د لوی خدای په نامه
۲۴/ ۱۱/ ۱۳۸۶ ه ل ۱۴/ ۱/ ۲۰۰۸ م
د تیرې پنجشنبې په ورځ چې د روان ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې څلورمه او د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنوري ۱۴ نیټه وه د پلازمینې کابل له ځینو پوهنتونونو څخه د ۲۰۰ فارغ شوو وردګ محصیلنو د فراغت جشن د غازي محمدجانخان د ټولنې، د وردګ محصلینو د ټولنې، د وردګو د مشرانو، مخورو، ولایتی مقاماتو، د پوهنتونونو د استاذانو، د هیواد د فرهنګي کړیو او محصلینو له لوري د یوې پرتمینې غونډې په جوړولو سره د آریانا کابل د هوټل په تالار کې و نمانځل شو.
غونډه له غرمې مخکې په یوولس بجو او دیرشو دقیقو د قاري خالد له لوري د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې وروسته بیا د هیواد ملي سرود و غږول شو او د هغه په ویاړ د احترام رسمي مراتب په ځای شول.
پرانیستونکې وینا
د پرانیستونکې وینا لپاره ګل آغا احمدي وردګ ته بلنه ورکړل شوه چې د خپلې وینا په ترځ کې یې د دې پرتمین جشن د جوړیدلو موخه بیان، فارغانو ته یې مبارکي وړاندې او هغوی یې خپلو راتلونکو مسوولیتونو ته متوجه کړل. همدارنګه احمدي د فارغ شوو کسانو بهیر ته د یوه داسې ځوان قوت نوم ورکړ چې ساری یې نه لیدل کیږي او باید په مثبت لوري د خوځیدو لارښوونه ورته وشي. همدارنګه نوموړي له اړوندو چارواکو څخه هیله څرګنده کړه چې له دې ځوانو استعدادونو څخه د ویجاړ افغانستان او ځوریدلو افغانانو په ښیرازه کولو کې زیاته استفاده وکړي.
د احمدي د وینا یوه برخه د فارغ شوو محصلینو لپاره خپله یوې ترتیب شوې ادبي ټوټې او یوه نظم ته ځانګړې شوې وه چې نوو فارغانو ته یې د ډالۍ په توګه وړاندې او د مجلس ګډونوالو ته یې واوروله.
د غونډې ویناوال:
د غونډې نورو ویناوالو په لاندې ترتیب سره خپلې ویناوې وړاندې کړې:
د غازي محمدجانخان د ټولنې په استازیتوب د کورنیو چارو پخوانی وزیر محترم تاج محمد وردګ وینا
د وردګو د محصلینو د ټولنې په استازیتوب د محترم محمد هارون حسن وینا
د وردګو د ولایت د مقام په استازیتوب د همدې ولایت د ښوونې او روزنې د رئیس محترم عبدالواحد حکمت وینا
د کابل پولی تخنیک د پوهنتون د استاذانو په استازیتوب د محترم پوهاند غلام غوث حکیمي وینا
د کابل پوهنتون د استاذانو په استازیتوب د محترم پوهاند ګل رحمن قاضي وینا
د وردګو د روڼ آندو په استازیتوب د محترم جنرال ظاهر وردګ وینا
د ښځو په استازیتوب د وردګو د ولایت د ښځو د چارو د رئیسې آغلې حمیرا حقمل وینا
د مجلس ارزونه د محترم دوکتور عبدالعلي وردګ وینا
د ویناوالو په ویناوو کې مشترک ټکي:
د دې جشن پر مهال د زیاتو ویناوالو ویناوې په څو ټکو را څرخیدلې چې لنډیز یې په لاندې ډول د ګرانو لوستونکو لپاره وړاندې کیږي:
فارغ شوو محصلینو ته د مبارکیو وړاندې کول.
د وردګو د خلکو او محصلینو زیار، هڅو، کوښښ او د پوهې په لاره کې د تکلیفونو د ګاللو او د هغه د قیمتي ارزښت بیانول.
فارغ شوو محصلینو ته د علم او پوهې په روښانه لاره کې د ویاړمن سفر د ادامې غوښتنه.
