پرون دورځي شاوخوا دولس بجي دپنجوايي دولسوالي په بازاركي ديوي ترافيكي پيښي له كبله شپږ كسان زخميان شول نوموړي شپږ كسان په افغان روغتيايي اوپرمختيايي اداره پوري اړه لري كله چي دوي دنوموړي ولسوالي دروغتيايي مركز څخه دكورونوپه لورروان وو يوي مازدا نوموړي موټروهلي دي اونوموړي ژوبله يي اړولي ده دپيښي نه وروسته دايساف ځواكونوسم لاسي يوه چورلكه راوغوښته اونوموړي زخميان يي ميدان هوايي ته انتقال كړو وروسته له اوليه كومكونو نه دوه نفره بيرته ميرويس روغتون ته راوړل شوي اودري كسان چي ديوه حالت نازك ښودل شوي دي ترهمدي ګړې په ميدان كي دي ويل كيږي چي په نوموړو زخميانو كي يوداكتريونرس يولابرانت دوه واكسيناتوران اويوډريور دي زنانه واكسيناتوره دپيښي نه وروسته ميرويس روغتون ته وړل شوي وه اوروغتيايي حالت يي دډاډ وړ وو.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه