مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول یویشتمه برخه لولئ :
پرلپسې*****۳۶
لمر ټوله ورځ د ائینې په څیر حقیقتونه را روښانه کول ،د زمکي پر مخ دخورو ورو مصیبتونو زیاتیدونکې میعاد ، دظلم او ستم وریدونکې باران ،او دظلم په واسطه دجوړو شوو زخمونود بې مروته کړچارونو جایزه اخسته ، اوس نو د افاقو شونډی سرې شوې وې اولمر دډوبیدو لورې ته ور ښکته شوي و، په همدې وخت کې ریونا په داسې حال کې چې د میلسمتون څخه ووتله اود ماښامي دتیارولو په خاطر د پخلنځي په لور روانه شوه ، خود انګړ په نیمایی کې حیرانه ودریده ، ځکه چې په همدې وخت کې د حویلۍ د پرانستې دروازې څخه علي پاشا په داسې حال کې چې دخپل آس واګې یې نیولې وې دننه را ننوت ، ریونا په ډیره حیرانونکي او خاصو احساساتو سره علي پاشا ته کتل اوبیا یې د ډیرې زیاتې خوشحالۍ نه دعلي پاشا په لور ور منډه کړه ، خو علي پاشا ته د رارسیدو سره دهغې قدم و درید، دکوم نیت په خاطر او دکومې ارادې په خاطر چې هغه دعلي پاشا په لور راغلې وه نو هغه نیت او اراده خو د حویلۍ په انګړ کې پوره کیدونکې نه وه ، نو دهمدې فکر په اساس دهغې قدم دریدلې و. تر څو شیبو هغې په ډیر شوق ، ډیر محبت سره علي پاشا ته کتل ،بیا ورمخکې شوه او دعلي پاشا د آس واګې یې په لاس کې و نیولې ، او په ډیر خوږ اواز یې ورته وویل.
ته څنګه یې ؟
علي پاشا غوښتل د ریونا ددې پوښتنې ځواب ورکړې خو د حویلۍ ددننه برخې څخه رستاک ، کیتنها، نریوس ، پربیسا ، کندام ، خیسار ټول را ووتل او د علي پاشا په لور یې ور منډې کړې ، دواړه کوچنیان تر ټولو مخته و . دهغوې په کتلو سره علي پاشا خپل دواړه لاسونه پرانستل ، دواړه ماشومان د علي پاشا سره ور غاړې وتل . علي پاشا پر زمکه کیناست او تر ډیره یې ددواړو سره مینه وکړه ، تر دې وخته پورې نور خلک هم راورسید ل، بیا علي پاشا بیرته را پورته شو او د رستاک سره یې روغبړ وکړ ،رستاک ور غاړې وت ،څوځله یې هغه په تندې باندې ښکل کړ ، ددې وروسته علي پاشا نورو ټولو ته سلام وکړ،نریوس را مخته شوه او هغه یې په تندې باندې ښکل کړ او ورته یې وویل:
علي پاشا ! زمونږ دپریښولو وروسته چې کله ته د سلطان او ولیعهد سره د کوم جنګ په لورې تللې وې د هغې پایلې څه ډول شوې ؟
تردې وخته پورې علي پاشا دخپل آس واګې نیولې وې او ریونا هم ورسره په څنګ کې ولاړه وه ،نو علي پاشا ورته وویل :
زه تاسې ته زیرې درکوم چې مونږ په دې جنګ کې دښمن ته ډیره بده ماتې ورکړې ده ، دهغوې بې شمیره کسان له منځه تللې دي ، مونږ د دښمن تعاقب وکړ ، دهغوې په زرګونو کسان مو و نیول ، د نیول شوو کسانو په ډله کې د فرانسې جنرال کاؤنټ دی نیورس هم و ، ددې تر څنګ د صلیبي لښکر و په زرګونو نجونې هم و نیول شوې ، بیا سلطان بایزیدیلدرم د ډیرو ښو اخلاقو له مخې دغه ټولې نجونې ازادې کړې او ددښمن دجنګی بندیانو سره یې یو ځاې کاؤنټ ډی نیورس ته حواله کړې . کاؤنټ دی نیورس ته سلطان دا حکم وکړ چې دا نجونې چې داروپا د هرې سیمی څخه دلته راغلې دي نودوې بیرته همغو خپلو خپلو سیمو ته ورسوي، څرنګه چې په جنګ کې د ګډون له پاره د ډینس بحري بیړه هم راغلي وه ،نوکه څه هم هغې ته په جنګ کې د برخې اخستلو فرصت په لاس ور نغې خو هغه هملته د ډینیوب په دریاب کې لنګر اچولې و ، نوسلطان په همدې بیړۍ کې ددې نجونو او ټولو نورو جنګی بندیانو د بیرته لیږلو اجازه ورکړه .
ددې ماتې وروسته ، کیداې شي د اروپا متحده ځواک یو ځل بیا زمونږ پرخلاف ځوابي عمل وکړی ،په دې خاطر مونږ هم هوډ وکړ چې خپل لښکر هملته په نایکوپولس ښار کې ځاې په ځاې کړ و، زه سلطان را ولیږلم چې ریونا له ځانه سره یوسم ،ځکه چې سلطان بایزیدیلدرم هملته د نایکوپولس په ښار کې زما او د ریونا داوسیدلو له پاره ځاې تیار کړې دې . مونږ به هلته څومیاشتې تم کیږو تر څو ددښمن په عکس العمل باندې پوه شو . نو که چیرې په دې وخت کې دښمن د بل کوم حرکت اغاز کول و نه غوښتل ،نو بیا به مونږ د خپل لښکر سره یو ځاې کوچ کوو . ریونا به هم له ماسره وي ، خو په هر صورت بروصې ته د تللو تر مخه به زه اوریونا یو ځل دلته له تاسو سره ووینو.
علي پاشا چپ شو اورستاک ورته په پلارنۍ لهجه او مینه وویل : علي پاشا زویه ! زه تاسې ته به دې جنګ کې د بریالیتوب په هکله مبارکي وایم ، زویه ! دا دې ډیر ښه کار کړې چې دخپل ځان له پاره دې د اوسیدو ځاې په نایکو پولس ښار کې تیارکړې دې . په دې ترتیب ته کولې شې ریونا له ځانه سره هملته دیره کړې ،خو دا را ته ووایه زویه ! چې ته به دلته له مونږه سره څومره پاته کیږي ؟
دځواب تر مخه علي پاشا ټولو ته یو ځل وکتل اودهغې وروسته یې سترګې په خپل څنګ کې ولاړې ریونا باندې و نښتې ، او ویي ویل: که چیرې ریونا تیاره وي نو زه خو یې همدا نن بیرته دخپل لښکر په لور روانوم .
د علي پاشا په دې خبره ریونا تروه شوه او په احتجاجي توګه یې علی پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
نه ! صیبه ! ته خو همدا اوس راغلي او زه بیرته تا نه پریږدم چې سمدستي ستون شې ، که چیرې ته بیرته تللو ته بیړه لری نو لږ تر لږه دا نن شپه خودلته تم شه . بله ورځ به زه له تاسره یو ځاې د نایکوپولس ښار ته د تللو له پاره تیاره اوسم . اوس پریږده چې اس دې په اخور وتړم او بیرته را ستنه شم نو نورې خبرې به کوو .
دهغې په دې خبره علي پاشا خپل لاس ور اوږود کړ او د ریونا څخه یې دخپل آس د واګو داخستلو هڅه وکړه او ورته یې وویل :
ګوره ریونا ! پخوا خو تا له ما څخه په زور او جبر سره دآس واګې اخستي ،او آس دې په اخور تاړه ، په هغه وخت کې زما او ستا تر منځ کومه رشته نه وه ، اوس خو ته زما ښځه یي ، که ته زما د احترام په خاطر زما د آس واګې زما څخه اخلي نو زه هم دهمدې رشتي احترام کوم چې زما او ستا تر منځ شتون لري. ته همدلته و دریږه ، زه په خپله اس تر اخوره پورې وړم ، تړم یې اوبیرته را ستنیږم .
خو ریونا دآس واګې پرې نه ښودې ، او ترکي په ترکي ځواب یی ورکړ او ورته یې وویل :
علي پاشا! ته زما خاوند یې ، ته چې کله زما سره د کتلو له پاره دلته کورته راځې ، نو یاد ساته چې په اخور د آس د تړلو کار ستا نه دې ، بلکه زما کار دې . په دې خاطر به ته نه ، بلکه ریونا به اس تر اخوره پورې وړی ، ګوره ضد مه کوه ، اس به زه وړم او هلته به یې همدا زه تړم .
د علي پاشا او ریونا په دې خبرو باندې ټولو وخندل ، بیا رستاک علي پاشا ته وکتل او ورته یی وویل :
علي پاشا زویه ! کله چې ریونا دکوم کارد کولو ضد وکړي نو بیا هغه ضرور پوره کوي ، اوبیا خو ته پوهیږي چې هغه زمونږ یواځنې اولاد دې ،د یواځنۍ لور په څیر دا زمونږه نازولې ده ، او تل پر مونږ باندې خپل خبره مني ، نو زویه ! دا غواړی پر تا باندې هم خپله خبره و مني .
درستاک په دې خبره علي پاشا د اس واګې ریونا ته پریښودې او ورته یې وویل :
ډیره ښه ! که چیرې تر اخوره پورې وړل او هلته زما د آس تړل ستا دخوښۍ سبب کیږي نو واخله اوآس هلته تر اخوره پورې و رسوه ، خو ګوره چې د آس دوښو او دانې غم هم وکړې ، ځکه چې هغه هم په جنګ د برخې اخستو په واسطه ستومانه شوې او هم یې دومره اوږود سفر کړې دې .
ریونا ورته په ځواب کې وویل: ته غم مه کوه ، د آس دخدمت په اړه به تاته د شکایت کولو وخت په لاس درنه شي . دانه او واښه خو یوه ساده خبره ده . زه به ستا په آس لاس هم را کاږم ، دهغې په دې خبره باندې علي پاشا په زوره زوره وخندل .
په آس باندې لاس راښکودل د نجونو کار نه دې ، دا د سپریدونکو کار دې نو ته مهربانې وکړه لاس ماس پرې مه راښکاږه ، دا کار به زه په خپله وکړم . ته فقط آس اخور ته ورسوه ، هلته یې وتړه ، دانه او واښه ورته واچوه ، زین او قیضه ترې لرې کړه ، او د زین سره چې کومه څرمنیزه خلطه نښتې ده هغه ترې را واخله او له ځانه سره یې راوړه ، په هغې کې ستا له پاره څه شیان دی .
په ځواب کې ریونا په مړاوو سترګو علي پاشا ته وکتل ، خندانه خندانه روانه شوه ، آس یې اخور کې وتړه اوقیضه یې دهغې دخولی څخه را پرانسته ، زین یې ترې را کیوست ،اوهغه څرمي کڅوړه یې ترې را پرانسته او له ځانه سره یې راوړه ، دعلي پاشا څنک ته راغله او بیا یې ورته وویل :
ته ولي تر اوسه ولاړ یې ؟ ځئ هلته میلمستون کې کینئ.
د ریونا د وینا په اساس ټول د میلمستون په لورې روان شول ، کله چې ټول کیناستل نوعلي پاشا ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویلې :
ریونا ! یوکار وکړه ، اول خو یوڅادر راوړه او دلته یې و غوړوه . بیا به زه درته ووایم چې بیا څه وکړې.
ریونا ځواب ور نه کړ خو په تیزو سترګو یې علي پاشا ته وکتل ، هغه څرمی کڅوړه یې هملته کیښوده ، دمیلمستون نه بیرون را ووتله ، لږه شیبه ورسته بیرته را ستنه شوه ، نو یو څادر یي هم په لاس کې نیولې و اوعلي پاشا ته یې وویل:
اوس وایه چې په څادر څه کوې ؟
علي پاشا ورته په خندا خندا کې وویل چې : څادر دلته و غوړوه .
ریونا سمدستي د یوه تابعداره کوچنی ماشوم په څیر همغسې وکړل چې علي پاشا ورته ویل : هغې څادر پر زمکه و غوړاوه اوبیا ورته علي پاشا وویل :
دغه څرمني کڅوړه اوس ددې څادر په منځ کې تشه کړه .
ریونا سمدستي په خپل څنګ کې ایښې هغه څرمنیزه ستره کڅوړه را واخسته اوپر څادر یې را چپه کړه او په خپل مخه کې یې خپره کړه . کله چې هغې هغه کڅوړه تشه کړه نو نه یوازې ریونا بلکه هلته ناسته ټول خلک حیران شول ، ځکه چې په هغې سامانونو کې د قیمتي زیوراتو نه علاوه جواهرات او دښایست او تزئین ډیر زیات شیان موجود و ول. د کڅوړې د پرانستو او چپه کیدو وروسته ریونا هغه ټول سامان ته په ډیره حیرانه توګه کتل . بیا یې علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! دا ټول څه دی !
علي پاشا نرۍ شانته خندا وکړه او ورته یې وویل:
په دغه جنګ کې چې د غنیمت کوم مالونه مونږ ته تر لاسه شوی دي ، دا زما برخه ده . ما ددې څخه کوم شې دخپل ځان له پاره نه دې جدا کړې . ما خپله ټوله برخه په دغه کڅوړه کې اچولې ده ،او تاته مې راوړې . اوس چې ته څنګه غواړې هغسې یې وویشه .
د علي پاشا په دې خبره ریونا ډیره خوشحاله شوه ، غوښتل یې دعلي پاشا د دې خبرې څه ځواب ورکړي خو رستاک پرې را دمخه شو او ورته یې وویل :
علي پاشا او ریونا ! بچیانو ! که چیرې تاسې یې بده و نه ګڼئ نو دغه قیمتي سامان چې تاسې په څادر اړولې دې نو دهغې د ویش په هکله به زه یو وړاندیز وکړ م. دا به یو وړاندیز وې اخري پریکړه به نه وي . ددې وروسته به اخري پریکړه تاسې میړه او ښځه کوئ .
ریونا غوښتل دخپل پلار دخبرو په هکله څه ووایي خو علي پاشا پرې رامخته شو او وی ویل :
دروند رستاک ! ستا اړیکي زمونږ سره داسې نه دې چې ته به وړاندیز کوې بلکه ته به حکم کوې ،اوس چې هر ډول ته حکم کوې نو ویش به هم هماغسې کیږي .
دعلي پاشا په دې خبره رستاک دومره خوشحاله شو چې ورمخته شو او دعلي پاشا تندې یې ښکل کړ ، دهغه په ملا یې لاس راښکود اونور ناسته خلک هم پرې ډیر زیات خوښ شول. بیا رستاک وویلې :
بچیانو ! زما وړاندیز دادې چې هر څومره سامان چې اوس په دې څادر خپور دې ،هغه په درې برابرو برخو وویشئ ، په هره برخه کې یې همغسې او یا هغې ته ورته شیان کیږدئ چې په بله برخه کې دي . ددې درې واړو برخو څخه یې یوه برخه د نریوس له پاره ، بله یې د ریونا او دریمه برخه یې د سریان له پاره کیږدئ. اوس نو که چیرې تاسې په دې کې کوم بدلون را وستل غواړئ نو دا ستاسو دمیړه اوښځې پورې اړه لري .
دهغه په دې خبره باندې نریوس وویل:
درونده رستاک ! تا ماته دخپل پلار په څیر دومره څه راکړی چې اوس زما دغو شیانو ته اړتیا نه شته . زه به دا وړاندیز وکړم چې دا ټول سامان دوه برخې کړئ ، یوه برخه یې زما دخور ریونا له پاره او بله برخه یې زما د وړې خور سریان له پاره ورکړئ .
په ځواب کې یې ریونا سمدستې وویل :
نه ، نریوس خورې ، زه ستا د وړاندیز نه شم منلې ، هغه وړاندیز چې زما پلار وړاندې کړې هغه د ټولو څخه ستر او بهتر دې . سامان به درې برخې کیږي ، یوه برخه یې ستا ،بله برخه یې د سریان او دریمه یې زما له پاره . بیا ریونا دعلي پاشا په لور وکتل او ورڅخه یې وپوښتل چې ایا ته زما ددې خبرو سره اختلاف لرې ؟
علي پاشا ریونا ته وکتل او ورته یې وویل چې ګوره ریونا زه به ستا د وړاندیز سره څنګه اختلاف وکړ م . اوس نو دا پریکړه اخري شوه چې سامان به درې برخې کیږی ،ته دهغې څخه یوه برخه همدا اوس نریوس خور ته ورکړه ، اوپاته دواړه برخې چې ستا او د سریان رسیدلې هغه دخپله ځان سره خوندی و ساته . بیا ریونا دخپلې مور په لور مخ کړ او ورته یې وویل :
اې مورجانې ! زه خو نه شم کولې چې د ا ټول سامان درې برخې کړم ، که ته د منصفي په څیر دا سامان په خپله درې برخې کړې نو ښه به وي .