له فارغ شوو محصلینو سره د دوی د راتلونکي برخلیک د ټاکلو، دندو او مناسبو فرصتونو ته د لاس رسۍ په لاره کې د مرستو ژمنه او د اړوندو مقاماتو د پاملرنې جلبول.
خپلو دیني، ملي، اخلاقي، علمی، ټولنیز او هراړخیز رسالت ته د محصلینو او فارغ شوو کسانو متوجه کول.
د علم، پوهې، هنر، کمال او فنونو د زده کړې اهمیت او د هیواد د بیا رغونې په بهیر کې د هغه ونډه بیانول.
د مدنې ټولنې د جوړولو، قانوني بنسټونو ته د ټولنې د ګرزیدو، د سولې د ټینګښت، د ملي حاکمیت د پیاوړتیا او ټولنې ته د هراړخیز سمون د راوستلو په لاره کې د علم او پوهې د لارویانو د مسوولیت څرګندول.
د ځینو سیمه ایزو ستونزو بیانول، د هغه په وړاندې د پوهنیزو سټو مسوولیت او د محو کولو په لاره کې یې د علمي پرګنو پر ونډه ټینګار.
د کیفیت له اړخه او د پخوا په پرتله د وردګو د ښوونې او روزنې د بهیر کمزوري کیدل او د هغه د ځینو عواملو بیانول او داسې نور.
د بري لیکونو او ډالیو ویشل
د وردګ محصلینو د فراغت په جشن کې هغه هغه بري لیکونه یا تحسین پاڼې په فارغ شوو محصلینو باندې وویشل شوې چې د غازي محمد جانخان د ټولنې د مشرتابه پلاوي له خوا لاسلیک شوې وې چې فارغ شوو محصلانو ته یې له مبارکۍ سره یو ځای د لازیاتو د بریاوو هیله څرګنده کړې وه.
پر دې سربیره د فارغ شوو محصلینو لپاره د وردګو او میدان د ولایت د مقام له خوا برابرې شوې ارزښتناکې ډالۍ چې له یوې یوې پایه رادیو څخه عبارت وې د ډالیو د ویشلو په لړ کې په فارغ شوو محصلینو باندې وویشل شوې.
همدارنګه د ډالیو په لړ کې د جنرال صاحب ظاهر وردګ په زیار په ډیر کم وخت او بیړنۍ توګه هغه تحفې هم توزیع شوې چې د اریبا یا MTN د مبایل تیلفون د کمپنۍ له لوري د یوه یوه سیم کارت، خولۍ او داسې نورو څیزونو په بڼه برابرې شوې وې.
د غازي محمدجانخان او محصلینو ټولنې د وردګو د ولایت دمقام جلالتمآب عبدالجبار نعیمي او د اریبا مبایل تیلفون د کمپنۍ د امنیت د امنیتي چارو د لوړ رتبه مسوول محترم جنرال ظاهر وردګ څخه د زړه له کومي مننه کوي چې له وردګ محصلینو سره یې د خپلې ریښتنې مینې د اظهار له مخې هغوی په قیمتي ډالیو و نازول.
د غرمې ډوډۍ او د لمانځه لپاره وقفه
په پوره یوه بجه د غرمې د ډوډۍ د خوړلو او د ماسپښین د لمانځه لپاره د یوه ساعت د وفقې اعلان وشو او و پیتیل شوه چې د وردګ محصلینو د فراغت د جشن پاتې پروګرام به له اعلان شوې وقفې څخه وروسته وړاندې کیږي.
