افغان چارواکي وايي د شنبې په ورځ په کابل کي يو ځانمرګى بريد وسو، خو مرګ ژوبله نه لري.
د فرانس پريس آژانس د کورنيو چارو وزارت د وياند زمري بشري په حواله وايي چي چاودنه د کابل ښار په ختيځ کي د بهرنيو ځواکونو يوه مرکز ته څرمه سوې ده.
د بشري په وينا بريدکوونکي د سوپريم فوډ سرويس په نوم د بهرنيو ځواکونو د خوراکي توکو په خدماتي څانګه کي ځان چاودلئ دئ خو هيچا ته يې ځاني تلفات نه دي اړولي.
بشري وايي بريدکوونکى پر پښو روان وو او تر اوسه معلومه نه ده چي اصلي هدف يې څوک وو.