کیتهنا سمدلاسه د خپله ځایه څخه را پورته شوه ، ټول سامان یې درې برخې کړ ، یوه برخه یې خپلې لور نریوس ته په هماغه ځاې کې ورکړه ، او پاته دوه برخې ریونا د خپله ځانه سره خوندې کیښودې .
اوس نو کیتهنا علی پاشا ته په خبرو کې وویل :
علي پاشا زویه ! تا هلته په انګړ کې په ولاړه ویل چې ته به سبا ریونا له ځانه سره د نایکوپولس ښاره ته وړې ، او تا دا هم وویل چې زما لور ریونا به هملته په نایکوپولس کې له تاسره څو میاشتې اوسیږي تر څو د اروپایې مات شوي لښکر عکس العمل نه وې را څرګند شوې ، اوکه اروپایي ځواکونه غواړې له تاسې څخه د انتقام له پاره ر ا ووځي نو ته ، سلطان اوولیعهد به د هغوې ځواب ورکړئ . خو زویه ! که د ماتی وروسته په اروپا کې کومه داسې خبره را څرګنده نه شی نو سلطان خو به د خپل لښکر سره یو ځاې د بروصې دښار په لور کوچ کوي نو زویه دا خبره خو څرګنده ده چې ریونا به له تاسره یو ځاې ځي ، نو زه غواړم تاته دا ووایم چې کله چې ستاسې لښکر د نایکوپولس څخه بروصې لورې ته سفر پیل کړي نویوځل ریونا دلته ماته راوړه ، تر څو زه هغه له دې ځایه په ډیره ښه توګه رخصت کړم .
زما زویه ! اروپایي ځواکونو ته چې ستا او بایزیدیلدرم په مقابل کی ماتې ور په برخه شوې ده ، نو اوس که اروپایان ستا څخه د بدل د اخستلو له پاره ستا سې په مقابله کې کوم لښکر راوړې او یا په بل کوم ځاې کې سره را ټول شي او تااو بایزیدیلدرم ته بل کوم لورې ته دهغوې دمقابلې له پاره کوچ کولو ته اړتیا پیدا شي نو زویه ! ته به بیا د ریونا سره څه کوې ؟
علي پاشا کیتهنا ته په ډیر محبت او مینه وویل :
درنې مورې ! خبره خو همدا ده چې سبا به زه او ریونا دواړه د نایکوپولس د ښار په لور حرکت کوو .
که چیرې په اروپاکې د انتقام او بدلې اخستلو کوم غورزنګ سر را پورته نه کړ نو بیا به زه او سلطان بایزیذیلدرم د بروصې په لور ستنیږو ،د بروصې په لور دتللو دمخه زه له تاسې سره ژمنه کوم چې ریونا به د یوې یا دوه ورځو له پاره دلته راولم تر څو له تاسو ټولو سره وویني ، ددې وروسته بیا دواړه د لښکر سره یو ځاې د بروصې په لور حرکت کوو .
او که چیرې حالات بل منګه شول یعنې صلیبي ځواکونه د خپل انتقام په خاطر کوم بل ستر لښکر جوړ کړي او زمونږ مقابلي ته را ووځي او مونږ ته د جنګ بلنه راکړي نو بیا به دهغه جنګ د پیلامې دمخه زه ریونا د خوندیتوب په خاطر دلته راوړم او زه به بیرته ستون شم.
ددې دواړو حالاتو څخه اخوا یو دریم حال هم شته ، او زه غواړم چې دهغې په هکله زه تاسو په جریان کې کړم او هغه دا چې که څه هم مونږ دښمن ته ډیره بده ماتې ورکړې او تر ډیره ځایه مو دهغوې تعقیب کړي او ډیر زیات زیان مو ور رسولې دې خو بیا هم سلطان په خپلو ټولو سیمو کې جاسوسان خپاره کړي دي او سلطان هغوې ته تاکید کړې دې ، چې په اروپا کې د نوې بدلونونو څخه هغه ته په خپل وخت خبر ورکړي ، او که چیرې د اروپا ځواکونه زمونږ پر خلاف د یرغل کولو له پاره لښکر را ټول کړي نو بیا هم مونږ ته دهغوې د ځاې زیګي په اړه او هم دا چې څه وخت هغوې پر مونږ د یرغل پلان لري خبر راکړي ترڅو مونږ د مخه دهغوې پلان شنډ او ځواکونه یې دړې وړې کړو .
او که چیرې دریم حال را پیدا شي او مونږ ته ددښمن پر خلاف د نایکوپولس د ښار نه د وتلواو هغې لورې ته د تللو اړتیا پیدا شي نو بیا به هم زه ریونا همدلته له ځانه سره راوړم او بیا به دخپل منزل په لور روانیږم.او د فراغت نه وروسته به ریونا له ځانه سره اخلم او بروصې ته به ځم . اوس ما دخپل پلان تفصیل تاسې ته ووایه، که چیرې په دې لړ کې تاسو ته کومه پوښتنه وي نو ما ته یې ویلې شئ.
دعلي پاشا د وینا څخه تر هغې چې کیتهنا ډاډمنه شوه نو د ریونا په مخ باندې هم دخوښۍ نښې را څرګندې شوې ، تر څنګ یې رستاک او نریوس هم ډاډمن شول ، بیا نو ریونا د میني نه ډکې سترګي په علي پاشا کې ور ننویستې او په زړه زړه کې یې ورته وویل :
ته خو به اوس پوره وږې شوې یې!
ایا تاسې نن شپه دلته خوراک څښاک نه کوئ او څه مو نه دې تیار کړي ؟ علي پاشا هم د ریونا په لور په کتلو سره په ټوکه وویل . دهغه په دې خبره ټولو خندا وکړه او بیا ریونا دخپله ځایه پورته شو ه او وي ویل:
تاسې کینئ ! زه به همدا اوس تاسو ټولو ته خوراک تیارکړم .
ریونا د میلمستون څخه د وتلو په حال کې وه چې کیتهنا دخپله ځایه پورته شوه اوریونا ته یې وویل :
ریونا لورې ! ته همدلته کینه . نن به زه او زما لور نریوس ډوډۍ تیاره کړو .
ددې سره سم کیتهنا خپل میړه رستاک ته هم اشاره وکړه . شاید هغوې غوښتل چې ریونا او علي پاشا دواړه یو ځاې تنها پریږدي ، تر څو هغوې په خپلو منځو کې په ازادانه توګه خبرې اترې وکړی . رستاک د اشارې سره سم د خپله ځایه پورته شو تر څنګ یې نریوس او موریي پر بیسا هم د خپلو ځایو څخه پورته شول او ددواړو کوچنیانو سره یو ځاې د میلمستون څخه ووتل . کیتهنا او نریوس دډوډۍ دتیارولو له پاره ولاړل ، پربیسا هم ورسره یو ځاې شوه .او روستاک دواړه کوچنیان له ځانه سره واخستل او انګړ ته ووت.
ددوې ټولو د وتلو وروسته ، په میلمستون کې تر ډیره حده پورې چپه چپتا وه ، او په دې وخت کې ریونا او علي پاشا یو بل ته خواږه خواږه کتل ، بیا شاید ریونا ته څه را په یاد شوي وي ،نو علي پاشا ته یې وویل :
علي پاشا ! که چیرې ته یې بده و نه ګڼې ،نو زه به تاته ستا دیوې غلطۍ یادونه وکړ م. زه هیله لرم چې ته یې بده و نه ګڼې .
علي پاشا د ریونا په خبره په حیرانتیا سره ریونا ته وکتل او بیا یې ورته وویل چې : ریونا ! خبرې بلکل پاکې او ساپې کوه ،
په ځواب کې ریونا د علي پاشا مخ ته کتل او بیا یې د لږڅه ځنډ او فکر وروسته وویل :
علي پاشا ! تا ته په کار نه و چې تا زه د بروصې څخه بیرته دلته راوستې و اې ، که چیرې ستا مشر ورور ژوندې وې اودهغې ښځه نریوس د خپلو دواړو زامنو سره هلته ستا د مور او خور سره اوسیدلې نوبیا هغه خبره چې زه یې کوم ، ما به هیڅکله هم نه وې کړې ، ځکه چې ته دمور یواځنې زوی یې ، نو په دې خاطر زما هلته په بروصه کې ستا د مور او خور سره یو ځاې تم کیدل ددوو دلیلونو په اساس ډیر اړین و.
