باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو او په تيره بيا د امريكايي ځواكونو د حضور په دوام بحث كړې او ليكلي، چې امريكا په افغانستان كې د جنګ تر پاى ته رسيدو پورې پاتې كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د امريكا كانګرس په افغانستان كې د دغه هيواد د پوځي حضور د دوام لپاره يوه نوې بوديجه، چې د ولسمشر اوباما لخوا يى وړانديز شوې وو منظوره كړې، خو د ځواكونو د ويستلو لپاره يى د كوم مهال ويش ټاكل رد كړې ده.
ورځپاڼه ليكي، چې له دې كاره ښكاري، چې په افغانستان كې د ترورزم په خلاف نړيواله مبارزه دوام كوي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د ملي شورا د انتخاباتو په وړاندې د ولسي جرګې دريځ څيړلې او دغه جرګه يى په خود خواهي تورنه كړې ده.
د ورځپاڼې په وينا كله، چې د جمهوري رياست انتخابات ځنډيدل نو دا جرګه خورا قهرجنه وه، خو اوس، چې د ولسي جرګې انتخابات ځنډول كيږي، نو د هغې په وړاندې يى چوپتيا غوره كړې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره په روانو تياريو بحث كړې او هيله يى څرګنده كړې، چې دا جرګه به وكولې شي، چې د افغانستان روان كړكيچ ته د حل يوه مناسبه لار پيدا كړي.
ورځپاڼې ددې جرګې له ګډون كوونكو، چې سر له ننه كابل ته رارسيږي غوښتي، چې د هيواد لوړې ملي ګټې په پام كې وساتي او له يوې ملي روحيى سره دې په هغې كې ګډون وكړي.
ورځپاڼه ليكي، چې دا جرګه له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو د څرنګوالي د ټاكلو په هدف جوړيږي او ټولو ته پكار ده، چې له شتو امكاناتو نه په ګټې ددې جرګې د بريا لپاره هڅه وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت په وړاندې شته ستونزې څيړلي او ليكلي ترهغو، چې د روانو نا امنيو كورني او بهرني عوامل و نه سپړلې شي امنيت نشي ټينګيدلې.
ورځپاڼې په دوام كې افغان دولت او نړيوالې ټولنې ته وړانديز كړې، چې په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره په هغو كورنيو او بهرنۍ كړيو فشار راولي، چې د افغانستان په جګړه كې خپلې ګټې لټوي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې په افغانستان كې د پوځي حضور د دوام لپاره د امريكا د كانګرس لخوا د بوديجې په تصويب بحث كړې او هغه يى يو پرځاى اقدام بللې دې.
خو ورځپاڼې وړاندې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو روانه ستراتيژۍ يوه اساسي ستونزه بللې، چې د ورځپاڼې په وينا بيا كتو ته يى جدي اړتيا احساسيږي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د بيارغونې له روان بهير سره د روسيى د مرستو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ددغه هيواد د يو جګپوړي چارواكي په حواله يى ليكلي، چې په افغانستان كې د بيارغونې او د كاري فرصتونو له برابرولو پرته پرمختګ امكان نلري.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د سولې په روانو هڅو هم بحث كړې او ليكلي، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره تيارۍ وروستيو پړاو ته رسيدلي او سر له ننه كابل ته د جرګې د ګډونوالو راتګ پيليږي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې د افغانستان په اړه د امريكا په ستراتيژيو بحث كړې او په هغو يى د انتقاد ترڅنګ ليكلي، چې امريكا د ترورزم په خلاف د مبارزې تر نامه لاندې په سيمه كې خپل مانورورنه ترسره كړي.
ورځپاڼې په دې ترڅ كې په افغانستان كې د جهاد په كلونو كې هم د امريكا فعاليتونه څيړلي دي.
ورځپاڼې په يو بل ځاى كې په افغانستان كې د اقتصادي ودې لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې.
د ورځپاڼې په وينا يوازې د معقولو لارو په خپلولو سره كيداى شي، چې په افغانستان كې په روان اقتصادي حالت كې بدلون راوستلې شي.
ورځپاڼه ليكلي، چې د پولي سياست اصلاح، د سوداګرو د ستونزو هوارې او همدازار د نړۍ معتبرو اقتصادي بنسټونو ته پاملرنه هغه لارې دي، چې كولې د افغانستان اوسنې اقتصاد د ودې په لور بوزي.