د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه د شالكوټ په تاريخي ښار كي د (دوه پټكي دوه ټيكري) تر سرليك لاندي د رحمت شاه سايل، پيرمحمدكاروان، پروين ملال او زيتون بانو په وياړ دوې ورځنۍ لمانځغونډه وسوه، غونډه د مۍ د مياشتې پر ۸ نېټه سهار ۱۰ بجې د قرآن پاك په سپېڅلو آيتونو باندي پيل سوه.
پر دريځ باندي له رحمت شاه سايل او پروين ملال پرته پوهاند سيال كاكړ، دروېش درانى او ډاكټرمالك كاسى هم ناست وو، د وياندۍ چارې يې له كندهار څخه راغلي ځوان بشيراحمدنادم ترسره كولې.
د غونډې پرانيستنه د پښتو ادبي غورځنګ مشر محمدصادق ژړك په وينا وسوه، تر دې وروسته و رحمت شاه سا يل ته د مقدس خان معصوم په لاسونو پټكى او پروين ملال ته د شفا كاكړې په لاسونو ټيكرى ور په سر سو، له دې وروسته د مقالو لړۍ پيل سوه چي په كې د پښتو ژبې تكړه ليكوالانو محمد نعيم آزاد، خان زمان كاكړ، فاروق سرور، فيصل فاران، عطاءالله جان سواتى، نورالامين يوسفزي، محمود اياز، سربازپښتون، لال پاچا ازمون، احسان الله درمل، جعفر ترين، نصيب الله سېماب او د ښاغلي طاهر اپريدي مقاله (چې له كراچۍ څخه يې رالېږلې وه حبيب الرحمان تاثير واوروله) خپلې خپلې مقالې واورولې، دغه ډول ماښام ۶ بجې دغه لړۍ پاى ته ورسېده.
د مۍ د مياشتې پر ۹ نېټه د لمانځغونډي په دويمه ورځ سهار لس بجې غونډه پيل سوه، پروني خلګ دريځ ته وبلل سول بيا د پښتو ادبي غورځنګ له پلوه و ښاغلي رحمت شاه سايل ته د ډاكټرصمد اڅګزي په لاس پټكى ورپه سر سو او د بختورې بړېڅې په لاس و پروين ملال ته ټيكرى ور په سر كړى سو، همدا رنګه د هيواد ادبي يون كلاسيف الله او سپين غر ادبي ټولني مسلم باغ د مشرانو لخوا و نوموړو ته پټكي او ټيكري ډالۍ سوو.
تر دې مراسمو وروسته د مقالو او ويناوو لړۍ پيل سوه چي پكښې ډاكټر عبدالروف رفيقي او حافظ رحمت نيازي خپلې مقالې واورولې او ښاغلي عمر ګل عسكر، لال پاچا ازمون، محمديار يار او اسددانش ويناوي وكړې، له دې وروسته د پښتو ادبي غورځنګ لخوا و نوموړو شاعرانو ته لكه رحمت شاه سايل او پيرمحمدكاروان ته د عبدالسلام اشېزي جايزې او پروين ملال او زيتون بانو ته د بختنامې كاكړې جايزې وركړل سوې.
د يادولو وړ ده چي د پيرمحمدكاروان جايزه احسان الله درمل او د زيتون بانو جايزه فيصل فاران تر لاسه كړې.
وروسته پوهان سيال كاكړ پروين ملال او رحمت شاه سايل په خپل خپل وار سره خپلې ويناوې وكړې.
په پاى كي د پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړك خپله وينا وكړه او له ټولو برخوالو څخه يې مننه وكړه او له دې وروسته د خاټول ګل دوديزه مشاعره پيل سوه چي لږ تر لږ ۶۰ كسانو شاعرانو خپل شعرونه پكښې وويل، د ماخوستنۍ څخه وروسته د سندرو او ټنګ ټكور برخه پيل سوه چې د مۍ د مياشتي د لسمي ورځي ترسهاره يې دوام وكړچي له ګلزارعالم سره سره يو شمېر سندرغاړو د خپل فن مظاهره وكړه.