لمړۍ دا چې که زه هملته ستا د مور اوخور سره یو ځاې پاته وې نو ستا مور به زما په شتون کې ستا د نه موجودیت ډیر احساس نه کاوه ، ځکه چې هغې ته به دا احساس را پیدا کیده چې که چیرې علي پاشا نه شته نو دعلي پاشا ښځه خود هغې د نښې په توګه دهغې ور سره ناسته ده . نو په دې توګه به هغه ته یو ډول اطمینان ور په برخه واې ، دویمه خبره چې د هغې څخه نوره هم ډیره مهمه ده هغه دا چې سریان ډیره کوچنۍ ده ، داسې څوک باید وي چې ستا دمور تر څنګ واوسي دهغه پالنه وکړي او په دې عمر کې دهغې خدمت وکړي ، هغه وخت چې تا زه د واده نه سمدستي وروسته دې لورې ته را وستم ، نو ایا دا خبره به زما مور قیرات نه وي محسوس کړې ؟ او یا په باطني توګه هغې ته دا احساس نه وي پیدا شوې چې که نریوس د هغې په څنګ کې نه شته نو ریونا خو باید دهغې سره موجوده وي ،علي پاشا ! ماته یو شان ده چې که زه دلته د مور اوپلار په کور کې واوسیږم او که هلته ستاسې په کور کې ستا انتظار وکړم. علي پاشا ! په دې کې هیڅ شک نه شته ، چې ریونا له پاره ته تر ټولو قیمتي پانګه یې . خو علي پاشا ! مونږ دواړو میړه او ښځې ته د خپلې مور قیرات هیرول نه دي په کار، ځکه هغه زمونږ د دواړو د توجه مستحقه ده .
د ریونا دې خبرو په علي پاشا باندې ډیر زیات اغیز وکړ دهغه سرټیټ شوې و ، د څه شیبو له پاره په فکر کې ډوب شو . اوبیا یی سوکه سوکه سترګې را پورته کړې او ریونا ته یې و کتل :
ریونا ! هغه څه چې تا وویل هغه بلکل سهي او درست دي ، ریښتیا چې زما د مور سره په دې سپین سرۍ کې داسې یو څوک باید و اوسیږي چې دهغې خدمت وکړي ،د هغې ساتنه ا و پالنه وکړي ، خو ریونا ! دا خبره تاته هغه وخت کول په کار و چې ما ته د لښکر سره یو ځاې د بروصې څخه دې سیمو ته راوستلې!
ریونا وویل : په هغه وخت کې ما تا ته کله ویلي شول چې ما همدلته د مور سره یو ځاې پریږده ، ځکه په همغه وخت کې زما له تا سره واده شوې و . زه به له تاسره د خبرو په وخت کې هم شرمیدم ، اوبیا د سلطان بایزید یلدرم غوښتنه همدا وه ، چې زه له تاسره په لښکر کې و اوسیږم. خو که چیرې په هغه وخت کې تا ویلې وې او سلطان دې هم په دې خبره قانع کړې وې نو زه به هملته د مور سره پاته شوې وې .
ریونا ! زه ستا د خیالاتو قدر کوم ، ایا تا په دې اړه دخپلې مور سره هم خبرې کړې دې .
زه څنګه د خپلې مور سره په دې اړه خبرې وکړ م ؟ زما زړه خو څو ځله پخوا هم و غوښتل ، خو بیا ما فکر وکړ چې تر هر څه لمړۍ په دې موضو ع باندې له تاسې سره خبرې وکړم اوبیا وروسته دهغوې سره هم په دې هکله خبرې وکړم . خو کله چې لږه شیبه مخکي تا زما د مور او پلار سره دلته په میلمستون کې خبرې کولې چې که چیرې نوې جنګ و نښلې نو ته به ما دلته راوړې او پري به مې ږدې ، نو په هغه وخت کې هم زما زړه و چې خپله خبره وکړ م چې که چیرې کوم اوږود جنګ پیلیږې نو ددې ځایه چې کومه ډله عسکر او یا عسکری سامان بروصې ته ځي نو ته ما په دې ځاې کې د تم کیدو په ځاې بروصې ته د مور څنګ ته ولیږه ، ما ته به دهغې په خدمت کې ډاډ او سکون تر لاسه کیږي او دا زما په دندو او فرائضو کې هم شامل دي .
ریونا په ډیرو خوږو خوږو سترګو علي پاشا ته کتل او دا خبرې یې کولې .
د ریونا ددې ټولو خبرو په ځواب کې علي پاشا یو ځل بیا په ډیر ژور فکر کې ډوب شو ، بیا یی له ځانه سره کومه پریکړه وکړه ، په مخ یې د خوښۍ نښې را څرګندې شوې نو سمدلاسه یې ریونا ته وویل:
ریونا ! هغه څه چې کیدونکي و هغه خو وشول . زه دخپلې مور مزاج ، دهغې فطرت ،او دهغې د طبیعت سره پوره اشنایي لرم ، هغه به دا کار ډیر بد نه وی ګڼلې ، او نه به هغه زما ددې کار په هکله زما څخه علاوه له تا څخه کومه ګیله شکوه وکړي . څرنګه چې ته دلته راغلي یې ، نو اوس همدلته اوسه ، زه هیله لرم چې په ډیرو لنډو ورځو کې به مونږ د خپل لښکر سره یو ځاې د بروصې په لور کوچ وکړو . همدا راز زه هیله لرم چې صلیبیان به اوس دکوم اوږود صلیبي جنګ پیلامه و نه شي کړاې ، او که چیرې شروع یې هم کړي نو زه ، سلطان بایزیدیلدرم او ولیعهد محمد به یې ډیر ژر کار و ختم کړو . او بیا به د بروصې په لور کوچ وکړو . دهغې وروسته که بیا کوم داسې پروګرام را مخته کیږي نوبیا به زه تا هملته په بروصه کې پریږدم او بیا به دسلطان سره یو ځاې د هغې جنګې پروګرام په لور درومم . په هر حال ددې فوځی پروګرام نه د فراغت وروسته هلته په بروصه کې د مور په لور ورځو ، او په همدې موضوع به مونږ دواړه میړه اوښځه د هغې سره تفصیلي خبرې وکړو اودهغې څخه به بښنه هم و غواړو . زما په فکر که دهغې په زړه کې کومه پټه خبره او یا کوم خیرې هم وی نو یاد ساته چې هغه به بلکل صاف ستره شي .
ریونا غوښتل په دې موضوع باندې لږ څه نور هم ووایي چې نا څاپه علي پاشا متوجه شو ، ریونا ته یې وکتل او ورته یې وویل :
ما خو یو څه هیرکړې دي ریونا ! هغه وخت چې د آس د زین سره هغه بنده څرمنی کڅوړه تا را پرانسته نو ایا د زین په اخري برخه کې زما د غشو خلطه نه وه زوړنده ؟
ما هغه دغشو خلطه وکتله ، هغه مې د زین څخه را پرانسته ، او بیرته مې هلته د زین سره نژدې کیښوده ، څه اړتیا دې ورته پیدا شوې ده ؟
د ریونا د دې خبرو اوریدو سره علي پاشا اوږده ساه واخسته او بیایې وویل :
ریونا ! زما د غشو په دې خلطه کې دوه سترې سترې کڅوړې دې ، هغه له ما هیرې شوې وې، ډیر ښه ته کینه ، زه به په خپله ولاړ شم او هغه به راوړم .
په دې خبره ریونا سمدستي پورته شوه ، علي پاشا یې له لاسه و نیوه ،دهغه لاس یې راښکود او بیرته یې کینولو ته اړ ویست . او بیا یې ورته وویل:
ته کینه ، زه په خپله ځم او ستا د غشو د خلطې څخه به هغه کڅوړې دلته راوړم ، ددې خبرې سره سم ریونا روانه شوه او په ډیره بیړه د اسونو د اخور په لور ولاړه .
