د وردګو د فارغ شوو محصلینو په غونډه کې د ګل آغا احمدي د پرانیستونکې وینا متن
نحمده و نصلي علی رسوله الکریم و بعد!
درنو مشرانو، ګرانو محصلینو، راغلیو ملیمنو، خویندو او وروڼو
السلام علیکم و رحمه الله و برکاته
اجازه راکړی چې دغه مبارک جشن ته د خپل زړه د رنګینو کلیمو په چوکاټ کې تاسو ټولو ته ښه راغلاست ووایم او فارغ شوو محصلینو ته د دوی د بریالي فراغت له کبله مبارکي وړاندې کړم.
موږ نن د خپل تاریخي افغانستان او د وردګو د علم پرورې سیمې د یو شمیر داسې ګلانو د غوړیدلو په مبارک محفل کې راټول شوي یو چې له ویاړونو سره څنګ پر څنګ درومي او د عصر د یوه پیاوړي، علمي او روښانه ځواک نوم ورکولی. هو زما موخه د علم ځواک دی، د پوهې ځواک، د کلتوري ودې ځواک، د رڼا ځواک، د وړانګو ځواک، د پلوشو ځواک، سیمې او هیواد ته د نیکمرغۍ د راوستلو ځواک دی. زه په دې رنګین محفل او د ویاړونو په جشن کې د ۲۰۰ وردګ محصلینو فراغت یادوم چې د کابل د مختلفو پوهنتونونو او څانګو څخه یې د فراغت بریالیتوب ترلاسه کړی دی.
فارغ شوي محصلین او د دې روښانه لارې پتنګان زموږ د هیواد ویاړ، د سولې راوستونکي، د هیلو وړانګې، د امیدونو په ستر افق کې د سبا ستوري او د دې وران هیواد تر ټولو ستره آرزو ده چې پر ټپونو به یې مرهم ږدي، ټولو بدمرغیو ته به د رد ځواب ورکوي او د هر اړخیزې بیا رغونې زرغون څادر به پرې غوړوي.
موږ له خپلو محصلینو وروڼو او خویندو سره د دوی د هیلو د غوړیدلو، د پوهې د لارې د پاللو، د خپلو درندو مسوولیتونو د پیژندلو، لوړو تحصیلاتو ته د ادامې او مناسبو دندو ته د لاس رسي په لاره کې تر خپله وسه پورې همکار یو او دوی ته د ستر واکمن له دربار څخه د مسوولیت په دې درانده پړاو کې توفیق او د ښو هیلو تمه کوو.
ما د خپلو ګرانو فارغ شوو محصلینو لپاره یو ټوټه او یو نظم لیکلی دی چې ګرانو محصلینو ته یې د زړه له مینې سره یو ځای ډالۍ کوم او ستاسو په وړاندې یې لولم.
نن بیا د سمسور بڼ په ګلورینو څانګو کې زړه وړونکو سندرمارو بلبلو داسې غومبر جوړ کړی دی ته به وایې چې همدا اوس یې د ښایستونو نازولې ناوکۍ د خوښیو د سینګار په ډولۍ او د سندرو په زمزمو کې د بڼ فضا ته راوستلې او د خپل ښایست د نندارتون د مسابقې په لومړۍ کرښه یې کښینولې ده.
هلته نن بیا د هسک آسمان د ګل ورین لمر وړانګو خپل زرین څرک ته د سمسور بڼ د پاڼو په منځ کې ځای خوښ کړی. د ګلزار د ګلونو پر نازکو پاڼو یې د هغه داسې تږې پلوشې ور هوارې کړې دي چې د ګلونو له پاڼو څخه په یوه غوړپ سره د سهار د شبنم ټول څاڅکي ګړوت کوي. ته به وایې چې نن د دې بڼ هر کشمالی د ښکلاوو کاروانونو ته د مینې او محبت د موسکا په ژبه ښه راغلاست وايي او د فضا د تندي په شنو خالونو لپه لپه عطر ورشیندي.
هلته نن بیا د دې خیالي بڼ د ښکلاوو دنګو دنګو ونو په خپلو وربلونو باندې زرغون پړونۍ را اچولی او د خپل ښایست نازکو نازکو بدنونو ته یې له اصیلو چرمو سره یو ځای داسې بخملي کالي جوړ کړي چې تور، سور او زرغون رنګونه لري. د وړانګو په کمیسونو یې د رنګارنګ میده ګلونو کتارونو د خوښۍ غبرګون ته غوږ نیولی ته به وایې چې د ښکلاوو پرښتې نن ټولې په افغاني ملي جامه سنبالې او د زړه وړونکو ملي سندرو اهتزاز ته ځانونه جوړوي.
هلته نن بیا د بڼ په لمنو کې غاټول، ګلاب، شبو، نرګس، مرسل او د دې ویاړلي مخلوق په لسګونو کاروانونه له ښکلاوو سره داسې اخښل شوي دي ته به وایې چې د ګوربت په زرغونه لمنه کې نن بیا د وړانګو د شپونکي رمې د څړ لپاره ور وړاندې شوې، د خوښۍ شپیلۍ یې د سندربولو بلبلانو له نغمو سره خپل غږ برابر کړی او د طبعیت ټول انوار پرې د ښایست شاباسی وایي.
