کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانانو ټول وژنه ودروئ

د افغانانو ټول وژنه ودروئ

اوس ټوله نړۍ د ځينو ځان غوښتونكو لويديزوالو په خبرو غولېدلې او دوى د افغانستان جګړې ته په رښتيا هم د ترورېزم خلاف جګړې نوم وركوي. دوى فكر كوي چې امريكا، انګلېستان او ځينې نور ځان غوښتونكي ملكونه په رښتيا هم له ترورېزم سره په جګړه بوخت دي خو په واقعيت كې لكه څه ډول چې دوى شعارونه وركوي، د ترورېزم د له منځه وړلو نارې وهي داسې نه ده بلكې دوى يوازې او يوازې خلكو ته دوكه وركوي. اوس بايد ټوله نړۍ پوه شوې وي چې دا جګړې په منځنۍ آسيا كې يوازې او يوازې د امريكا او برېتانيا د ځواك د شتون لپاره دي او بس.

كه نړۍ په ويښو سترګو دې حالاتو ته وګوري او روښانه فكر وكړي، خپله به پوه شي چې نن ورځ د لويديزوالو له خوا څخه د ترورېزم په نوم د افغانانو د ډلوژنو لپاره جګړه پيل شوې او روانه ده.

كه چېرې دا جګړې د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره وي نو بيا ولې د جګړې په دې اوږده موده كې دا جګړې لږې نه شوې بلكې نورې هم پسې وغزېدې. كله چې يو كار پايله ور نه كړې، په هوښيارانه قضاوت سره بايد هغه ودرول شي او كه نور هم مخكې بوتلل شي. لكه د امريكا او برتانيې جګړې چې په افغانستان كې يې كار نه دى وركړي او پايله يې مثبته نه بلكې د منفي په خوا روانه ده، چې نه يوازې د افغانستان لپاره بلكې د دوى لپاره هم په ډېره درنه بيه تمامېږي هره ورځ د يوې امريكايۍ، برېتانوۍ، فرانسوۍ او يا هم د نورو ښكېلو هېوادونو يوه مور د خپل زوى په مړينه اوښكې تويوي. په دې روانه جګړه كې په زرګونو افغانانو خپل ژوند له لاسه وركړ، چې دې ته يوازې د يو كس وژنه نه شو ويلاى، د نوموړي اولادونه بې سرپرسته كېږي، مېرمن او نوره كورنۍ يې له ډول ډول ستونزو سره مخ كېږي. آيا د دې مسوليت به د چا په غاړه وي؟ په كابل كې د دارلامان د شهيدانو لپاره چا څه وكړل، ولسمشر صيب خو د تېر په څېر بيا هم وغندل، نوموړى د ټلويزيون په پرده راښكاره شو، خو دا ځل يې دا حمله په كلكو ټكو وغندله او تر پخوا يې له شهيدانو او ټپيانو سره ډېره خواخوږي وښودله، خو په خپلو خبرو كې يې دې ته اشاره ونه كړه چې آخر د دې ستونزې حل څه ډول دى، موږ خو دا څو كاله كېږي چې د نوموړي له خولې څخه د غندنې كلمه اورو، آيا غنده د ستونزې حل دى؟

هېڅ كله هم نه او هېڅكله به هم دا د ستونزې حل نه شي. افغانان نور آرامي غواړي، نور نه غواړي چې هره ورځ يا د كور د غړي او يا هم خپلوان د مړينې غږ واوري. جګړې بد بختۍ راولي، افغانان په بدبختيو كې زېږېدلي، لوى شوي او ژوند په كې كړي اخر تر څو؟

كه چېرې لويديزوال د سولې او امنيت لپاره راغلي وي، نو كومه سوله او امنيت يې راوستلى دى، ولې خپل كارونه نه ارزوي، چې دوى د خپل ځان او موږ لپاره په ګټه دي او كه په زيان؟ ولې افغان دولت د بهرنيانو له خوا د وژنو پوښتنه نه كوي؟ آيا افغان دولت له بهرنيانو سره د وژل شوو كسانو د نه پوښتنې په اړه كوم قرارداد لاسليك كړى او كه څنګه؟ ولې افغان دولت چوپ پاتې دى؟ آيا يوازې په غندنو او پلاوي ټاكلو ستونزې اوارېږي او افغانان له دې ستونزو څخه پرې خلاصېداى شي؟

د سولې ملي مشورتي جرګې ته څو ورځې پاتې دي خو موږ اوس هم هره ورځ وژل  كېږو، يا د دولت د مخالف له خوا او يا هم د بهرنيانو له خوا، كه چېرې لويديز د سولې پلوي وي نو بيا ولې د سولې په خاطر خپلې جګړې نه دروي. ولې له مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره لاره نه اواروي. خو د دوى له دې كارونو څخه په ښكاره څرګندېږي چې دوى نه غواړي چې په افغانستان كې سوله راشي ځكه چې بيا دلته د دوى شتون تر پوښتنې لاندې راځي. كله چې د بارك اوباما او يا هم نورو لويديزوالو له خوا څخه د دې اعلان وشي چې په پلانۍ نېټه به د بهرنيانو ځواكونه وتل پيلوي، ورسره سم چاودنې، ملكي وژنې، بمبارۍ او داسې نورې فاجعې پيل شي، چې په څرګنده توګه د دې خبرو لپاره چې بهرنيان دې نه وزي لارې اواروي.

خو نن ورځ ټول هېوادوال له ولسمشر او نورو چارواكو څخه په كلكه غواړي چې نور نو وژنې ودروئ او د وژنو د درولو لپاره يوازې غندنې او د پلاوي ټاكنې كار  نه وركوي، بايد چې د دې پېښو اصلي لامل ولټول شي چې د دې وژنو او برباديو اصلي لامل څه دى او كه چېرې دا ستونزې په همدې ډول روانې وي، نو لرې نه ده چې نه يوازې مخالفينو ته بلكې ټول ملت ته به د دې دولت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راشي او نور به هېڅ كله هم له دې دولت سره كومه همكاري ونه لري.