ریونا په چټکتیا سره بیرته میلمستون ته راستنه شوه . هغې د نقدی رقم دواړه کڅوړې د علي پاشا تر مخه کیښودې ، او د پخوا په څیر د علي پاشا تر څنګ کیناسته ، علي پاشا تر یو وخته پورې دهغو نقدي پیسو جایزه واخسته او بیا یې د هغوې خولې پرانستې . په هغو کې یې دننه سترګې ور ننویستې او بیا یې بیرته دواړه کڅوړې د ریونا په غیږ کې کیښودې او ورته یې وویل :
ریونا ! د نقدو دا رقم زما هغه برخه ده چې ما ته د غینمت په مال کې تر لاسه شوې دې ، څرنګه چې ته زما ښځه یې ، نو ددې تر ټولو زیاده او مناسبه حقداره ته یې . په دې خاطر د نقدي رقم دا کڅوړې زه ستا په غیږ کې ږدم ، اوس چې ته څنګه غواړې هغه وویشې نو وي ویشه .
ریونا تر څو شیبو پورې په خپله غیږه کې ایښې دغه د نقدي رقم کڅوړو ته په ډیر غور سره وکتل ، بیا یې علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! زما محبوبه ! د میلمستون څخه ټول خلک په دې خاطر بیرون شول چې ما او تاته په یوازي والي کې د خبرو کولو موقع او فرصت تر لاسه شي . خو زما په فکر چې اوس مونږ دواړه میړه او ښځه دا تنهاي نه محسوسو، مونږ دواړه د یوه بل له پاره یو او د یوه بل له پاره به اوسو . علي پاشا ! که ته اجازه راکړې نو زه به خپل پلار دلته را وبلم اودهغه سره په دې هکله مشوره وکړ م.
په ځواب کې یې علي پاشا یو ځل بیا لږ څه فکر وکړ او ورته یې وویل : نه ! ریونا ! دا مناسبه نه ده . زما په فکر پریږده چې ډوډۍ تیاره شي . کله چې ډوډۍ دلته کیښوول شي او ټول خلک کیني ، نو بیا ته هغه وخت په دې موضو ع باندې و غږیږه . بیا نوټول یو ځاې یوه پریکړه کوو او دهمغې په مطابق به عمل کوو .
ریونا دعلي پاشا دا خبره و منله ، بیا دواړوه میړه او ښځه په میلمستون کې ناست و او په مختلفو شیانو یې خبرې کولې .
لږه شیبه کې کیتهنا او نریوس دواړو په میلمستون کې ډوډۍ کیښوده ، او کله چې د خوراک له پاره رستاک ، کیتهنا ، نریوس دهغې مور پربیسا ، او دواړه کوچنیان را ټول شول نو د نقدي رقم هغه دوه کڅوړې چې علي پاشا ریونا ته ورکړې و ې ، هغه هغې په خپله مخکې کیښودې او بیا یې خپل پلارته مخ کړ او ورته یې وویلې .
اې پلارجانه ! هغه وخت چې علي پاشا ماته کوم سامان حواله کړې و او مونږ څه وخت مخته سره وویشه ، نو په هغه وخت کې د نقدي رقم دغه دوه کڅوړې زمونږ څخه هیرې شوې وې . په حقیقت دغه دواړه کڅوړې هغه دخپلو غشو د خلطې په منځ کې ایښودې وې، بیا وروسته یې چې له ماسره په میلمستون کې خبرې کولې دا ورته را یادې شوې ، اوس یې دغه دواړه کڅوړې ما ته راکړي دي ، او را ته یې ویلي دي چې ته یې چې څنګه غواړې هغسې وویشه ، نو اې پلار جانه ! ته را ته ووایه چې زه په دې باندې څه وکړم؟ هره مشوره چې تاسې راکړئ زه به همغسې وکړم . په دې لړ کې ما د علي پاشا سره مشوره کړې ده خو دا بلکل په دې باندې خبره نه کوی ، هغه دا خبره تاسې ټولو ته پری ایښې ده.
په دې وخت کې نریوس په خبرو پیل وکړ او رستاک ته یې وویل :
که چیرې ته یې بده و نه ګڼې نو زه به د ریونا خور ددې خبرې ځواب ووایم . او اوس چې ته ما د خپلې لور او زوې دواړو رشتو وړ ګڼې او زه دې ددې کور وارثه هم ګرځولې یم ، نو اې پلاره ! ایا زه دا حق لرم چې خپلې خور ته ددې خبرې ځواب ورکړ م ؟
رستاک په خندا شو او تر ډیره یې نریوس ته په خپل پلارنې شفقت او میني سره و کتل او ورته یې وویل :
نریوس ! په خداې سوګند ، که چیرې تا دا خبره نه واې کړې هم ،نو بیا به هم ما تا ته ویلي چې د ریونا ددې خبرې ځواب ته په خپله ورکړه .
د رستاک په دې خبرې باندې نریوس ډیره خوشحاله او خندانه شوه ،د هغې په سترګو کې ارامتیا او ډاډ و ځلیده ، اوبیا یې د ریونا په لور وکتل او ورته یې وویل :
ریونا خورجانې ! ته د علي پاشا ښځه او محبوبه یې . د انصاف خبره خو داده چې کوم سامان چې د هغې چرمي خورجین څخه علي پاشا تاته حواله کړې و نو دهغې ټول سامان ریښتونې حقداره هم ته په خپله وې ، او تا باید هغه ټول سامان هلته بروصې ته د علي پاشا مور ته له ځانه سره وروړې وې ، او همغې ددې سامان د ویش کار په خپله تر سره کړې وې . خواوس هغه سامان په درې برخو باندې ویشل شوې دې دوه برخې به ته له ځانه سره بروصې ته یوسې او یوه برخه دلته ماته تاسې را کړې ده . خو د نقدي دا دوه کڅوړې به خورې ! په مکمله توګه له تاسره وي ، همدا ته د هغې حقداره یې ، هغه له ځانه سره بروصې ته یوسه ، خورې ! داستاسې په کاریږي . خورې ! ته خو ویني او پرې پوهیږې هم ، چې دلته له مونږه سره د الله د ټولو نعمتونو څخه هر نعمت شته ، نو زما پریکړه خو داده چې ددې نقدي ر قم د کڅوړو حقداره یواځې او یواځي ته یې . ته دهغې د ویش په هکله په دې خاطر زما دپلار څخه پوښتې چې ته دهغې څخه زما برخه هم را وکاږې ، ریونا ! زه ستا د فکر نه ښه خبره یم . زه ستا ممنون او شکریه کونکي یم ، چې ته زما دومره غم خورې ، خوزه به ددې نقدي رقم څخه هیڅ هم و انخلم ، دا به ټول ته له ځانه سره بروصې ته وړې .
کله چې نریوس چپ شوه نو ریونا په استفهامیه توګه علي پاشا ته وکتل . په ځواب کې علي پاشا وویل : ریونا ! ته ما ته په استفهامیه توګه مه وینه ، زما خور نریوس چې کومه پریکړه کړې ده نو که محترم رستاک او زمونږ مور کیتهنا ته هغه د منلو وړ وي نو زه به پرې څه نیوکه وکړاې شم .
اوس د رستاک پر ځاې کیتهنا په خبرو شوه او ویې ویل :
زما د لور نریوس دا پریکړه اخري ده ، او زه او زما میړه رستاک وروسره بلکل موافق یو .
په دې خبره باندې ټول خوشحاله شول ، بیا ریونا د نقدي دواړه خلطې له ځانه سره کیښودې ، اوټولو یو ځاې په ډوډۍ خوړلو پیل وکړ .
د ډوډۍ خوړلو وروسته ټول هملته تر ډیره پورې ناست و او خبرې اترې یې سره کولې ، بیا وروسته رستاک د خپله ځایه پورته شو او دخوب له پاره خپلې خونې ته ولاړ . نور خلک هم هر څوک خپلې خپلې خونې ته ولاړل ، او ریونا علي پاشا له ځانه سره خپلې خونې ته یوړ.
بله ورځ سهار سهار ، علي پاشا ریونا له ځانه سره واخسته او د نایکوپولس د ښار په لور یې کوچ وکړ .
علي پاشا او ریونا دواړه په خپلو خپلو آسونو سپاره د نایکوپولس د ښار دشرقي دروازې څخه ور ننوتل . دعلي پاشا د کتلو سره سم هلته ولاړ ترک سپاهیانو دهغه تعظیم او احترام وکړ، علي پاشا ددې تعظیم ځواب په خندا کې ورکړ او په دې ترتیب د ریونا سره یو ځاې مخته ولاړ .