هلته نن بیا د ښکلي او تاریخي هیواد فرد فرد هغو شازلمو او پیغلوټو د احترام او مننې په موخه دوه لاسي سلام کړی دی چې د ښایستونو په نور، د وړانګو په پلوشو، د څرک په زرینو انوارو، د عطرو په خوږو وږمو، د علم او پوهې په سپینو رڼاګانو باندې سنبال او د خپل هیواد د چوپړ په لاره کې د نوي زیږیدلي ماشوم په څیر د خپلو هڅو لومړي ګامونه ږدي.
هو زه د کابل او د هیواد له نورو پوهنتونونو څخه فارغ شوي محصلین یادوم ، د پوهې مینان یادوم، د علم عاشقان یادوم، د دې هیواد د راتلونکي نسل خادمان یادوم، او د افغانستان د غښتلي او غیرتي کهول هغه افراد یادوم چې د پوهې په ګاڼه سنبال او د ویاړونو تاریخي ګام یې په بري سره پورته کړی دی.
هو! زه نن هک حیران یم چې په کومو الفاظو د پوهې هغو ډیوو ته د مبارکۍ او احترام مراتب څرګند کړم چې ملت ته یې د خپلو رڼاګانو خیرات نذرانه کړی او د هیواد له پوهنتونونو څخه د خپل بریالي فراغت لمانځنه کوي. له خپل هیواد سره یې د خدمت کلکه ژمنه کړې او د دې هیواد د راتلونکیو خادمانو په توګه یې خپلې مټې را نغښتې او خپلې ملاوې یې د همت په رسۍ باندې ټینګې تړلې دي.
زه هغه ویاړمنې پګړۍ او غیرتي پوړني یادوم چې د خپلو ځوریدلو خلکو مینه او خدمت یې په رګ رګ کې د کار، هڅو، پوهې، قانون، ښوونې او روزنې او د وړانګو د پلوشو په ژبه نارې وهي. همدارنګه هغوی ته د یوه بختور او پرتمین ژوند د برابرولو په فکر کې ستړي ستومانه دي.
هو! نن تاسو زموږ تاریخي هیواد ته د خپل خدمت د زینې په لومړي پوړ کې ګام ږدی او د زده کړې له یوې بې پروا مرحلې څخه د مسئولیت څخه یوې ډکې مرحلې ته د بري لیک سره یو ځای ورځی ډاډمن یم چې د لوی خدای (ج) په بې پایانه مهربانۍ، مرسته او د خپلو ویاړمنو هڅو پر مټو به په دې لاره کې خپلو سپیڅلو موخو ته هرومرو رسیږو او د ګرانو هیوادوالو د چوپړ ویاړمن نښانونه به تر غاړه کوو. خدای دې همداسې وکړي. آمین
محصلینو ته ډالۍ
ای زما روح او زما تن محصله
ای زما ګل زما ګلشن محصله
غوټۍ غوټۍ هیلې دي ستا انتظار
زما بلبل زما چمن محصله
ته د دې بڼ د ښکلاګانو امید
زما سنبل زما سوسن محصله
ته یې د مینې د ګلونو ښکلا
زما ښیرازه ګلبدن محصله
تا د ویاړونو تاج محل ګټلی
په خپل کوشش، هنر او فن محصله
د وړانګو لاره کې په ناز خوځیږه
ای د افغان د لوی وطن محصله
تبریک تبریک ای د ښکلاوو ګله
ستا فراغت په دین مین محصله
دغه ترانه مې د وردګو د محصلینو د فراغت د جشن څخه لږ وړاندې په همدې مناسبت لیکلې وه چې د محصلینو د ترانې د ټیم له خوا د محفل په ترڅ کې و لوستل شوه:
د محصلینو ترانه
موږ د علم، پوهې په ښیرازه لار روان یو
موږه محصلان یو موږه محصلان یو
خپل هیواد اوچت غواړو
سوله محبت غواړو
شان غواړو شوکت غواړو
شان غواړو شوکت غواړو
موږه روزل شوي زیړ ګلونه افغانان یو
موږه محصلان یو موږه محصلان یو
غواړو سوکالي دلته
امن وروګلوي دلته
ټوله نیمکرغي دلته
ټوله نیمکرغي دلته
موږه د پرمختګ د ډیوو نوي پتنګان یو
موږه محصلان یو موږه محصلان یو
را به وړو سمون کورته
پوهه او ژوندون کورته
روغه، پیوستون کورته
روغه، پیوستون کورته
موږه لارویان د ستر غازي محمدجان خان یو
موږه محصلان یو موږه محصلان یو
رنګارنګ ګلان د بڼ
پیغلې او ځوانان د بڼ
نوي بلبلان د بڼ
نوي بلبلان د بڼ
وایو احمدي موږه د سیمې معماران یو
موږه محصلان یو موږه محصلان یو
۲۰ مرغومې ۱۳۸۶ هجري لمریز ۱۰ جنوري ۲۰۰۸ میلادي/ کابل