کور / تازه خبرونه / د پامير الوتکي ١٣ مړي خپلو دوستانو ته وسپارل سول

د پامير الوتکي ١٣ مړي خپلو دوستانو ته وسپارل سول

د ملي دفاع وزارت د طبي چارو رئيس جنرال احمدضياء يفتلي وايي د پامير د لوېدلي الوتکي ١٣ قربانيان يې تر پېژندلو وروسته د هغوى کورنيو ته سپارلي دي.
نوموړي د سردادر محمدداود خان په نظامي روغتون کي خبريالانو ته وويل چي پاتي نور کسان به هم تر عدلي تحقيقاتو او پيژندلو وروسته خپلو دوستانو ته وسپارل سي.
د جنرال يفتلي په وينا پنځه نور کسان چي پېژندل سوي دي د چارشنبې په ورځ به يې خپلو کورنيو ته ورتسليم کړي.
د پامير د شخصي هوايي شرکت دغه الوتکه چي د مې پر ١٧ – مه کابل ته نيژدې د غوربند ولسوالۍ په غرونو کي لوېدلې وه ٤٤ کسان پکښي مړه سول، چي د لسو په شاوخوا کي يې خارجيان دي.
افغان چارواکو څلور ورځي وروسته د دې الوتکي مړي وموندل چي وايي د پېژندلو وتلي وو، چي وايي د طبي معايناتو په مرسته پېژندل سوي کسان يې خپلو دوستانو ته سپارلي دي.