هغه داوسیدو ځاې چې د علي پاشا له پاره ځانګړې شوې و نو دهغې تر څنګ د سلطان بایزید یلدرم او د ولیعهد محمد د اوسیدو ځایونه هم ول ، څه وخت چې علي پاشا او ریونا دواړه میړه او ښځه دخپلې حویلۍ په لور ور غلل نو علی پاشا یو دم دخپله آسه را ښکته شو ، د علي پاشا په لور په کتلو سره ریونا هم په تیزۍ سره دخپله آسه را ښکته شوه . او دخپلو آسونو واګې یې و نیولې او ودریدل . ځکه چې په همدې وخت کې سلطان بایزید یلدرم او ولیعهد محمد د مخې له خوانه ددوې دښه راغلاست په خاطر را روان وو.
د علي پاشا او ریونا د آسونو د را کیوتو سره سم سلطان او ولیعهد هغوې ته ور نژدې شول . سلطان په خندا اوخوشحالۍ کې مخته راغې او په هغه خپل پلارني شفقت سره یې لمړۍ د ریونا په سر لاس راښکود او بیا یې ور ته وویلې :
ریونا لورې ! زه بایزیدیلدرم د لته د نایکوپولس په ښار کې خپلې لور ریونا ته ښه راغلاست وایم .
دسلطان دښه راغلاست وروسته ، ولیعهد محمد هم ریونا ته را وړاندې شو او ورته یې وویل :
ریونا خورې ! زه هم دنایکوپولس په ښارکې تاته ښه راغلاست وایم ، تر څنګ یې زه خپلې خور ته دا دعا هم کوم چې هغه زما د ورور علي پاشا سره د خوښۍ او خوشحالۍ نه ډک ژوند تیر کړي .
ددې وروسته دواړو سلطان او ولیعهد د علي پاشا سره بیا بیا غاړې او روغبړ وکړ .
دعلی پاشا سره د روغبړ وروسته سلطان خپل زوې ولیعهد محمد ته را نژدې شو ، خندل یې، اوڅه اشاره یې ورته وکړه ، دهغې سره سم هغه را وګرځید او په منډه د سلطان دخونې په لور ولاړ . دهغه د تللو وروسته سلطان علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! تاسې میړه او ښځه دواړه له ماسره را ځئ ، زه هم له تاسې سره یو ځاې ستاسې د خوني پورې ځم، لږه شیبه کې به محمد هم هملته راشي . اوس نو راځې بچیانو ! چې ستاسې د اوسیدو ځاې ته ولاړ شو.
سلطان مخته روان شو او علي پاشا او ریونا ورپسې د خپلو اسونو واګې نیولې اوروان دي . په دې وخت کې د سلطان څو ساتونکې را مخته شول او دعلي پاشا دحویلۍ دروازه یې پرانسته ، سلطان حویلۍ ته ور ننوت او بیا د حویلۍ په انګړ کې و درید او علي پاشا ته یې وویل :
علي پاشا ! لمړۍ ولاړ شه دواړه آسونه په اخور و تړه او بیا بیرته زما خوا ته راشه.
په دې وخت کې علي پاشا د ریونا څخه هم دهغې د آس واګې اخستي خو ریونا منه کړ بلکه هغې دعلي پاشا څخه دهغه داس واګې په خپل لاس کې واخستې او بیا یې علي پاشا ته وویل :
علي پاشا ! زه ستا ښځه یم ما پخوا هم تاته څو ځله ویلي دي چې اوس د آسونو اخور ته وړل او هلته دهغوې تړل زما کار دې . داسې و ګڼه چې دا کار زما له پاره یوه نیک بختي ده .
سلطان بایزید هم دریونادا خبرې اوریدلې ،او په اوریدو یې ډیر زیات خوشحالیده، دسلطان په خندا علي پاشا هم وخندل ، هغه دخپل آس واګې پریښودې ، ریونا دواړه آسونه اخور ته یوړل ،هلته یې و تړل ، اوبیرته هماغه ځاې ته راستنه شوه چیرې چې علي پاشا او سلطان ولاړ وو. کله چې هغه را ورسیده نو سلطان ورته وویل :
ریونا لوري ! ستا په دې کړچار زه ډیره زیات خوشحاله شوم. ما په ډیر غور سره ستا او دعلي پاشا خبرې اوریدې ، نوزما لورې ستا دا کار ، ستا کردار د ډیرې زیاتې ستایني وړ دې .
کیداې سلطان بایزیدیلدرم نور هم څه ویل غوښتل خو ولیعهد محمد حویلۍ ته را ننوت ، د محمد په کتلو سره سم بایزید علي پاشا او ریونا ته بیا بیا و کتل او ورته یې وویل :
زما بچیانو ! راځې چې میلمستون ته ولاړ شو . ما ستاسې دبیرته راتلو ډیر زیات انتظار کاوه ، زه غواړم له تاسې سره په یوه ډیره مهمه موضوع باندې خبرې وکړم.
ددې خبرې سم سلطان بایزیدیلدرم د حویلۍ څخه ووت او د میلمستون په لور روان شو . علي پاشا ، ریونا او ولیعهد محمد هم دهغه تر شا شا میلمستون ته ورغلل. هلته هر څوک په خپلو ځایو کې کیناستل، په میلمستون کې چپه چپتیا وه ، په دې وخت کې ولیعهد محمد دخپلې حویلۍ څخه یوه خورجین را وړې وه ، هغه دا خورجین د سلطان بایزیدیلدرم تر مخه کیښوده ، لږه شیبه کې سلطان د خورجین خوله پرانسته او په هغې کې پراته شیان یې تر سترګو تیرکړل . اوبیا د ا د څرمنې خورجین د علي پاشا او ریونا تر مخ چپه کړه .
هغه څه چې دخورجین څخه را ووتل علي پاشا او ریونا دواړه یې حیران کړل ، په هغې شیانو کې د سروزرو یو تاج و ، چې ډیر قیمتي جواهرات په کې ګېول شوي و . د طلاو یو ستر هار و چې هغه هم د جواهراتو څخه جوړ شوې و . ددې نه اخوا په کې نور ډیر قسم جواهرات هم موجود و . علي پاشا او ریونا ددې شیانو په کتلو باندې هک پک حیران پاته و . په دې وخت کې سلطان علي پاشا او ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویل :
علي پاشا! زویه ! دا شیان ستا او د ریونا تر مخ خپاره دي ، ما ددې شیانو په اړه پخوا تا ته څه نه و ویلې. ما دا ټول شیان پټ ساتلي و. او ما غوښتل په کوم ځانګړی وخت کې تا ته ددې څرګندوالې ووایم . او اوس دا موقع ، زما زویه ! رارسیدلې ده . علي پاشا ! په تیر جنګ کې چې د غنیمت کوم مالونه مونږ ته رارسیدلې و په هغې کې د سروزرو او طلاو دوه تاجونه دی ، دا یو دادې ستا تر مخ پروت دې او یو همداسې بل هم دې ، زه فکر کوم چې دا تاجونه به د هنګري دپادشاه سجسمنډ او دهغې دښځې پورې اړوند وي ، سجسمنډ خو د جنګ په ډګر کې زما په لاسو ووژل شو . هغه وخت چې هغه زما د تورې د ګذار لاندې راغې نو دا تاج یې د سر څخه ولوید . او ما همغه وخت را و ا خست او دخپل آس په خورجین کې می واچاواوه. او دویم تاج د غنیمت په مالونو کې ما ته تر لاسه شوی دې . زما په فکر چې دا به د هنګری د ملکې وي چې دجنګ په میدان کې د سجسمنډ سره یو ځاې راغلي وه او دماتې خوړلو وروسته په پټه و تښتیده ، کیدائ شي هغې خپل تاج هملته په پړاو کې پرې ایښې وي او یا یې د ویرې او تیښتې په حال کې خپل تاج هم له یاده ویستلې وي ،
زما بچیانو ! دهغو دوو قیمتي تاجونو څخه یو ستاسې تر مخه پروت دې اوبل ما خپلې ښځې ډسپنا ته ځانګړې کړې دې .
