کور / تازه خبرونه / کندهار ښار درنې چاودني ولړزاوه

کندهار ښار درنې چاودني ولړزاوه

نن د چارشنبې په غرمه ځايي پر ځايي وخت ١١:٤٠ دقيقې د کندهار ښار يوې درنې چاودني ولړزاوه.
د پوليسو قومندان د اسوشيېټيډ پريس آژانس ته ويلي چي چاودني ډېر مالي تاوان رسولى خو ځاني تلفات نه لري.
د جنوب لوېديځي حوزې د پوليسو قومندان جنرال شفيق فضلي ويلي چاودنه د کندهار په پنځمه ناحيه کښي د منزل باغ شاته د شرکت مېوې د دروازې سره, د ولايتي بيا رغوني د موټرانو په پارکينګ کي سوې چي ډېر موټران، موټرسايکلان او بايسکلان يې خراب کړي دي.
جنرال فضلي وايي د ولايتي بيا رغوني په دې مرکز کي د ٣٠٠ په شاوخوا کي کاناډايي او امريکايي پوځيان اوسېږي، خو د چاودني له امله لږ ترلږه دوه تنه ټپيان سوي چي يو يې پوليس او يو بل هم د پي، آر، ټي يا ولايتي بيا رغوني ادارې د پرمختيايي پروژو کارکوونکى وو.
د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو طالبانو له تيرو لسو ورځو راهيسي په افغانستان کي د الفتح په نوم عمليات شروع کړي چي تيره اونۍ يې په کابل ښار، باګرام هوايي اډه، د کندهار پر هوايي ډګر او پکتيا په ارګون ولسوالي کي د زورورو حملو په نتيجه کي بهرنيو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله.