زموږ په هېواد افغانستان كې يوازې د چوكۍ او مقام په سر جګړې نه كېږي، بلكې دلته كله ناكله د ملكيتونو په سر هم د دوو ډلو يا قومونو تر منځ جګړې كېږي. لكه په تېرو ورځو كې د بهسودو جګړه، چې كوچيانو او هزاره ګانو تر منځ رامنځ ته شوه، خو دا لومړى ځل نه دى چې دا جګړه رامنځ ته كېږي او تر منځ يې خلك وژل كېږي. پوښتنه دلته ده چې ولې دولت دې ستونزې ته د پاى ټكى نه ږدي او دا قضيه نه اواروي. زما په نظر به دا سمه نه وي چې دولت كوچي ته وايي چې پرته له قيد او شرطه له سيمې ووزه، ولې يې دوسيه نه بررسي كوي. كه چېرې د كوچي دعوى په ناحقه وي او نوموړي له ځانه جعلي سندونه جوړ كړي او شرعي قوالې نه لري بلكې په دروغو وايي چې موږ د بهسودو د ځمكو شرعي قوالې لرو، نو بيا دې دولت دا مسئله وڅېړي او ټولو ته يې دې وښيي، چې كوچيانو په ناحقه دعوه كړې ده او كه چېرې دولت وايي چې بهسود دې پرته له قيد او شرطه له سيمې ووزي نو بيا خو دا په خپله څرګندوي چې كوچيان د ځمكو شرعي قبالې لري. كه چېرې يې نه درلوداى نو دولت به يې د قضيې له بررسي كولو څخه تېښته نه كوله.
دا ټول به پر ځاى پرېږدو، رابه شو د دولت لوړپوړو چارواكو ته چې د بهسودو له جګړې وروسته بهسودو ته لاړل. هلته د دولت دويم مرستيال كريم خليلي هزاره ګانو ته وينا كوله چې ماته ډېره په زړه پورې او حيرانوونكې ښكاره شوه. هغه په دې مانا چې د ښاغلي خليلي چوكۍ او مقام د نوموړي له وينا سره په هېڅ ډول د پرتله كېدو وړ نه وو.
نوموړي د بهسودو خلكو ته په خپله وينا كې وويل: ((ما از كابل په تصميم مرګ آمدم، و تا كه جمهور كرزى پديده يي كوچي ګري را پايان نه دهد ما از بهسود نه ميرم.)) زه فكر كوم چې د دولت مرستيال ته لازمه نه ده چې دا ډول خبرې دې وكړي، ځكه چې نوموړى د هېواد د ولسمشر مرستيال دى، هغه په پارلمان كې د بهسودو د خلكو استازى نه دى، كه چېرې نوموړى د بهسودو د خلكو استازى واى بيا يې كولاى شول چې په همدې ټكو سره خبرې وكړي. هلته بيا ګوته نه ورته نيول كېده، ځكه چې د نوموړي انتخاب او دنده يوازې تر همغو خلكو پورې تړلې وه او هغوى نوموړى د خپل نماينده په توګه دولت ته ورپېژندلى خو دا چې نوموړى د ولسمشر مرستيال يادېږي په دې وخت كې نوموړي ته لازمه نه ده چې په هېواد كې د دوو قومونو تر منځ د يوه قوم چې دى هم ورپورې تړلى دى پلوي وكړي.
له بلې خوا موږ د ځمكو پرلپسې پېښې وينو چې د دوو ډلو يا قومونو تر منځ رامنځ ته كېږي، څو ورځې وړاندې په جلال آباد كې هم څو تنه پرې ووژل شول، نو آيا كريم خليلي هغه وخت هم خبر شو چې په هېواد كې يې دوو ډلو په ځمكه جګړه كړې ده، همدا ډول په پكتيا او پكيتكا كې هم وخت په وخت په غرونو او ځمكو جګړې رامنځ ته كېږي خو موږ يوه ورځ هم خليلي ونه ليد چې هلته دې ورغلى وي او د قضيې د ژر تر ژره حل كېدو لپاره يې دې كار كړى وي. ځكه نوموړي ته د انتقاد ګوته نيسو چې نوموړى د ولسمشر مرستيال دى خو په بهسودو كې هزاره ګانو ته په خپله وينا كې وايي: (( بان كې تاريخ نوشته كند كه خليلي در بهسود از طرف پديده كوچي ګري كشته شد.)) ځان ولې ورباندې وژنې، د حل لاره ورته پيداكړه، داسې مه ورته وايي چې پرته له قيد او شرطه له سيمې ووزى، له داسې يوه ارګان څخه چې د ځمكو او ملكيتونو د خرڅولو او ملكيت د تثبيت صلاحيت ولري، يو كميسيون ورته وټاكه او د ستونزې حل پيداكړه. كوچى په خپله مركه كې وايي، چې دولت دې زما اسناد وګوري او بيا دې قضاوت وكړي كه چېرې مې اسناد نه درلودل بيا مې دې جريمه كړي. كه نه زه د خپل حق غوښتونكى يم.
دولت ولې پټه خوله دى، ولې د كوچي له اسنادو تېښته كوي؟ خو زموږ چارواكي د كريم خليلي په ډول دي، يوازې يوه لوېشت ځمكه ويني نورې خوا ته يې فكر نه دى. خليلي صاحب ارمان مې هغه چوكۍ ده چې ته پرې ټاكل شوى يې. كه چېرې فكر وكړو اوس چارواكي له خپل ځواك او چوكۍ څخه په ګتې پورته كولو سره يوازې خپل قوم ويني او يوازې د خپل قوم لپاره كار كوي.
په پاى كې كه چېرې زما په نظر سره دولت دا پېښه همداسې په توندو الفاظو وغندې او يوې ډلې ته امر وكړي چې له خپل حق څخه تېر شي دا به د واكمن دولت لپاره لا ډېر حساسيتونه را وپاروي ځكه چې كوچيان هم تر يو قوم پورې تړلي دي، هغوى كه د خليلي په شان باتور مشران هم نه لري، بيا هم كولاى شي چې خپل حق واخلي، ځكه چې حق اخيستل كېږي بلكې وركول كېږي نه.