سلطان خپلو خبرو ته د لږ څه وقفي نه وروسته بیا دوام ورکړ او ویي ویل :
ریونا لوري ! هغه څه چې زه یې ویل غواړم ته ورته سم غوږ و نیسه . زما لوري ! لمړۍ خو ما غوښتل چې ستا او د علي پاشا دواړو واده په ډیر زیات شان و شوکت سره تر سره کړم . خو دا بدقسمتي وګڼه چې داسې مو و نه شواې کړاې ، ځکه د کرمیان د جنګ دمیدانو څخه د فراغت نه وروسته مونږ غوښتل دبروصې په ښار کې ستاسې واده په شاهي شان و شوکت سره تر سره شي . نو یو نا څاپه په دې سیمو کې صلیبیانو زمونږ پر خلاف د جګړې پیل وکړ . او مونږ ته د وخت د ضیاع کیدو پرته دې لورې ته د کوچ کولو اړتیا پیدا شوه. نو مونږ مجبور شو چې هلته د بروصې په ښار کې ستاسو د دواړو نکاح وکړو . زما لورې ! علي پاشا ماته دخپل زوي په څیر حیثیت لري ، ما دخپل زوې په واده کې ډیر څه کول او ډیر څه ورکول غوښتل،خو قدرت غوښتل مونږ دواړه ازمیښت کړی په دې خاطر یې مونږ په دغو میدانو کې و درولو . په هر حال دخپل خداې شکر اداء کوم چې هغه په خپل فضل سره مونږ په دغه میدانو کې بریالي کړو .
زما لوري ! ما غوښتل ستاسې د واده په موقع کې زه تاسې ته څه درکړم . هغه ټول هملته د بروصې به ښار کې خوندې پاته دي ، لورې ! هغه څه چې ما او زما ښځې ډسپنا تا ته ستا دواده په وخت کې درکول غوښتل نو هغه به هملته تاته د بروصې په ښار کې تر لاسه شي . خو لورجانې ! په دې ځاې کې ته اوس همدا شیان قبول کړه . ګوره ریونا ! ته هم ماته د لور حیثیت لري ، او د محمد په سترګو کې د یوې خور په څیر یې . بس داسې و ګڼه چې د یوه پلار او یوه ورور له اړخه تا ته ستا د واده په وخت کې دغه تحائف درکړل شوي دي .
سلطان بایزیدیلدرم چپ شو نو علي پاشا او ریونا دواړو میړه اوښځې سلطان ته دډیر زیات ممنویت په سترګو کتل ، او بیا علي پاشا په خندا سره وویل :
درونده سلطانه ! هغه قیمتي تحایف چې ته ریوناته دهغې دواده په خاطر ورکوي نو دهغې د شکریه د ادا کولو له پاره خو له ماسره څه خاص الفاظ او جملي نه شته چې اداء یې کړم .
د علي پاشا په خبرو باندې سلطان او ولیعهد محمد ډیرزیات خوشحاله شول. سلطان یو ځل بیا وویل :
علي پاشا ! تاته او ریونا ته د څه ویلو او یا څه کولو اړتیا نه شته . ستا حیثیت ماته دزوي په څیر دې او د ریونا حیثیت ما ته زما د لور په څیر . په دې خاطر کوم زوې یا لور په داسې وختونو کې دخپل پلار شکر یه نه اداء کوي . ریونا لورې ! هغه څه چې ستا تر مخه دې نو دا ټول له ځانه سره و ساته ، ددې وروسته به د بلې موضوع په هکله خبرې کوو.
تر څنګ یې سلطان هغه څرمني خورجین هم ریونا ته ور وړاندې کړه چې دا ټول سامان یې ترې را ویستلې و. ریونا هغه خورجین را واخسته ، ټول سامان یې بیرته په کې کیښود ، خوله یې ور وتړله او په خپل څنګ کې یې کیښوده ،
دریونا په دې کار سلطان ډیر زیات خوشحاله شو . د لږې شیبې د چپتیا وروسته سلطان بایزیدیلدرم علي پاشا ته وکتل او ورته یې وویل :
علي پاشا ! زمونږ مخبران او جاسوسان چې په دې سیمو کې خپاره شوي دی ستا د تللو وروسته یې ماته خبر را کړ چې زمونږ په لاسو د ماتې خوړلو وروسته ،د اروپا دې متحده لښکر د پولوپ د جزیرې په لور مخه کړې ده . زه فکر کوم چې دا صلیبیان مونږ د انتقام پرته نه پریږدي . ځکه مونږ چې هغوې ته کومه ماتې ورکړې ده هغه ډیره د ذلت نه ډکه ماتې ده . بل دا چې دهغوې په لښکر کې د ټولې اروپا ځواکونه شامل و نو په دې خاطر هغوې دا ماتې د ټولې اروپا ماتې ګڼي ، نو په دې خاطر زما زړه ګواهي ورکوی چې دوې به مونږ د انتقام اخستلو پرته پرې نه ږدي. زما وړاند وینه داده چې زمونږ په لاسو د ماتې څخه وروسته د اروپا متحده لښکر به د پولوپ د جزیرې په لور مخه کوی ، او هلته به نه یواځې صلیبیان خپل ځانونه دوباره منظموي ، بلکه د اروپا دحکمرانانو څخه به د نور زیاتي لښکر و غوښتنه هم کوي ، او دخپلو ځانونو د قوي کولو نه وروسته به یو ځل بیا زمونږ سره ټکر کوي ، زه هیله لرم چې که چیرې هغوې داسې هم وکړي نو مونږ به دخپل خداې په نصرت او کومک سره دهغوې په ځپلو باندې بریالي شو. اویو ځل بیا به دهغوې مقدر او دهغوې په قمست کې د ذلت او خوارۍ نه ډکه ماتی ور واچوو .
علي پاشا زویه ! ددې حالاتو په رڼا کې ما څو کسه نور مخبران او جاسوسان ، چې په خپلو دندو کې پوره پوره مهارت او پوه لری د پولوپ جزیرې ته او دهغې شاوخوا کې د صلیبیانو دحرکاتو د معلومولو او څارولو له پاره استولې دي . او هغوې ته مې حکم کړې دې چې هغوې دې په دښمن باندې څارنه وکړي او ددښمن د هر حرکت څخه دې مونږ ته خبر را کړي .
علي پاشا ! ددښمن د عکس العمل د معلومولو او دهغوې د انتقامي کارونو د ترسره کولو د پلانونو او دهغوې د حرکاتو په هکله د پوره معلوماتو دتر لاسه کولو له پاره دا اړینه ده چې مونږ تر یوې مودې پورې دلته د خپل لښکر سره پاته شو . تر هغو چې مونږ دلته د نایکوپولس په ښار کې اوسیږو نوریونا به هم له تاسره وي . خو کله چې مونږ د کوم جنګي پلان د عملی کولو له پاره حرکت کوو نو بیا به ریونا دخپل مور او پلار کورته دخوندیتوب په خاطر استوې .
په دې وخت کې یو ناڅاپي علي پاشا ته کوم څه را په یاد شول ، دسلطان په لور یې وکتل او ویی ویل :
درونده سلطانه ! ما ته یاددي چې ریونا زمونږ د یوې پریکړې څخه ناراضه او ستا دپریکړې سره اتفاق نه کوي .
په دې وخت کې سلطان ټکان وخوړ او غوښتل یې د ریونا څخه وپوښتې چې علي پاشا بیا په خبرو پیل وکړ او ویي ویل :
تیره شپه ریونا ماته شکایت وکړ چې هغه وخت چې په بروصه کې زما او ددې نکاح وشوه نو بیا په کار نه و چې هغه مو بیرته د مور اوپلار سره یو ځاې دهغوې کور ته راوستې وې ، ریونا ویل چې : هغه باید هملته تم شوې وې تر څو زما د مور قیرات خدمت یې کولې ، ریونا وایي چې زما مشره ورندار د پخوا څخه په دې سیمو کې مقیم ده ، او د بله اړخه زما د جنګي مصروفیتونو په اساس زما مور زما د خور سره یواځې هلته اوسیږي . نو ریونا وایی چې نوموړې باید هملته پاته کړل شوې واې . تر څو هغې زما په نه موجودیت کې زما دمور او خور پالنه اوخدمت کړې واې .