پیغامونه
د وردګ محصلینود جشن په ویاړ د هیواد د ننه او بهر یو شمیر مینه والو، زړه سواندو، استادانو او پوهانو خپل تیلفوني او لیکلي پیغامونه را واستول چې فارغ شوو محصلینو ته یې د مبارکیو د وړاندې کولو سربیره هغوی ته د پوهنیزې لارې د تعقیب، غوره چارو د سر ته رسولو، خپلو مسوولیتونو ته د متوجه کولو او لا زیات بریالیتوب هیلې پکې څرګندې کړې وې چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
د امریکا د متحده ایالاتو څخه د پوهاند دوکتور زرجان بها بریښنالیک
له کاناډا څخه د ډاکتر جاوید وردګ بریښنا لیک
له انګلستان څخه د دوکتور بهاوالدین بها تیلفوني پیغام
له انګلستان څخه د دوکتور عبدالولي وردګ تیلفوني پیغام
د متحده عربي اماراتو له دوبۍ څخه د ډاکتر صاحب فاروق وردګ تیلفوني پیغام
د امریکا د متحده ایالاتو څخه د محترم انجنیر محمد سالم صمیم بریښنا لیک
د ننګرهار د کلید د رادیو مسوول محترم محمد شفیق همدرد بریښنالیک
له کابل څخه د محترم جنرال ظاهر وردګ بریښنالیک
له کابل څخه د محترم محمد حامد حلیمي بریښنالیک
له کابل څخه د مرسل د اونیزې د مسوولې مدیرې محترمې آمنه مایار بریښنالیک
له کابل څخه د محترم ذبیح الله بریښنالیک
له کابل څخه د محترم محمد عظیم وردګ بریښنالیک
ملي اتڼ او د جشن د مراسمو پای
د وردګ محصلینو د فراغت د جشن د مراسمو وروستۍ برخه ملي اتڼ ته ځانګړې شوې وه چې فارغ شوو محصلینو او راغلو مینه والو وطني ډول ته د خوښۍ څڼې و غوزولې، د جشن د پای مراسمو ته یې ځانګړې ښکلا په برخه او له دې سره د غونډې د پای اعلان هم وشو.
د وردګ محصلینو له جشن سره مالي مرستې او ډالۍ
د دې جشن جوړیدل د یو شمیر زړه سواندو اشخاصو د مالي مرستې په وسیله شوني شو د دوی مرسته یا د ډالیو په لړ کې برخه اخیستنه د دې جوګه شوه چې نوموړی جشن په غوره توګه جوړ او فارغ شوو محصلینو ته د خپلو مشرانو د خواخوږۍ عملي نمونې څرګندې شي چې موږ یې له قدردانۍ سره یو ځای په ویاړ نومونه یادوو.
د محترم ډاکتر فاروق وردګ مالي مرسته
د محترم حاجي وردګ مالي مرسته
د محترم پوهاند موسی وردګ مالي مرسته
د محترم دوکتور بهاوالدین بها مالي مرسته
د محترم دوکتور عبدالولي وردګ او وفا د موسسې مالي مرسته
د محترم یما وردګ مالي مرسته
د محترم حیات الله وحدت مالي مرسته
د محترم انجنیر نوروز مالي مرسته
د محترم حاجي عارف مالي مرسته
د محترم سمسور مالي مرسته
فارغ شوو محصلانو ته د یوې یوې پایې رادیو د برابرولو په برخه کې د وردګو د ولایت د مقام محترم عبدالجبار نعیمي برخه اخیستنه
د محترم جنرال ظاهر وردګ او د اریبا د کمپنۍ د ۲۱۰ سیم کارتونو مرسته
د سټیج او ویندويۍ چارې
د وردګ محصلینو د فراغت د جشن په مراسمو کې لاندې کسانو د ویندویۍ او سټیج چارې پر مخ وړې:
صبغت الله سپین ویندوی
سپوږمۍ وردګ ویندوی
اسدالله وحیدي د سټیج د چارو سمبالونکی
ګل آغا احمدي د سټیج د چارو سمبالونکی
ضروري یادونه
باید وویل شي چې د وردګو ۲۰۰ فارغ شوي محصلین چې په دې جشن کې راټول شوي وو د کابل پوهنتون، د ښوونې او روزنې د پوهنتون او د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مختلفو پوهنځیو څخه فارغ شوي او بري لیکونه یې لاسته راوړي دي.
د راپور تهیه کوونکی: ګل آغا احمدي وردګ
د تیلفون شمیره: 0093799833301
د بریښنالیک پته: , gulaghaa89@gmail.com gulaghaa@yahoo.com
ویبلاګ: www.worbal.com/wardag
ویبلاګ: www.tolafghan.com/sola