دچاردرې په عملياتوکې 5 تنه ملکيان ټپيان شويدي دکندوز دچاردری ولسوال عبدالواحدعمرخيل ويب پاڼې ته وويل : چې د تيرې ورځې په عملياتوکې درې وسلوال طالبان او دوه تنه ملکيان زوبل شوي دي.
هغه وويل چې په ملکيانو کې يوسپين ږيرې داکبر په نامه شامل دي چې دچاردرې دعمرخيلود کلۍ اوسيدونکې دي ، او همدارانګه يولس کلن ځوان هم ټپې شويدي خو له بل خوا دالمانې ځواکونو دمطبوعاتو افغان مسوول نسيم سادات وويل چې 5 تنه ملکيان زوبل شوي دي، همدارنګه هغه زياته کړه که چيرته دهغوې ټپونه سخت وي نو دوي به ورسره مرسته وکړئ خو هغه داونه ويل چې ايا طالبان دي په دي ډله کې وي خوچاردرې ولسوال عمرخيل وايي چې ځنې خلک ځکه د 5 دملکيانو دټپې کيدلو ادعاء کوي چې دپې ارټې څخه مرستې ترلاسه کړئ، مګر تيره ورځ سادات ويب پاڼې سره په مرکه ويلې وو چې دهوايي بمبارې له امله 5 تنه طالبان وزل شويدي . خوبل خوا ذبيح الله مجاهد بيا د 10 داخلې او کورنۍ عسکرو د وژل کيدوخبره کوله .