علي پاشا غوښتل نور هم لږ څه ووایي خو سلطان په خندانه خوله وویل :
علي پاشا ! هغه څه چې ما کړي هغه د وخت غوښتنه وه ، له ماسره دومره وخت نه و چې ما ستاسو د دواړو واده په پوره شان او شوکت سره تر سره کړې وې . اوهملته مې ستاسې د دواړو د یو ځاې اوسیدو له پاره موقع هم برابره کړې واې . ځکه چې ستاسې ددواړو د نکاح وروسته لښکر دغو سیمو ته کوچ کړي و او تا ته د ریونا سره د یوځاې کیناستو فرصت هم نه و ترلاسه شوې . په همدې خاطر ما ریونا په لښکر کې له ځانه سره و ساتله ، چې که چیرې هغه دلته د مور اوپلار په کور کې تم کیږی هم ، نو دجنګ نه د فراغت به وخت کې به ته دهغې سره دکتلو له پاره هملته ورځې.
دا چې ریونا اعتراض کړې دې چې هغه نه باید دې سیمو ته بیرته را وړل شوې وې بلکه د واده وروسته هغه هملته دقیرات تر څنګ اوسیدلې نو زما زویه دهغې دا وینا هم سهي ده . دهغې په اعتراض ، داسې و ګڼه ، زما زویه ! چې د ریونا فکر په حقیقت ولاړ دې ، دنکاح او واده وروسته ریونا باید هملته دقیرات سره یو ځاې پاته شوې وې ، هغې به هلته د قیرات خدمت کولې ، زما په فکر کې چې د قیرات تر څنګ د ریونا موجودیت به دقیرات هغه اندیښته چې ستا په نه موجودیت کې یې احساسوي ، هم دومره نه احساسولې ، هغې ته به سکون او ډاډ ور په برخه و . په هر صورت په هغه وخت کې چې ما کومه پریکړه کړې وه هغه د حالاتو غوښتنه و ه او ماته همغسې کول په کارو . او اوس چې ریونا څه وایی نو زه پوهیږم چې زما لور سهي خبره کوي .
بیا سلطان بایزید نیغ په نیغه ریونا ته وویل :
ریونا لورې ! ستا عظمت ته سلام کوم ، کوم فکر چې تا وړاندې کړې نو دهغې فکر او احساس نه ستا عظمت او سعادت مخته راځي ، لورې ! هر څه چې شوې هغه شوې ، اوس پر هغې باندې افسوس کول په کار نه دی . که مونږ یو ځل بیا دکوم جنګی پلان له پاره حرکت کوو ، نو مونږ به بیا هم همدلته تا ستا دمور او پلار کور ته لیږو . اوکله چې مونږ د جنګي کارونو څخه فارغ شو نو بیا به بروصې ته ځو او هلته به ستا په موجودیت کې د قیرات خور څخه بښنه غواړو . لورې ! ته په دې لړ کې اندیښته او فکر مه کوه .
ددې خبرو سره سم سلطا پورته شو ، ولیعهد محمد هم دخپله ځایه را پورته شو ، اوعلي پاشا ته یې وویل :
علي پاشا زویه ! زه پوهیږم چې تاسې دواړه میړه او ښځه به پوره ستړي شوي یاست ، لږ شیبه ارام وکړئ ، بیا به د ماڅښتن د لمانځه وروسته له تاسو سره ووینو .
ددې خبرې سره سم سلطان او ولیعهد دواړه ددې ځایه ووتل ، دهغوې د تللو وروسته ریونا هم د خپله ځایه پورته شوه علي پاشا ته یې وکتل او ورته یې وویل : اول باید زه دا حویلۍ ووینم . دهغې وروسته هغه سامان چې د آسونو د زینونو سره تړل شوې هغه را پرانیزم . او د حویلۍ دننه برخې ته یې راوړم .
علي پاشا هم د ریونا ددې وړاندیز سره اتقاق وکړ هغه هم د ریونا په لور وکتل او را پورته شو . بیا دواړه میړه او ښځه د میلمستون څخه را ووتل . انګړ ته راغلل، ریونا وکتل چې حویلۍ ډیر پراخه انګړ لري ، چې ښې لورې ته داسونو د تړلو یوه کوچنۍ اخور هم شته . د اخور مخامخ د اودسونو او ځان پاکولو له پاره او هم د پخلنځي ځاې شته ، ریونا ولاړه او پخلنځی یي وکوت ، اوبیا د انګړ په مخامخ برخه کې دوه سترې کوټي وې د علي پاشا سره یو ځاې دهغوې دلیدلو له پاره ولاړه ، لږه شیبه یې هغه وکتلې ، بیا دحویلۍ شاته برخه چې پراخه انګړ یې درلود هلته ولاړه ، هلته څوه میوه لرونکی ونې او بوټي او ګلونه و . ریونا هلته تر ډیره وخت پورې و ګرزیده ، بیا بیرته دعلي پاشا خواته هملته انګړ ته راغله ، په دې وخت کې مخکې له دې چې ریونا څه ووایی علي پاشا ورته مخ کړ او ویی ویل :
ریونا ! ته په ډیر غور سره د حویلۍ شاوخو ویني او زه درپسې شاته شاته روان یم ، خوګوره ریونا ! دا زما او ستا د اوسیدو تل پاتې ځاې نه دې ، داسې و ګڼه چې زه او ته تر هغې دلته پاته کیږو چې زمونږ مخبران د اروپایې ځواکونو د حالاتو په هکله پوره معلومات مونږ ته نه وي راوړې .
ریونا دا هم شونې ده چې مونږ ته دښمن په بل کوم ځاې کې نوې محاذ پرانیزي ، او ماته ، دسلطان او ولیعهد سره یو ځاې سمدلاسه هغه لورې ته کوچ کول را په غاړه شي . په دې خاطر ما ستا د اوسیدو له پاره دلته په دې حویلۍ کې څه ډیر تزئین نه دې کړې . همدا راز دحویلۍ د پخلنځي څخه هم ډیر کار نه شی اخستل کیداې ، ځکه زمونږ د دواړو میړه او ښځې ډوډۍ تیاره د لښکر څخه دلته راځي.
تر هغو چې زمونږ د قیام پورې اړه لري نو تا وکتل چې دوه خوني دي او شاته یې یو کوچنې غوندې انګړ دې نوهلته په یوې کمرې کې د څملاستو له پاره توشکونه خپاره کړل شوي دې ،هغه زما اوستا د اوسیدو ځاې دې . ریونا ! په دې حویلۍ کې کیداې شي مونږ یواځی یو څو ورځی و اوسیږو ، اویا څو میاشتې ، په هر حال اوس زما اوستا د اوسیدو ځاې همدا دې . را ځه چې د اسونو د اخور په لور ولاړ شو . او هغه سامان چې د اسونو د زینونو سره تړلې هغه را پرانیزو او دخپلې خوب کوټی ته یې له ځانه سره راوړو . دا دې لمر په پریوتو دې ،د ماښام د لمانځه وروسته د لښکر ځاې څخه زما او ستا دواړو ډوډۍ تیاره را ځی .
ریونا د علي پاشا د ټولو خبرو سره توافق وکړ .بیا دواړه میړه او ښځه د اسونو د اخور په لور ولاړ ل ، هلته داسونو دڅښلو له پاره په یوه لوې ډنډ کې اوبه وې او په بل ځاې کې د آسونوو دانه پرته وه ، علي پاشا لمړۍ آسونو ته اوبه ورکړلې ، اسونو په مړه ګیډه اوبه و څښلې او بیا یې د دانې او ګیاه اخورې ته و درول .
تر هغو چې علي پاشا په دې کار کې مصروف و نو ریونا د زینونو څخه سامان را پرانست ،د خوب کوټي ته یې یوړ . او داسونو زینونه یې بیرته خپلو ځایو کې کیښودل ،
ددې وروسته دواړه میړه اوښځه د اصطبل څخه را ووتل ، دخوب کوټي ته ولاړل ، خپل خپل توشکونه یې درست کړل هغه سامان یې چې له ځانه سره راوړې و هغه یې ترتیب کړ . تر دې وخته پورې لمر پریوتې و او دنایکوپولس په ښار کې د ماښام اذانونه پیل شوي و. دواړو میړه او ښځي هملته په حویلۍ کې خپل لمونځونه ادا کړل ، اوبیا وروسته د لږ څه وخته پورې هملته په میلمستون کې ناست و چې دوو ساتونکو ورته ډوډۍ راوړه ، بیا دواړو یو ځاې ډوډۍ وخوړه .
پرلپسې لري……