دکندوز ولايت امنيه قوماندانې خبر ورکړچې دياد ولايت دعلي اباد لالا ميدان په سيمه کې د وسلوالو طالبانو څخه يواندازه مهمات او وسلې نيولې دي .
دکندوز ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدرزاق يعقوبي وويل: چې تيره ورځ د وسلوالو طالبانو يو ګروپ دعلي اباد ولسوالي دلالاميدان په سيمه کې په دولتې اوناټوځواکونوبريد وکړ چې په پايله کې متقابل بريد پيل شودهغه په وينا په دغه بريد کې د دولت وسلوالو مخالفينو څخه يوراکټ ، دوه کړې ماينونه ، يوعراده موټرسايکل اوڅوسوه متره لين چې د ماينونو د الوزلو په تخنيک ورځنې کار اخيستل کيږي ، د دولت ځواکونو لاس ته ورغلې دي .
همدارنګه جنرال يعقوبې زياته کړه چې په دغونښتوکې د وسلوالو طالبانو 3 تنه وژل شوي او 3 نورېې ټپيان شوي دي .
ددي تر څنګ هغه زياته کړه چې د وسلوالو څخه يوشمير تبليغاتې پاڼې اوشب نامې هم پاتې وي چې پوليس ته په لاس ورغلې دي .
هغه وويل : چې دا ډول عمليات به په راتلوونکې کې هم دوام ولرئ .
همدارنګه د کندوز ولايت د والې وياند محبوب الله سعيدي وويلي چې په دغه جګړه کې دعام ولس لسګونه جريبه ځمکه چې اکثره کروندوکې غنم کرل شوي وو په جګړه کې سوزيدلې ده . ولې هغه دا ونه ويل چې ايا دکومې خوا په ډزوکې عام ولس ته زيات اوښتې دي .
خو له بل لورې د وسلوالو طالبانو يوتن وياند ديونامالوم ځاي څخه دټيلفون پرليکه لراوبر ويب پاڼې ته ويلې وو چې د لالاميدان په جګړه کې دوي دناټو د دوه ټانکونو دويجاړيدوترڅنګ 5 سرتيرې وژلې او 2 نور يي ټپيان کړي دي هغه خپل لورته هرډول مرګ زوبله رد کړه .
داپه داسې حال کې ده چې په دغه لويه لاره دبغلان نه تر شيرخان بندره پورې 15 امنيتي پوستې شتون لرئ ولې بيا هم کله ناکله ورته پيښې رامنځ ته کيږي .