لږ د ځوانۍ خيالونه نور راوله دزړه په کور کې مې يو شور راوله
دپېغلتوب وختونه کله راځي د ګودرو خوندونه کله راځي
د شين منګي ښکلی انځور راوله دزړه په کور کې مې يو شور راوله
کاشکې ځواني راستنېدلی بېرته دغه منزل سرنه کېدلی بېرته
بيا د همځولو ټنګ ټکور راوله د زړه په کور کې مې يو شور راوله
وګوره څومره عجيبه ژوندون دی لکه درياب څپه څپه ژوندون دی
بيا د مورکۍ د غيږې خوب راوله د زړه په کور کې مې يو شور راوله
د وړوکتوب کيسې رايادې کړمه د لوبېدو کوڅې رايادې کړمه
ماته چيتک ماته جينترو راوله د زړه په کور کې مې يو شور راوله
پښتونزۍ عمر په شېبو تېر شو ژوندون مې ټول په کړاوو تېر شو
دا د لحد تږه په ورو راوله د زړه په کور کې مې يو شور راوله