د  بېلګې په توګه استاد كېداى شي په عمل كې د شاګردانو په وړاندې يو شى جوړ كړي او يا يو غوره اخلاقي چلند ترسره كړي، ترڅو د شاګردانو ذهنونه په چټكۍ سره له دې مفاهيمو سره آشنا شي، نه دا چې د منفي كړنو، له زيان څخه ډكو څرګندونو، او ناوړه پايلو درلودونكو مفاهيمو په ترسره كولو سره شاګردانو ته عملي درس وركړي، په بهسودو كې د هزاره قوم او كوچېانو ستونزه چې له څو كلونو څخه را په دې خوا په دغه موسم كې را منځ ته كېږي، د دې ستونزې اوارول او يوه د حل لاره ورته را ايستل او د حل په لاره باندې يې فكر كول د هر افغان ملي، ايماني، او وجداني مسوليت دى، په ځانګړې توګه د چارواكو مسوليت تر بل هر چا ډېر دى. ځكه چې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم فرمايي، چې كلكم راع وكلكم مسول عن رعيته، هر يو له تاسو څخه شپون دى او هر شپون د خپلې رمې مسوليت لري، نو دولت او چارواكي د حديث په اصطلاح د ټول ملت مسوليت په غاړه لري، كه هغه ازبك، تركمن، هزاره، كوچې او يا بل هر څوك وي. كه فكر وكړو نن سبا هېواد په څومره نازكو شرايطو كې واقع دى، د ملي يو والي د له منځه وړلو لپاره څومره كورنۍ او بهرنۍ كړۍ كار كوي او د له منځه وړلو لپاره يې لارې لټوي، خو د هېواد درېيم چارواكى او د ولسمشر دويم مرستيال كريم خليلي، چې له نامه څخه يې وړاندې د استاد مباركه او درنه كلمه هم كارول كېږي، نوموړى خپل ملت ته د څه درس وركوي. ښاغلي استاد د يوه هېواد د دويم مرستيال په توګه د كوچيانو او هزاره ګانو د خپل منځي ستونزو د اوارولو لپاره د مور او ميرې سلوك وكړ، په عمل كې يې خپلو شاګردانو ته د همدې سلوك درس وكړ، د ملي يو والي د له منځه وړلو لپاره يې شيندلي تخم ته كمياوي سره او ښې اوبه وركړي. د ده په څرګندولو سره ماته په كلي او كوڅه كې د دوو ماشومانو د جګړې صحنه را ياد شوه، هغه دا چې كله به په كلي او كوڅه كې د دوو ماشومانو جګړه وه، نو د كوم ماشوم پلار يا مشر ورور يا بل څوك به راغلل نو د دې لپاره چې نوموړي ستونزې ته د پاى ټكى كېږدي، خپل ماشوم به يې د هغه بل په وړاندې لږ وګواښلو او يا به يې كومه څپېړه وركړه. ترڅو له دې څخه كومه بله لويه ستونزه جوړه نه شي، خو استاد خليلي كه د كلي د خلكو هغه هوښيارانه او ساده كار ونه كړ او يا نه شو كولاى، لږ تر لږه خو يې د يوه هېواد د دويم مرستيال په توګه بايد يو منصفانه حركت كړى واى، په دواړه لوريو به د سولې او اوربند غږ كړى و، خو استاد وايي چې زه په دې لاره كې را وتلى يم، څو تاريخ ته دا پرېږدم چې خليلي د بهسودو په لانجه كې د خپل قوم هزاره په ننګه وينه تويې كړه، بله ورځ كه د پنجشېريانو او بل چا تر منځ كومه لانجه راغله، د هېواد لومړى مرستيال فهيم او د ولسي جرګې مشر قانوني صاحب به هم دا وايي چې زه غواړم چې د خپل ولس پنجشېر په ننګه بايد وينه تويې كړم، د ملك دفاع وزير ته هم په كار ده چې كه د وردګو سره د چا لانجه را ځي نو هغه به وايي چې زه به د خپل قوم د دفاع لپاره د ملك ټول هوايي او ځمكني ځواك په كار واچوم. نو كه حالات داسې شول، دا به د ښوونې يو بد مېتود دود شي او بيا نو خاورې د هغه بې وزله قوم او ولس په سر دي، چې د خليلي صاحب په شان دويم مرستيال ونه لري، كه د پارلمان كوم وكيل چې د هزاره قوم څخه يې استازيتوب كوي دا خبره و كړي، نو كېداى شي چې خبره يي يو څه توجېه شي، ځكه چې د هغوى استازيتوب كوي، كه څه له هېچا سره داسې څرګندونې نه دي لازمې، كه خليلي دى او كه د پارلمان كوم غړى، بايد د دې مسلې په بنسټيز حل باندې فكر وكړي او د تل لپاره د حل لاره ورته را وباسي، يا كوچېانو ته په شرعي او قانوني لارو او دلايلو قناعت وركړي چې نور داسې لانجې ونه كړي او يا خو هزاره ګانو ته دا قناعت وركړي چې دا خلك شرعي يا قانوني اسناد لري، نه ښايي چې د دوى په حق خېټه واچول شي او نه ښايي چې د وخت له واك او ځواك څخه ګټه واخلي. ځكه واك او ځواك د قيامت تر ورځې هېچا ته نه دي پاتې شوي حتى فرعون او همان ته هم، الله تعالى وايي چې (تلك ايام نداولها بين الناس) دا هغه ورځې دي چې د خلكو تر منځ يې اړوو او را اړوو، مونږ په دې دريو لسيزو كې دا وليدل چې څه ډول دا ورځې وا وښتې او را وا وښتې، خليلي ته په كار وه چې د يوه درېيم ګړي رول يې ادا كړى واى. د يوه داسې پلار رول يې لوبولاى واى چې يو زوى يې هزاره دى او بل يې كوچى. زما زړه خو په دې باندې هم لږ درد كوي چې ولسمشر به د همدې خوارو، بې وزلو او لالهانده، ستړيو او ستومانه كوچيانو په رايو باندې نن په تخت ناست وي، چې له بركته يې خليلي صاحب هم دويم مرستيال دى او بيا د دې قوم په وړاندې دومره بي انصافي ؟؟؟.


خليلي صاحب! ستا او ستا په شان د نورو مشرانو هره خبره تلل كېږي او هر تورى يې بېل او ځانګړى ارزښت لري، ايا تا كله د كونړ، هلمند، خوست، جلال اباد، او نورو سيمو په اړه چې هره ورځ هلته ستا ولس، ستا رعيت په وينو كې لامبي، كومه پوښتنه وكړه؟ ستا دا كړنه به ستا په شاګردانو، لارويانو او په ټوليزه توګه په ملت باندې څه اغېزه وكړي، كه ستا د څرګندونو او كړنو په پايله كې دا بل شوى اور زور واخلي او په لمبو كې يې دا كړېدلى ولس نور هم لولپه شي، نو الله پاك او تاريخ ته به ستا ځواب څه وي ؟